طالبان: پاکستان دې د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې شي

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

په داسې حال کې چې پاکستان کې د سلګونه افغانانو د نیول کېدو خبرونو پر خواله رسنیو د ګڼو غوسه راپارولې ده، د طالبانو حکومت له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلن په اړه غبرګون ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې او هلته له افغان کډوالو سره د ناسم چلن مخه ونیسي او "د مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي".

ددغه وزارت ویاند عبد القهار بلخي پر ټویټر لیکلي، "له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي".

ښاغلي بلخي دا هم لیکلي، چې دغه وزارت او پاکستان کې د افغان سفارت او د ستونزو د حل لپاره په پرله پسې توګه هڅه وکړه، خو "له بده مرغه له غوښتنو سره دا ستونزه حل نه شوه".

د طالبانو دغه چارواکي وړاندې لیکلي، تل یې له دیپلوماتیکو لار پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو حقونو ته ژمن پاتې شي.‌

څو ورځې وړاندې، پاکستان کې یوې وکیلې منیزه کاکړ ویلي وو، د سیند ایالت پولیسو نژدې ۱۱۰۰ افغان پنا غوښتونکي نیولي دي.

اغلې کاکړ بي بي سي ته ویلي وو، په څه باندې زرو نیول شویو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شته، چې ۳۴۰ کسان په جمشرو او ۷۰۰ نور په کراچۍ کې پولیسو نیولي.

ظاهراً ددغو افغانانو د نیول کېدو لامل ناقانونه اوسېدل په ډاګه شوي، خو اغلې منیزه وايي، په نیول شویو کې داسې افغانان هم شته چې د اقامت یا د اوسېدو قانوني اسناد لري.

دې دا هم ویلي وو،‌ له ځینو نیول شویو سره یې چې خپلوانو اړیکه نیولې، ورته ویل‍ي یې دي چې د سند پولیسو یې د خلاصون په بدل کې د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو (نژدۍې ۹۰۰ ډالرو) "بډو" اخیستو غوښتنه کړې ده.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د دوی او کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ په هڅو ددغو نیول شویو افغانانو له ډلې ۳۰ کسان راخوشي شوي دي.

سفارت ویلي، "راخوشي شوي هغه افغانان دي چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور پولیسو نیولي وو او هېواد ته ولېږدول شول".

کراچۍ کې افغان بندیانې

بله خوا، کراچۍ کې د طالبانو سرپرست جنرال کونسل مولوي عبد الجبار تخاري څو ورځې وړاندې د سیند صوبې د ښځینه زندان له مرستیالې شیبا شاه سره لیدلي او ددغو افغانانو د خوشي کېدو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

سرچینه وايي، د زندان چارواکو په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې "د بندیانو د دوسیو د بشپړوالي او د هغوی د خلاصون په اړه جدي کار روان دی او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر د محکمې د پرېکړې پر اساس ورسره چلن وشي او برخلیک به یې معلوم شي".

دوه ورځې وړاندې پر خواله رسنیو یوه وېډیو خپره شوه چې ظاهراً ځینې نیول شوي افغانان په پړي تړل شوي او ګاډو ته بېول کېږي، چې پر خواله رسنیو یې د افغانانو توند غبرګونه راپارولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلن غندلی دی.‌ نوموړي پر ټویټر لیکلي، پاکستان کې چارواکي له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي. د ملي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټې د افغان کډوالو د ستونزو حل ته یوه فرعي کمېټه جوړه کړې ده.

دی وايي، ‌دا کمېټه به ډېر ژر غونډه وکړي. "موږ به له حکومت سره پاکستان کې د افغانانو لپاره د تګلارې د جوړولو لپاره خپل وړاندیزنه شریک کړو".

د پاکستان غبرګون

ظاهراً د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان پر ټویټر لیکلي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن په اړه وروستیو رپوټونو ته په کتو، مهمه ده چې "پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانانو کوبه‌توب په عزت، ناموس او فرصتونو کې کړی دی. دا روحیه باید وساتل شي او له لاسنه ورکړل شي؛ ځکهع چې دواړه ملتونه سره تړلي دي".

نوموړي پر ټویټر لیکلي، له کلتور، مذهب، تاریخ او جغرافیې سره د ناثبت شویو افغانانو په اړه مسلې د مناسب ډېټابېس جوړولو او له افغان حکومت سره د خبرو له لارې اداره کېدای شي. چارواکي باید له افغان وروڼو او خویندو سره د غیر انساني چلن پر وړاندې اقدامات وکړي".

 واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان د بېلابېلو دلایلو له کبله خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او ګڼ یې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل.‌

پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د سلګونه زره افغانانو کوربه و چې ډېر کله له دغو افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه د بشر حقونو بنسټونو نیوکې کړې دي.