د افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیت راکم کړی

افغانستان بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې په سوداګریزو بانکونو کې حساب لرونکو ته له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیت د کمېدو اعلان شوی.

د افغانستان بانک نن دوشنبه (د اپریل ۳مه) یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اسانتیا افرادو او شرکتونو دواړو ته رامنځته شوې ده.

دا محدویت په ۲۰۲۱ کال کې تر هغې وروسته ولګول شو چې طالبان افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل.‌

د افغانستان بانک اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې په بانکونو کې د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لري، تر دې وروسته هره اوونۍ له خپل حسابه ۶۰۰ یا په میاشت کې په یو ځل ۲۰۰۰ ډالر اخیستی شي.‌

وړاندې دغو کسانو له خپلو بانکي حسابونو اوونۍ کې ۴۰۰ او میاشت کې په یو ځل یوازې ۱۲۰۰ ډالر ایستلی شول.

همدا راز د افغانیو اکونټ لرونکو ته هم هر اوونۍ له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه له دېرشو ۵۰ زرو ته او میاشت کې په یو ځل له سلو ۲۰۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.‌

افغانستان بانک خپله اعلامیه کې ویلي،‌ دا پرېکړه یې د مالي ستونزو کمېدو او د بانکي چارو د لا ښه والي په موخه کړې ده.‌

دغه بانک همدا راز د شرکتي بانکي حسابونو لپاره د پیسو ایستلو محدودیت میاشت کې له ۲۵ زرو امریکايي ډالرو ۴۰ زرو ته کم کړی دی.‌

د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته وړو او متوسطو شرکتونو لپاره د تر ۳۰۰ زره افغانیو معادل بانکي ضمانتونو د اجرا کېدو سپارښتنه هم کړې.‌

د یادونې ده چې تر دې وړاندې عامو افغانانو، سوداګرو او د شرکتونو خاوندانو په وار وار د خپلو بانکي حسابونو د پیسو پر ایستلو له لګېدلي محدویت شکایت کړی دی.

سواګر وایي دغه محدویت یې په کور دننه کاروبار او بهرنۍ سوداګري اغېزمنه کړې.

نړیوال بانک هم د افغانستان د اقتصادي څارنې خپل وروستی راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو، په دې برخه کې د ستونزو د دوام یادونه کړې وه.‌

نړیوال بانک

د نړیوال بانک دغه رپوټ کې ویل شوي و، د خپلو بانکي حسابونو پیسو ته د شرکتونو لاسرسی تر ټاکل شوې کچې هم ټیټ پاتې دی او دا چې ګوندې د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې په دې برخه کې یو څه شوي پرمختګ فبرورۍ کې دوام نه درلود.

د یادونې ده چې دا محدودیت یوازې د هغو اشخاصو او شرکتونو پر بانکي حسابونو وضع شوی چې پیسې یې د ۲۰۲۱ کال د نومبر له دریمې مخکې دغو احسابونو کې موجودې وې.

افغانستان بانک وايي، هغه کسان چې پیسې یې تر دې تاریخ وروسته خپلو بانکي حسابونو کې اچولي، کوم محدودیت سره نه دي مخ او هر وخت هره اندازه پیسې له خپلو حسابونو اخیستی شي.

دغه بانک خپله اعلامیه کې په افغانستان کې ټولو سوداګریز بانکو او همدا راز د بهرنیو بانکونو څانګو ته سپارښتنه کړې چې دا پرېکړه عملي کړي.

د افغانستان بانک خبرداری ورکړی چې که "سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ" له دې پرېکړې "سرغړونه وکړي او یا هم له پېرودونکو په دې اړه مستند شکایتونه تر لاسه شي" له دغو بانکونو سره به "اصولي چلند" وشي.

د افغانستان بانک ویلي هڅې روانې دي چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.