د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او د 'څوژبنیو زدکړو لپاره د ځوانانو غږونه'

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د فبرورۍ ۲۱مه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو د سږ کال لپاره د ''څو ژبنیو زدکړو په تړاو د ځوانانو غږونه'' تهیم ټاکلی دی.

د مورنۍ ژبې نړۍ والې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو خپله اعلامیه کې د ژبو وده کې د ځوانانو رول ته په اشارې ویلي ځوانان د ژبو دفاع او بیا را ژوندي کولو لپاره هڅې کوي، ډیجیټلي منځپانګه جوړوي، او له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي، چې ژبنی تنوع لا څرګنده او ارزښتمنه کړي.

ملګري ملتونه دغه راز د ځینو ننګونو یادونه هم کوي او په وینا یې، په نړۍ کې اوس هم ۴۰ سلنه زدکوونکي لا هم په هغه ژبه زدکړو ته لاسرسی نه لري چې دوی تر ټولو ښه پرې پوهېږي او په دې لړ کې تر ټولو ډېر زیان کډوالو، د لږکیو اړوند او د ځینو سیمو بومي اوسېدونکو ځوانانو ته رسېږي.

ملګرو ملتونو د دې تشې ډکولو لپاره پر داسې تعلیمي پالیسیو او کړنو ټینګار کړی چې ژبنۍ زدکړه د خپلو بنسټیزو اصولو برخه وګرځوي، او شمولیت، برابري او د ټولو لپاره اغېزمنه زدکړه تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان یونېسکو ادارې د اټکل له مخې په نړۍ کې اته زره ۳۲۴ ژبې شته چې یا ویل کېږي او یا هم د اشارې له لارې کارول کېږي. د یونېسکو مسوولینو په وینا له دې ټولګې نژدې اووه زره ژبې لا هم کارېدونکې دي، خو یوازې څو سوه ژبو ته په تعلیمي نظامونو او عامه ډګر کې ریښتینی ځای ورکړل شوی، او له سلو هم لږې ژبې په ډیجیټلي نړۍ کې کارول کېږي.

د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند امیر د مورنۍ ژبې شهیدانو یادګار ته درناوی وړاندې کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند امیر 'د مورنۍ ژبې شهیدانو یادګار' ته درناوی وړاندې کړ.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځې د لمانځلو پيل په ۱۹۵۲ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۱مه له یوې پېښې سره تړاو لري. په دې کال کې د بنګله دېش په ډهاکه پوهنتون کې د بنګالي محصلینو له لوري پر خپله ژبه د زدکړو د غوښتنې پر لاریون د هغه مهال پاکستاني پولیسو ډزې وکړې او یو شمېر ښوونکي او محصلین پکې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو کولتوري سازمان یونسکو په ۱۹۹۹ کې همدغه ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله، چې وروسته د دې سازمان عمومي اسمبلۍ هم تصویب کړه او له هماغه مهاله د پښتونخوا او افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

بنګله‌ دېش کې بیا هر کال د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د غورځنګ شهیدان رسماً یادېږي. تېره شپه د بنګله‌ دېش اپوزېسیون مشر او د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند امیر شفیق الرحمان د مرکزي شهید منار یادګار ته ورغلی و او د مورنۍ ژبې غورځنګ هغو کسانو ته درناوي مراتب وړاندې کړل، چې په دې مبارزه کې وژل شوي وو.

د بنګله‌ دېش ولسمشر محمد شهاب الدین او نوي ټاکل شوي لومړي طارق الرحمان هم خپل درناوی وړاندې کړ. دغو ټولو مشرانو د فبرورۍ د ۲۰مې او ۲۱مې نېټې تر منځ شپې مهال د شهیدانو یاد تازه کړ.

بنګله‌دېش کې هر کال د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د غورځنګ شهیدان یادېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د جماعت اسلامي مشر د درناوي لپاره د مرکزي شهید منار ته ورځي.

'افغانستان کې ۱۱ زره ټوکه کتابونه چاپ شوي'

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د دوی حکومت له تېرو دریو کلونو راهیسې د رسمي ژبو ترڅنګ د سیمه ییزو ژبو د پایښت لپاره پاموړ هڅې کړې دي.

نوموړي 'حریت' راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، ''له تېرو دوه – درې کلونو راهیسې د دې (سیمه ییزو) ژبو املايي لارښود، ولسي ادبیاتو، الفبا او بیاکتنې برخه کې په کافي اندازه اقدامات شوي دي.''

ښاغلی خبیب وايي، له مسلکي ادارو سره په همغږۍ یې په افغانستان کې د ۳۰ ژبو خوندیتوب او بډاینې لپاره ۱۱ زره ټوکه کتابونه چاپ کړي، چې په خبره یې په دې لړ کې تر ډېره پر محلي یا سیمه ییزو ژبو تمرکز شوی دی.

بل لور د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله د پېښور پوهنتون له ځینو استادانو او محصلینو سره غږېدلی، چې وايي، دې وروستيو کې په پېښور کې د پښتو ژبې پرمختګ او خوندي ساتلو لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

د پېښور پوهنتون استادان او محصلين وايي، په عصري دور کې د مورنۍ ژبې له ارزښته "انکار نه شي کېدی".

دوی د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د حکومت لخوا پر اخيستل شویو ځينو ګامونو خوښي څرګنده کړې، چې په وینا یې دا به د پښتو ژبې خوندي ساتلو کې مرسته وکړي خو په دې برخه کې نور کار ته هم اړتيا شته.

پېښور کې د پښتو اکاډیمۍ مشره فرخنده حیات وايي: ''خیبر پښتونخوا حکومت په دولتي او شخصي ښوونځیو کې د لازمي مضمون په توګه شامله کړې ده او داسې به زموږ ژبه خوندي پاتې شي، ځکه تاسو ته معلومه ده، چې حالات داسې دي، چې کوم مضمون یا کومه ژبه د عاید وسیله نه وي، نو هغه ختمېږي، نو د دې ژبې ژوندي ساتلو لپاره دا ډېر مهم اقدام دی.''