تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ځینې هېوادونه فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه نه پېژني؟
په یوه همغږې اعلامیه کې د تېر۲۰۲۴ کال د مۍ پر ۲۲مه، اسپانیا، ناروې او ایرلنډ اعلان وکړ چې د مې پر ۲۸مه به دوی د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
د فلسطین مشرانو دا پرېکړه په خوښۍ ومنله او د فلسطین د ازادۍ سازمان دا یوه "تاریخي شېبه" وبلله.
هغه هېوادونه چې د فلسطین د دولت د جوړېدو ملاتړ کوي، باور لري چې دا به د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته وده ورکړي.
خو اسرائیلو سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې د دغو درېیو هېوادونو سفیران به وروبولي چې د اکټوبر د ۷مې بریدونو یوه ویډیو وګوري.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز وویل: "تاریخ به دا ولیکي چې اسپانیا، ناروې او ایرلنډ د حماس وژونکو او جنسي تېریګرو ته د سرو زرو مډال ورکړ."
اسرائیل د فلسطین دولت په رسمیت نه پېژني او اوسنی اسرائیلي حکومت لوېدیځه غاړه او غزه کې د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالفت کوي. دوی استدلال کوي چې دا ډول یو دولت به د اسرائیل د شتون لپاره یو ګواښ وي.
کوم هېوادونه فلسطین د یو دولت په توګه پېژني؟
لږ تر لږه ۱۴۰ هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني، چې پکې د ملګرو ملتونو د عربو هېوادونو ډله، د اسلامي همکاریو سازمان او د ناپېیلو غورځنګ غړي هېوادونه شامل دي.
خو ډېر نور هېوادونه لکه امریکا، بریتانیا، فرانسه، جرمني او استرالیا لا هم فلسطین د یو رسمي دولت په توګه نه پېژني.
اسټرالیا ویلي ښايي فلسطین په رسمیت وپېژني، چې له اسرائیل سره د دوو دولتونو د حللارې لپاره هڅې ګړندۍ شي.
په مارچ میاشت کې، د اسپانیا، ایرلنډ، مالتا او سلوانیا مشرانو د اروپايي اتحادیې د سرمشریزې پر مهال یو ګډ بیان خپور کړ، ویې ویل دوی به هغه وخت د فلسطین د دولت د رسمیت لپاره کار وکړي چې "موکه مناسبه وي".
د دې اعلان ترمخه، یوازې نهه اروپايي هېوادونه د فلسطین دولت ته ملاتړ ورکړی و، چې اکثرو یې دا پرېکړه په ۱۹۸۸ کال کې کړې وه، هغه مهال چې د پخواني شوروي اتحاد د بلاک برخه وو.
د اسپانیا، ناروې او ایرلنډ همغږې پرېکړه شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې وشوه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنې په اړه رایه ورکړه.
امریکا، چې د اسرائیل یو پخوانی او نژدې متحد دی، دا پرېکړه ویټو کړه، خو د شورا له ۱۵ غړو ۱۲ یې ملاتړ وکړ، چې پکې درې د امریکا متحدین هم شامل وو: فرانسه، جاپان او سوېلي کوریا. بریتانیا او سویس بېپرې پاتې شول.
که امنیت شورا دا پرېکړه منظوره کړې وای (چې الجزایر وړاندې کړې وه)، نو بیا به د ملګرو ملتونو عمومي جرګې پرې رایه ورکړې وه، چې هلته د فلسطین د غړیتوب لپاره دوهپر درې اکثریت ته اړتیا ده.
د امنیت شورا پرېکړه یوازې هغه وخت تصویبېږي، چې د پنځو دایمي غړو (امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې او چین) له خوا هېڅ یو ویټو ونهشي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د امریکا ویټو "غیراخلاقي" وبلله، خو اسرائیل دا کار وستایه او دا پرېکړه یې "شرموونکې" یاده کړه.
له رایې ورکولو وروسته، ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال استازي رابرټ ووډ شورا ته وویل:
"متحده ایالات لا هم د دوو دولتونو د حل قوي ملاتړ کوي. دا رایه د فلسطین د دولت مخالف نه ده، بلکې دا دا ښيي چې فلسطیني دولت باید د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې رامنځته شي."
ولې ځینې هېوادونه فلسطین د دولت په توګه نه پېژني؟
هغه هېوادونه چې تر اوسه یې فلسطین د یو رسمي دولت په توګه نه دی پېژندلی، زیاترو یې دا کار ځکه نه دی کړی چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ کومه هوکړه یا رسمي سیاسي حللاره نه ده رامنځته شوې.
فواز جرجس، چې د لندن اقتصاد ښوونځي (LSE) کې د نړیوالو اړیکو او د منځني ختیځ د سیاست استاد دی، وایي:
"سره له دې چې امریکا تل د فلسطین د دولت جوړېدو یادونه کوي، خو دا ټینګار کوي چې باید د اسرائیل او فلسطین ترمنځ مستقیمې خبرې وشي - چې دا په عمل کې د فلسطینیانو د خپلواکۍ د هڅو لپاره اسرائیل ته د ویټو حق ورکوي."
