جاپان کې به هغه بایسکل چلوونکي سزا ویني، چې د بایسکل چلولو پر مهال په موبایل کې خبرې کوي

د کورونا وبا پر مهال د عامه ټرانسپورټ پرتله بایسلکونو ته د جاپانیانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، د کورونا وبا پر مهال د عامه ټرانسپورټ پرتله بایسلکونو ته د جاپانیانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

په جاپان کې د هغه سخت نوي قانون له مخې ،چې د جمعې پر ورځ نافذ شو، هغه کسان تر شپږ میاشتو زنداني کېدای شي، چې د بایسکل چلولو پر مهال په ګرځنده ټیلیفون کې خبرې کوي.

د ترافیکي قوانینو دغو بیا ارزول شوېو مادو له مخې به محکوم شوي کسان یا شپږ میاشتې په زندان کې تېروي او یا به سل زره ین (۶۵۵) ډالر جریمه ورکوي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د بایسکلونو ترافيکي پېښې له هغه وروسته زیاتې شوې، چې د کورونا وبا پر مهال ډېرو جاپانیانو کې د عامه ښاري ټرانسپورټ پر ځای پر بایسکل سفر کولو ته لېوالتیا زیاته شوه. اوس چارواکي هڅه کوي، چې د بایسکل سپرو لپاره یو نظم رامنځته کړي او مقررات وضع کړي.

د نويو قوانینو له مخې ، د بایسکل سپرلۍ پر مهال د ټیلیفون کاروونکو تر څنګ هغه کسان هم محکومېږي، چې د بایسکل چلولو پر مهال یې الکولي مشروبات کارولي وي. د غه ډول بایسکل سپرو لپاره د درې کاله زندان او یا هم پنځه سوه زره ین (۳۲۷۸ډالر) جریمه ټاکل شوې ده.

له هغه څو ساعته وروسته ،چې دغه قانون پلی شو، د جمعې پر ورځ د جاپان اوساکا ښار چارواکو له دې قانونه د سرغړونې پنځه پېښې تائید کړې. د پولیسو په خبره په دې کې د دوو هغو بایسکل سپرو نیولو پېښې هم شاملې دي، چې شراب یې څښلي وو او بایسکلونه یې چلول. په دې پېښو کې یوه بایسکل سپاره سړي له بل بایسکل سره ټکر هم کړی، خو ویل کېږي، چې هېڅ یو هم خوږ شوی نه دی.

د نویو اصولو له مخې به هغه کسان تر یوه کال پورې زنداني کېږي، یا به ۳۰۰ زره ین (۲۰۰۰ ډالر) جریمه کېدای شي، چې بایسکل ټکر کوي.

په داسې حال کې چې په جاپان کې د ترافيکي پېښو شمېر ښايي په کمېدو وي، خو د بایسکلونو د ټکرونو پېښې په ډېرېدو دي. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په ۲۰۲۳ کال کې په جاپان کې د بایسکلونو د ټکر ۷۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي، چې په هېواد کې د ټولټال ترافیکي پېښو ۲۰ سلنه جوړوي.