له ایرانه د افغان کډوالو اېستل: د هغو ۱۵ کورنیو غمیزه چې غړي یې په اور کې مړه شول

    • Author, عالیه رجایي او یاسین رسولي
    • دنده, بي‌بي‌سي

پلار، مور، څلور ماشومان، نیا، نیکه او د دوی دوه لوڼې هغه لویه لس کسیزه کورنۍ وه چې بس یې د هرات-کابل پر لار له لارۍ سره د ټکر له امله اور واخیست او دوی پکې لولپه شول.

دوی په هغو ۱۵ افغان کورنیو کې یوه وه چې له ایران را ستنه شوې وه. دا کورنۍ په دې بس کې تله او د زمري د ۲۸مې په ماښام په مرګونې پېښه کې مړه شوه.

د دې پېښې له تېرېدو څه باندې یوه میاشت وروسته هم له دې پېښې ژونديو پاتې شویو کسانو ته په دې اړه خبرې اسانه نه دي. بي بي سي د درېیو کورنیو له ژوندي پاتې شویو کسانو سره خبرې کړې دي.

فرمهر رحیمي بي بي سي ته وویل چې د هغه د خور کورنۍ ایران ته "د ښه ژوند یا لږترلږه د خوړلو او څښلو لپاره" تللې وه، خو دی یې بیا هم له دې کډوالۍ سره موافق نه و.

غلام علي سخا (نبي زاده) د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې یو کال وروسته له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د ایران وېزه ترلاسه کړه او د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې تهران ته لاړل.

د دوی څلورو ماشومانو کې البدر ۱۲ کلن، مهوش لس کلنه، جناره ۷ کلنه او عبدالرحمن ۵ کلن وو. دوو زدکوونکو ماشومانو یې د ایران په لومړنیو ښوونځیو کې داسې نارسمي زدکړې کولې چې په ازموینو کې یې ګډون نشو کولی.

غلام علي په افغان ملي اردو کې دنده کړې وه، خو په تهران کې یې د پښګرۍ یا اهنګرۍ په یوه کارځي کې کار کاوه. د هغه پلار غلام نبي، د باغ ساتونکی یا بڼوال و.

د نبي زاده کورنۍ د خپلې استوګنې وېزې "دوه ځله" نوې کړې، خو د قانوني استوګنې له پای ته رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو اتباعو او مهاجرو دفتر ورته وویل، چې باید له ایرانه ووځي. د فرمهر په وینا، دوی "مجبور شول" چې افغانستان ته ستانه شي.

فرمهر وايي نیکه، انا او دوو لوڼو سره له روانېدو مخکې یې وروستیو شېبو کې هڅه وکړه چې له پنځم نمبر بس څخه اوم نمبر بس ته ځانونه بدل کړي، چې ټوله کورنۍ یوځای شي. د څلورو کسانو یوه بله کورنۍ هم په دې سلا شوه چې دوی ته خپل ځای پرېږدي چې یوځای سفر وکړي.

دغه کورنۍ بختوره وه، که څه هم نومونه یې د مړو په لومړني لېست کې وو، خو د بس له بدلولو سره خوندي تر منزل ورسېدل.

فرمهر وايي کله چې د کابل سردار داود خان روغتون ته د سوځېدلو جسدونو د ترلاسه کولو لپاره لاړ، نو مړي د پېژندلو نه وو.

فرمهر زیاتوي: "د غلام نبي یوه خور میندواره وه او ډاکټرانو د هغې په معلومولو دا کورنۍ وپېژندله."

"له بده مرغه لس کسان مو له لاسه ورکړل."

دوی د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په شتر جنګل کلي کې خاورو ته وسپارل شول.

د ایران کورنیو چارو وزیر: سږ کال باید دوه میلیونه افغانان ستانه شي

دې مرګونې پېښه کې ۱۵ کورنۍ مړه شول، چې ۱۷ ماشومان هم پکې وو. دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۸مه د پنجشنبې په ماښام وشوه.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د کډوالو لېږدوونکي بس د پېښې د قربانیانو شمیر ۷۹ تنه ښودلی، چې پکې د بس او لارۍ چلوونکي او په موټرسایکل سپاره دوه کسان هم شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په وینا، په بس کې سپاره ډېری کسان "له ایران اېستل شوي افغان کډوال وو".

