تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویلي افریقا کې ګاډی ګړنګ ته غورځېدلی، ۴۵ کسان پکې وژل شوي
- Author, پهیلان چتر جي
- دنده, بي بي سي
په سویلي افریقا کې چارواکي وايي، یو بس ګاډی نژدې ۵۰ متره ژور ګړنګ ته غورځېدلې او پکې ناست ۴۵ کسان مړه شوي دي.
د دې بس له سپرلیو یوازې یوه اته کلنه ماشومه ژوندۍ پاتې شوې، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده. د سویلي افریقا شمال ختیځ لیمپوپو ایالت کې دغه بس ګړنګ ته له غورځېدو وروسته اور واخیست.
په پېښه کې وژل شوي کسان له بوټسوانا راغلي وو او د مسیحيانو ایسټر مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره موریا نومي ښارګوټي ته روان وو.
د سویلي افریقا دولتي خبري شبکې (سابک) په رپوټ کې ویل شوي، د بس ګاډي ډرېور د مامتلاکالا غرنۍ سیمې یوه کنډو کې پر ګاډي کنټرول له لاسه ورکړی او له یوه پله لاندې غورځېدلی.
د پېښې په ځای کې د خاورو او کاڼو ښوېدو له کبله د مرستندویانو چارې هم ځنډنۍ شوې او د پېښې تر ځینو قربانیانو پورې مرستندویان د پنجشنبې پر مازدیګر هم نه وو رسېدلي.
د ټرانسپورټ وزیرې سینديسیوې چیکونګا چې د پېښې ځای ته ورغلې وه، د بس غورځېدو دې تراژیدۍ له کبله د پېښې قربانیانو له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړې وايي، سویلي افریقا حکومت به د مړو شویو کسانو کفن، دفن کې مرسته وکړي او د پېښې په تړاو به د معلوماتو یو ځای کولو لپاره مسوولین وګوماري.
دا وايي: ''په دې سخت ساعت کې زموږ خواخوږي او دعاوې له تاسې سره دي، موږ بیا هم غوښتنه کوو، چې هر وخت ګاډي باید په بامسوولیته توګه وچلول شي او په ځانګړې توګه په اوس وخت کې چې د ایسټر په مناسبت زموږ پر سړکونو د ګاډو شمېر د نور کله پرتله زیاتېږي.''