امریکا په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له امله پر یو شمیر اسرائیلو بندیزونه لګولي

    • Author, ګاریټ ایوانز او ټام بیټمن
    • دنده, واشنګټن کې د بي بي سي خبریالان

دغه بندیزونه د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن لخوا د لویدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو کې په میشتو څلورو اسرائیلي وګړو لګولي.

یاد اسرائیلي وګړي تورن دي چې په نیول شوې لویدیځه غاړه کې یې پر فلسطینیانو بریدونه کړي.

په دې اړه ښاغلي بایډن یو پراخ حکم لاسلیک کړ چې وايي، په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی "نه زغمل کېدو" کچې ته رسیدلی.

ددې بندیزونو له مخې به دا تورن کسان نشي کولای په امریکا کې شتمنیو، کورونو او مالي سیستم ته لاسرسی ولري.

له هغې راهیسې چې د اکتوبر پر ۷مه حماس پراسراییلو بیساری برید وکړ په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی ناڅاپه ډیر شوی دی.

د ملګرو ملتونو یو رپوټ وايي له هغې راهیسې تقریبا ۳۷۰ تنه فلسطینیان په لویدیځه غاړه کې وژل شویدي. ملګري ملتونه وايي ډیری دغه کسان د اسرائیلي ځواکونو لخوا وژل شويدي خو لږترلږه اته تنه یې هلته میشته اسرائیلیانو وژلي دي.

د ولسمشر بایډن دا نوی اجرايي حکم پدې معنا دی چې د متحدو ایالتونو حکومت کولای شي پرهر هغه بهرني وګړي باندې بدیزونه ولګوي چې پر فلسطینیانو بریدونه کوي، ګواښوي یې یا یې شتمنۍ نیسي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت دغه ډول بندیزونه لګوي. یو بې ساری ګام چې اسرائیلیانو ته متوجه دی.

دا ګام داسې مهال اخیستل کیږي چې ښاغلی بایډن د میشیګن ایالت ته ځي چېرته چې ډیر شمیر عرب امریکایان ژوند کوي او له اسرائیلو نه د ښاغلي بایډن پر ملاتړ نیوکه لري.

د عربو امریکایانو انسټیټوټ چې د عرب وګړو د حقونو دفاع کوي ویلي چې د منځني ختیځ له جګړې راهیسې، له دموکرات ګونده د عربو امریکایانو ملاتړ کچه چې په ۲۰۲۰م کال کې ۵۹ سلنه وه اوس ۱۷ سلنې ته ټیټه شوې.

د پنج شنبه په ورځ د بایډن حکومت یو مشر مامور وویل چې ولسمشر په وار وار له اسرائیلي چارواکو سره خبرو کې په" اشغال شویو سیمو کې" د میشتو اسرائیلي وګړو لخوا د تاوتریخوالي په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

د ولسمشراجرايي حکم دې ته لاره پرانیزي چې امریکا به په راتلونکې کې څنګه په لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو باندې د نورو دغسې بریدونو په هکله غبرګون ښیي. تیرکال پر ځینو کسانو د ویزې محدودیتونه هم لګول شوي وو خو دا وروستی اقدام یې نوی هغه دی.

ښاغلي بایډن کانګرس ته په یو لیک کې استدلال کړی چې "د لویدیځې غاړې حالات- په تیره بیا د میشته اسراییلیانو لخوا د تاوتریخوالي ډیریدل، د خلکو په زور شړل، د کلیو، ودانیو ویجاړول- نه زغم کچې ته رسیدلي چې دا د سیمې سولې، امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی."

یوه مشر امریکایي مامور وویل د بندیزونو دا لومړی پړاو د هغو څلورو کسانو پرضد دی چې" نېغ په نېغه یې یې په تاوتریخوالي کې لاس درلود، په مکرر ډول یې خلک ګواښلي ،ودانۍ یې ویجاړې کړې او په زور د فلسطیني ټولنو د بیځایه کیدو سبب شوي دي."

هغه ویلي یو کس بغاوت پیل او رهبري کړی چې د حوارا په ښار کې یې د فلسطیني ملکي وګړو د وژلو سبب شو، او یو بل کس د ډبرو او کوتکو په وسیله پرخلکو برید کړی و.

امریکايی مامور زیاتوي چې د ولسمشر دا حکم "یو توپیري چلند نه دی" بلکې په ټولو هغو کسان چې که اسرائیل وي یا فلسطینیان او په تاتریخوالي او ترهګریزو کړنو کې لاس ولري عملي کېږي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د یادو څلورو اسرائیلیانو نومونه هم په ډاګه کړي چې بندیزونه ورباندې لګول شوي: ۲۹ کلن ډیویډ چای چاسدايي، ۳۱کلن ینون لیوي، ۲۱کلن اینان تانجیل، او۳۲کلن شالوم ذاکرمن.

درې تنه یې د لویدیځې غاړې میشته اسرائیلیان و او یو کس یې د نیول شوې سیمې پولې ته څیرمه ژوند کاوه.

امریکايي بندیزونه پر هغو امریکايي اتباعو باندې نشي لګول کیدای، چې ګومان کیږي په تاوتریخوالي کې به یې لاس لرلی وي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ماتیو میلر وویل متحد ایالتونه باور لري چې دا بندیزونه " به پر دغو څلورو کسانو باندې یو اغیز ولری" او تمه لري چې اسرائیل به هم "د میشته اسرائیلیانو لخوا د تاوتریخوالي مسئولو کسانو سره د حساب کولو په اړه نور ګامونه پورته کړي."

له اسرائيلو د بایډن ملاتړ له په عربو امریکایانو کې رایه ورکونکي بایللي

لنډه موده وروسته له هغې چې ښاغلي بایډن دا اجرايي حکم لاسلیک کړ، اسرائیلو پرې ناخوښي وښوده او وې ویل چې په لویدیځه غاړه کې ډیری میشته اسراییلیان"د قانون مطابق عمل کوي."

د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر وویل: "اسرائیل په هرځای کې د قانون ماتوونکو پرضد ګامونه اخلي، نو ځکه غیرعادي اقداماتو ته اړتیا نشته."

دا غبرګون د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د یو څرګند اختلاف یوه بله نښه ده.

دواړه مشران ډیر پخواني ملګري دي، خو په وروستیو اونیو کې یې، د فلسطین خپلواکه دولت جوړولو نظریې په اړه د نظر اختلاف څرګند کړی.

متحد ایالتونه باور لري چې د اسرائیلو ترڅنګ یو فلسطیني دولت" د دوو دولتونو حل لاره" د سیمې د اوږدې مودې ثبات لپاره اړین او مهم دی.

خو ښاغلي نتانیاهو په وار وار دا نظریه رد کړې، او سپینې ماڼۍ تیره میاشت ومنله چې متحد ایالتونه او د اسرائیلو حکومت "روښانه ده چې شیانو ته په جلا نظر ګوري."

دغو تبصرو د ځینو کړیو دا هیلې له منځه یوړې چې دا نښته ښايي ددې سبب شي چې اسرائیلي او فلسطیني مشران به دیپلوماتیکې خبرې اترې او د سولې په ټپه دریدلې پروسه بیا پیل کړي.