د ایران حکومت هوډ لري چې له دغه هېواد د افغانانو جبري اېستلو ته دوام ورکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په خبره، دا کار "د انساني کرامت او د ګاونډیانو د درناوي په پام کې نیولو سره ترسره کېږي."

د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د ۱۴۰۴ د جوزا په ۲۷ په دې هکله وویل: "په لومړي ګام کې نژدې دوه میلیونه هغه کډوال په پام کې نیول شوي چې له قانوني اسنادو پرته هېواد ته راغلي. اوس مهال له شپږو میلیونو ډېر افغان وګړي په ایران کې شته."

"ټول ژوند مې له منځه لاړ"

د دایکندي ولایت د میر امور ولسوالۍ اوسېدونکی محمد علي میرزایي د ایران په قم ښار کې څلور کاله ساختماني کارګر و او تېر کال یې مېرمن شفیقه او درې ماشومان هم ورغلل.

هغه وايي: "ټول ژوند مې له منځه لاړ."

محمد علي بي بي سي ته وویل چې مېرمن او درې ماشومان یې په بس کې وسوځېدل. هغه پخپله د چنګاښ په ۱۷مه چې د محرم له۱۲مې سره برابره ده د ایران پولیسو ونیو او افغانستان ته یې ستون کړ.

محمد علي زیاتوي څو ځله یې هڅه وکړه چې بېرته ایران ته لاړ شي، خو ناکام شو، ځکه یې مېرمن او ماشومان هم افغانستان ته روان شول. شفیقه ۳۱ کلنه وه او په ماشومانو کې یې جواد ۱۲ کلن او دوه لوڼې یې اوه او درې کلنې وې چې په دې پېښه کې ورسره مړې شوې.

محمد علي وايي جسدونه یې د پیژندلو نه وو، یوازې د بس د څوکیو د شمېرو په مرسته یې وپېژندل.

د افغانستان د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ یو ۵۱ کلن دور محمد محمدي نژدې څلور کاله دمخه د کار لپاره ایران ته کډوال شوی و. هغه په دې موده کې د تهران ښار په یوه سوداګریزه ودانۍ کې د ساتونکي یا ګارډ په توګه کار کاوه.

هغه او مېرمن یې ۴۸ کلنې ګل افروز او د دوی لور ۲۳ کلنې مریم محمدي هم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دور محمد ورور محمد اسلم له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د استوګنې مودې د پای ته رسېدو له امله یې خپل هېواد ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه او ټاکلې وه چې د دواړو وروڼو کورنۍ یوځای ستنې شي.

خو د محمد اسلم کورنۍ له دوی سره په ګډه ستنېدو بریالی نه شوه او له پېښې ژوندۍ پاتې شوه.

د پېښې قربانیان د کابل، کندوز، کاپیسا، غزني، دایکندي، بغلان او پروان ولایتونو وو.

د دوی مړي کابل ته ولېږدول شول.

د قربانیانو ځینې خپلوانو د کابل په سردار محمد داود روغتون کې د بي بي سي خبریال ته وویل چې د دوی د جسدونو د سختو سوځېدو له امله د پېژندلو نه وو.

د افغانستان سړکونو کې مرګونې ټکرونه نوي نه دي، خو دا پېښه یوه تراژیدي وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د ګاډو چلوونکو بې پروایي، ناقانونه مخته کېدل، نا قانونه چټک تګ، د نشه يي توکو کارول او د موټر چلولو پرمهال د ټیلېفون یا موبایل کارول د دې پېښو لوی عوامل بلل کېږي.

پردې سربېره د سړکونو خراب حالت، د سړک غاړې بمونو له امله د سړکونو ویجاړېدل، د پوره لارښود نښو نشتوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د ترافیکي پېښو په زیاتوالي کې پام وړ رول لوبوي.