تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوو افغان خویندو کیسه، چې په پاریس اولمپیک سیالیو کې ګډون کوي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
فریبا او یولدوز هاشمي لومړنۍ دوې افغان ښځینه بایسکل ځغلوونکې دي چې د افغانستان تر درې رنګه بیرغ لاندې یې د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته لاره پیدا کړې ده.
فریبا او یولدوز دواړه خویندې دي چې عمرونه یې ۲۱ او ۲۴ کاله دي.
دوی په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال سیالیو کې د ګډون اجازې له تر لاسه کولو وړاندې په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کړی دی.
فریبا او یولدوز هاشمي وايي، خوښې دي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپیک سیالیو کې یې د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره د ګډون جواز تر لاسه کړی دی.
دا دوې خویندې پخوا د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ملي ټیم غړي وې، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایټالیا ته کډوالې شوې.
هغوی د ۲۰۲۲ کال د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې چې په سویس کې د بایسکل ځغلونې د نړیوالې شورا له خوا جوړې شوې وې، لومړی او دویم مقامونه خپل کړي وو.
یولدوز هاشمي په ۲۰۲۲ کال کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو: "په اولمپیک سیالیو کې د ګډون د ارمان پوره کولو لپاره د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان څخه وتښتېده."
یولدوز وايي چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون او د بایسکل ځغلوونکو نړیوالې اتحادیې په مرسته دوی وکولای شول چې په المپیک کې د ګډون جواز ترلاسه کړي.
د ارمان پوره کېدل
اغلې یلدوز هاشمي وايي، کله چې دوی په افغانستان کې وو، هېڅکله یې په بهرنیو سیالیو کې د ګډون چانس نه و تر لاسه کړی: " وروسته له هغه چې په افغانستان کې وضعیت بدل شول، اروپا ته راغلو او په نورو لوبډلو کې مو غړیتوب تر لاسه کړ. ډېرې لوبې مو وکړې او سږکال مو د تېرو کلونو پرتله ښې لاسته راړنې لرلې."
فريبا وايي، سره له دې چې په افغانستان کې ښځینه لوبغاړو ته د لوبو په ډګر کې ځینې ټولنیزې ستونزې شته، خو د کورنۍ ملاتړ يې د دوى په بريا کې مهم رول لوبولى دى.
هغه وايي، که په افغانستان کې د ښځو د فعالیت پر وړاندې شته ستونزې لېرې شي، بېرته به خپل هېواد ته ستنه شي: " ما چې پنځه کاله وړاندې په فاریاب کې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون وکړ، کورنۍ مې نه وه خبره کړې. ځکه ډارېدم چې کورنۍ به مې اجازه را نه کړي. کله مې چې په یادو سیالیو کې لومړۍ مقام تر لاسه کړ، کور کې مې پلار ته وویل او هغه زه ډېره وهڅولم. په افغانستان زموږ د زدکړو او سپورت لپاره لاره هواره شي، حتما بېرته ستنېږم."
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون جلا وطنه چارواکو بي بي سي ته تایید کړه چې د پاریس په اولمپیک کې د هاشمي خویندو د ګډون اجازه تېره اوونۍ صادره شوې ده.
پتېیل شوې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پاریس اولمپیک سیالیو ته د نارینه ورزشکارانو یوه ډله ولېږي.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ښځو د حقونو په برخه کې د المپیک له منشور څخه د سرغړونې له امله د افغانستان ورزشي ټیمونه په المپیک کې له ګډون څخه منع شوي وو.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې ویلي چې د پاریس په اولمپیک کې د لومړي ځل لپاره د لوبغاړو ونډه د ښځینه وو او نارینه ترمنځ په مساوي ډول یا ۵۰-۵۰ وېشل شوې ده.
۲۰۲۱ کال کې د توکیو اولمپیک وروستی هغه و چې په څلورو سپورټونو کې د یوې ښځینه ورزشکارې کیمیا یوسفي په ګډون پنځو لوبغاړو په دوو برخو کې برخه اخیستې وه.
پتېیل شوې یو شمېر نورې افغان ښځینه لوبغاړې هم د کډوالو له بیرغ سره د پاریس د ۲۰۲۴ کال په اولمپیک سیالیو کې ګډون وکړي.