تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د جنوبي کوریا ولسمشر بېړنی پوځي حکومت اعلان کړ؟
- Author, فرانسېز مواو او جېک کوان
- دنده, بي بي سي
د زیاتېدونکي سیاسي فشار تر مخه سې شنبې شپه د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول په دې هېواد کې مارشل لا یا پوځي حکومت اعلان کړ. دا په تېرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل وو چې جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي. یوازې څو ساعته وروسته نوموړی له خپلې دې پرېکړې په شا شو، ځکه پارلمان یې په مخالفت رایه ورکړه.
د پوځي حکومت د اعلان پر مهال نوموړي د دې پرېکړې تر شا ملي امنیت او د شمالي کوریا له لورې ګواښ مهم لاملونه وبلل، خو وروسته په ډاګه شوه چې یون سوک یول دا پرېکړه د سیاسي موخې لپاره کړې وه.
شنونکي وايي، نوموړي هڅه کوله چې پر ده د زیاتېدونکي سیاسی فشار د کمولو لپاره بېړنی پوځي حکومت اعلان کړي. خو دا پرېکړه یې د پارلمان مخې ته د پراخ احتجاج لامل شوه او په څو ساعتونو کې پارلمان د رايو په اکثريت د پوځي حکومت اعلانېدل رد کړل ځکه په وینا یې غیر قانوني پرېکړه وه.
څه وشول؟
سې شنبې شپه د پوځي حکومت اعلان پر مهال ولسمشر یون د اپوزیسیسون له خوا سیاسي بریدونو ته په اشاره وویل : "غواړي د حکومت ضد کړۍ وځپي ځکه بې نظمي یې جوړه کړې."
لنډ مهال لپاره پوځ واکمن شو او له امله یې ګڼ شمېر پوځیان او پولیس د پارلمان ودانۍ ته واستول شول. څرخي الوتکې ولیدل شوې چې د ملي اسمبلۍ ودانۍ ته ورځي.
پوځ وینا پاڼه خپره کړه او د پارلمان او سیاسي ګوندونو پر راټولېدو یې بندیز ولګاوه. وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي وو چې رسنیزې خپرونې به د پوځ تر کنترول لاندې وي.
خو د جنوبي کوریا سیاسي مخالفینو یا اپوزیسیون سملاسي د ولسمشر یون دا پرېکړه غیر قانوني او د اساسي قانون خلاف وبلله. د ولسمشر یون د خپل ګوند مشر هم د ده دا پرېکړه ناسم ګام بللی.
وروسته بیا د مخالف دیموکرات ګوند مشر لي جي میونګ پر خپلو غړو غږ وکړ چې پارلمان کې د دې پرېکړې په مخالفت رایه ورکړي.
نوموړي پر عامو وګړو هم غږ وکړ چې د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاج وکړي.
ده خپله وینا کې وویل: "ټانکونه، زغروال ګاډي او په وسلو سمبال پوځیان به مو پر هېواد واکمن وي... زما هېوادوالو، لطفآ د پارلمان ودانۍ ته راشئ."
سلګونه خلکو د ده غږ ته ځواب ووایه او د پارلمان ودانۍ مخې ته ورغلل. احتجاجیانو د پوخي حکومت نه منو نارې وهلې. ځايي رسنیو د ځینو احتجاجیانو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب انځورونه هم خپاره کړل. خو د پراخ شمېر پوځیانو په شتوالي کې هم دا ترینګلتیا په تاوتریخوالي وانه وښته.
د پارلمان غړي وتوانېدل چې له خنډونو واوړي او ځانونه د پارلمان ودانۍ د رایې مرکز ته ورسوي. د شپې څه باندې یوه بجه د پارلمان ۱۹۰ غړو د ولسمشر یون د پوځي حکومت په مخالفت رایه ورکړه او دا پرېکړه یې غیرقانوني وبلله.
