د افغانستان بانک کلنی راپور: افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې

 احمد جواد سداد

د عکس سرچینه، @GMICafghanistan

د عکس تشریح، د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد سداد خبریالانو ته ویلي، په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیات شوی
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان بانک وايي، په وروستي یوه کال کې څه باندې ۳ میلیارده او ۱۴۰ میلیونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ توزېع او زاړه بانک نوټونه هم راټول شوي دي.

د دغه بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد سداد د بانک د کلني راپور وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې وویل، د بلومبرګ په راپور کې د نړۍ د ۹ بهترینو او ۹ بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې له نېکه مرغه افغانۍ د ۹ بهترینو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.

د یاد بانک د وینا له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کم شوی وو.

دغه بانک همدا راز زیاتوي، په همدې کال کې څه باندې ۸ میلیارده او ۶۸۳ میلیونه افغانۍ عواید راغونډ شوي چې د تېر کال پرتله ۹۵٫۵ سلنه ډېروالی ښيي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې دغه بانک په وینا پاڼه کې راغلي، د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشت کې د تورم نرخ ۳.۵ سلنې ته رسېدلی وو؛ په داسې حال کې د ۱۴۰۰ کال په ورته میاشت کې ۱۵.۳ سلنه و.

د بانک په خبره، د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱٫۰۱ سلنه ډېر شوی چې دا کچ یو کال وړاندې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱۳٫۸۶ سلنه ټیټ و.

دوې ورځې وړاندې، افغانستان کې په سوداګریزو بانکونو کې حساب لرونکو ته له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیت د کمېدو اعلان شوی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان بانک تېره دوشنبه (اپریل ۳مه) یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اسانتیا افرادو او شرکتونو دواړو ته رامنځته شوې ده.

دا محدویت په ۲۰۲۱ کال کې تر هغې وروسته ولګول شو چې طالبان افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل.‌

د افغانستان بانک اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې په بانکونو کې د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لري، تر دې وروسته هره اوونۍ له خپل حسابه ۶۰۰ یا په میاشت کې په یو ځل ۲۰۰۰ ډالر اخیستی شي.‌

وړاندې دغو کسانو له خپلو بانکي حسابونو اونۍ کې ۴۰۰ او میاشت کې په یو ځل یوازې ۱۲۰۰ ډالر ایستلی شول.

افغانستان بانک خپله اعلامیه کې ویلي،‌ دا پرېکړه یې د مالي ستونزو کمېدو او د بانکي چارو د لا ښه والي په موخه کړې ده.‌