د سولې خبرې اترې په ۱۹۹۰مو کلونو کې پیل شوې او هدف یې د دوو دولتونو حللاره وه، چې فلسطینیان او اسرائیلیان باید په دوه جلا هېوادونو کې د یو بل تر څنګ ژوند وکړي.
خو دا بهیر له ۲۰۰۰مو کلونو په ورو ورو ټکنی شو او په ۲۰۱۴ کې بیا په واشنګټن کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې ناکامې شوې.
تر نن ورځې پورې، یو شمېر ډېر مهمې مسئلې لا هم نه دي حل شوې، لکه:
- د راتلونکي فلسطیني دولت سرحدونه او طبیعت،
- د بیتالمقدس (یروشلم) حیثیت،
- او د ۱۹۴۸-۴۹ جګړې فلسطیني کډوال، چې د اسرائیل له رامنځته کېدو وروسته بېځایه شوي وو.
اسرائیل په کلکه د ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب هڅو مخالفت کوي.
په ملګرو ملتونو د اسرائیل استازي ګیلاد اردان د اپرېل په پیل کې فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې:
"دا چې دا بحث روان دی، دا خپله د نسلوژنې ترهګرۍ یوه بریا ده" او زیاته یې کړه چې که دا هڅه بریالۍ وای، نو دا به د حماس د اکتوبر د ۷مې له بریدونو وروسته ترهګرۍ ته انعام ورکول وای.
هغه هېوادونه چې غواړي له اسرائیل سره ښې اړیکې وساتي، پوهېږي چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندل به یې دا متحد هېواد وپاروي.
ځینې هېوادونه، چې د اسرائیل ملاتړ کوي، دا استدلال کوي چې فلسطینیان د ۱۹۳۳ د مونتېوېډیو کنوانسیون له مخې د دولت جوړېدو قانوني شرایط نه پوره کوي، هغه چې دا څلور شرطونه لري:
- دایمي نفوس،
- ټاکلی جغرافیایي قلمرو،
- حکومت،
- او له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو وړتیا.
خو یو شمېر نور هېوادونه یو نرم تعریف مني او د دولت پېژندنې لپاره د نورو هېوادونو له خوا د سیاسي پېژندنې پر اهمیت ټینګار کوي.
په ملګرو ملتونو کې فلسطیني سیمې کوم حیثیت لري؟
فلسطینیان هممهاله د " څارونکي غړي " دولت موقف لري، لکه څنګه چې "هولي سي" هم همدا موقف لري.
په ۲۰۱۱ کال کې، فلسطین هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو بشپړ غړی شي، خو دا هڅه ناکامه شوه ځکه چې د امنیت شورا کې یې کافي ملاتړ نه درلود او دا غوښتنه هېڅکله رایې ته وړاندې نه شوه.
خو په ۲۰۱۲ کال کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین موقف د "نارسمي غړي یا څارونکي دولت" ته لوړ کړ. دا موقف دوی ته دا واک ورکوي چې د اسمبلۍ په بحثونو کې برخه واخلي، خو د پرېکړه لیکونو لپاره د رایې ورکولو حق نه لري.
د ۲۰۱۲ دا پرېکړه، چې په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې تود هرکلی وشو، امریکا او اسرائیل بیا پرې نیوکه وکړه. دغه پرمختګ فلسطینیانو ته دا زمینه هم برابره کړه چې د نورو نړیوالو سازمانونو غړیتوب واخلي، لکه د جزا نړیواله محکمه (ICC)، چې هغوی په ۲۰۱۵ کال کې ورسره یو ځای شول.
خالد الجندي، چې د واشنګټن د منځني ختیځ د مطالعاتو انستیتیوت کې د فلسطین او د فلسطین-اسرائیل د چارو د پروګرام مشر دی، وایي:
"د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب به فلسطینیانو ته زیات سیاسي نفوذ ورکړي - لکه د پرېکړهلیکونو وړاندیزول، په عمومي اسمبلۍ کې د رایې ورکولو حق (چې دا مهال یې نه لري) او بالاخره کېدی شي د امنیت شورا غړیتوب یا رایه هم ترلاسه کړي."
خو هغه زیاتوي: " دا هېڅ یو دا نه شي کولی چې د دوو دولتونو حللاره عملي کړي - دا کار یوازې هغه وخت ممکن دی چې د اسرائیل اشغال پای ته ورسېږي."
په لندن کې د ختیځې او افریقایي مطالعاتو ښوونځي کېګلبیر اچکار چې د پراختیا مطالعاتو او نړیوالو اړیکو استاد دی، باور لري چې:
"دا به تر ډېره حده یوه سمبولیکه بریا پاتې شي، د ۱۹۶۷ کال د اشغال شویو سیمو په یوه کوچنۍ برخه کې د بې واکه 'فلسطینۍ ادارې' د واقعیت پر وړاندې د 'فلسطینۍ (دولت)' په رسمیت پېژندل په بشپړ ډول په اسرائیلو پورې تړلي دي." هغه زیاته کړه چې "دا چاره له ' خپلواک فلسطیني دولت' څخه نوي نوري کاله لرې ده".