جرمني کې د چړې برید کې یو ماشوم او یو سړی وژل شوي، پولیسو یې په تړاو یو افغان نیولی

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, الیکس بوائید
- دنده, بي بي سي
د جرمني په یوه پارک کې د چړې برید له کبله یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی وژل شوي دي. ځايي پولیسو تائید کړې، چې له دې برید وروسته یې د اشافنبورګ سیمې په باواریا ښار کې یو ۲۸ کلن افغان نیولی دی.
د دې پېښې دوه سخت ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
د باواریا کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن وايي، مشکوک بریدګر له دې مخکې لږ تر لږه درې ځله د تاوتریخجن چلن له کبله توقیف شوی، خو له رواني درملنې وروسته خوشی شوی و.
د دې سړي د پناه غوښتنې عریضه رد شوې وه او په پام کې و، چې افغانستان ته واستول شي. دا په تېرو څو میاشتو کې جرمني کې د چاکو بریدونو تازه پېښه وه او د دغه هېواد له فدرالي ټولټاکنو ایله څو اونۍ مخکې شوې، چې د فبرورۍ پر ۲۳ مه به کېږي.
ځايي پولیسو د پېښې تفصیل په هکله ویلي، د فرانکفرټ ښار په سویل ختیځ ۳۶ کیلومترۍ کې له ځايي مهال سره سم پر ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې په اشافنبورګ نومي پارک کې رامنځته شوې.
یواخیم هرمن په یوه اعلامیه کې ویلي، په برید کې د وړکتون ماشومان، ځینې نور کسان او پارک ته نژدې یو بل ماشوم هم ټپي شوی دی. د باوارین ایالتي مشر مارکوس سودیر دا برید ''یو بزدلانه او د کرکې وړ کار'' بللی.
د جرمني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې مشکوک بریدګر د رواني ناروغیو مخینه لري. ښاغلی سودیر وايي، وژل شوی ماشوم مراکش الاصله و او هغه سړی چې وژل شوی جرمن و، چې ''د پېښې پر مهال په هغه ځای کې و.''
نوموړي د دې سړي په هکله ویلي، چې د برید مخنیوي هڅه یې کړې او '' خپل مدني شجاعت یې د خپل ژوند په بیه ادا کړ.''
بریدګر د پېښې ځای ته نژدې نیول شوی دی. مسوولین وايي، یو بل سړی هم په لومړي سر کې همالته نیول شوی و، خو اوس د عیني شاهد په حیث ورسره چلن کېږي.
چارواکو دغه راز ویلي، د مشکوک کس د مېشت ځای له تالاشۍ داسې څه نه دي موندل شوي، چې ګواکې ده له سخت دریځۍ الهام اخیستی.
پولیس وايي، خلک له کوم خطر سره مخامخ نه دي.
پولیس وايي، دوی د پېښې شالید او انګیزې په هکله پلټنې کوي، چې تر اوسه څرګند نه دي. ویل کېږي، مشکوک بریدګر د پناه غوښتونکو په یوه مېشت ځای کې اوسېدلی.











