'کاشکي له افغانستانه سیالیو ته تللې وای'

د ویډیو تشریح، 'کاشکي له افغانستانه سیالیو ته تللې وای'
'کاشکي له افغانستانه سیالیو ته تللې وای'

فریبا او یولدوز هاشمي، هغه افغان بایسکل ځغلوونکې ښځې دي چې د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره د پاریس ۲۰۲۴ اولمپیک سیالیو کې سیالي کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي ټیم دا ۲۱ او ۲۴ کلنې خویندې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ایټالیا ته کډوالې شوې او هلته یې د بایسکل ځغلونې تمرین ته دوام ورکړی.