مارشل لا یا پوځي حکومت څومره اغېز لري؟
مارشل لا هغه وخت پلي کېږي چې بېړنیو حالتونو کې د لنډ مهال لپاره پوځ ته د حکومت چارې وسپارل شي.
جنوبي کوریا کې تېر ځل ۱۹۷۹ کال کې هغه مهال پوځ ته د حکومت واګې ترلاسه کړې چې اوږد مهاله پوځي دېکتاتور پارک چنګ هي د یوې کودتا پر مهال ووژل شو. جنوبي کوریا ۱۹۸۷ کې دیموکراسي پیل شوه او له هغه راهیسې هلته پوځي حکومت یا مارشل لا نه ده اعلان شوې.
خو د سې شنبې پر ورځ یې ولسمشر یون سوک یول ولس ته د یوې ټلویزیوني وینا پر مهال دا کار وکړ. یون د جنوبي کوریا د پخوانیو ولسمشرانو پرتله شمالي کوریا پر وړاندې سخت دریځ لري او خپل سیاسي مخالفین یې دغه هېواد سره په خواږۍ تورن کړي، البته په دې تړاو یې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.
د مارشل لا پر مهال پوځ ته اضافه واکونه ورکول کېږي او تر ډېره ولسي حقونه له منځه ځي او د قانون پلي کولو معیارونه هم بدل وي.
د مخالف ګوند د سخت دریځ تر شا لاملونه څه دي؟
یون مې ۲۰۲۲ کال کې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه خو د روان کال عمومي ټاکنو کې د مخالف ګوند لوی بري خپل کړ او له هغه راهیسې یې حکومت ستونزو سره مخ دی. حکومت یې نه دی توانېدلی چې پارلمان کې نوي قوانین او مسودې تائید کړي او پر ځای یې یوازې دې ته ناست دی چې د مخالف ګوند منل شویو مسودو مخالفت وکړي.
د ولس تر منځ یې محبوبیت هم کم شوی ځکه د فساد تورونه هم پرې دي. پر ښځې یې تور دی چې وړیا ډالۍ یې اخېستي او د ونډو له بازاره په ناسم ډول د ګټې اخېستو تورونه هم پرې شته.
دې تېره میاشت اړ شو چې پر ملي ټلویزیون بخښنه وغواړي او ویې ویل چې یوه کمېټه به ګماري چې د لومړۍ مېرمنې کړنې وڅاري. خو ده د پراخې پلټنې غوښتنه رد کړه. دا اوونۍ بیا مخالفو ګوندونو د ده د حکومت بودیجه راکمه کړه او د بودیجې په تړاو د وړاندیز شویو مسودو مخنیوی یا ویټو ناشونی دی. دې سره هم مهاله مخالفو اپوزیسیون د لومړۍ مېرمنې په اړه د نه پلټنې لا امله د کابینې ځینې غړي لوړپوړي څارنوالان استیضاح کړل.
اوس به څه کېږي؟
د یون دا ګام ډېرو لپاره حیرانوونکی وو او له هغه راهیسې حالت په چټکۍ بدلېږي. خو مخالف ګوند په چټکۍ خپل غړي پارلمان ته وروغوښتل او وتوانېدل چې د یون دا پرېکړې د رایې له لارې رد کړي.
سره له دې چې پلازمېنه سیول کې پراخ شمېر پوځ او پولیس ګمارل شوي وو خو داسې ښکارېدل چې پوځ د حکومت واګو په ترلاسه کولو نه وو توانېدلي.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې حکومت باید هغه مهال پوځي واک یا مارشل لا ختمه کړي چې پارلمان کې یې اکثریت په مخالفت رایه ورکړي. دا قانون پوځي واکمن هم د قانون جوړوونکو او پارلمان غړو له نیولو منع کوي.
لا ښکاره نه ده چې اوس به څه کېږي. د پارلمان مخې ته راټول شویو احتجاج کوونکو د یون سوک یول د نیولو غوښتنه هم کوله. د ولسمشر یون دې ګام ټول هېواد هيښ کړی دی.