له دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د 'فلای دوبۍ' لومړۍ الوتنه

کابل

د عکس سرچینه، FDPM_AFG

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي‌

له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د 'فلای دوبۍ' په نوم د متحدو عربي اماراتو د یوه هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې او نن 'چارشنبه د نومبر ۱۵مه' یې لومړۍ الوتکه کابل کې ناسته ده.

د طالبانو په حکومت کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، دغه شرکت د دوی او د ترانسپورت او هوايي‌ چلند وزارت د پرله پسې هڅو پایله کې دې ته چمتو شوی، چې افغانستان ته الوتنې بېرته پیل کړي.

د ملا عبدالغني برادر دفتر پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي "کابل ته د فلای دوبۍ د پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې اړین سهولتونه برابر او په معیار برابر خدمتونه وړاندې کېږي."

د طالبانو حکومت هیله من دی چې د فلای دوبۍ د الوتنو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د سالم رقابت له لارې د "مناسبو نرخونو" ټاکلو ته زمینه هواره کړي.

د یادونې ده چې افغانستان د بهرنیو شرکتونو د الوتنو له درېدو سره د کورنیو شرکتونو لخوا د ټکټونو بیو له بې‌شانه لوړېدو شکایتونه ډېر شوي‌ دي.

افغانستان ته د الوتنو بیا پیلونو ته د فلای دوبۍ د چمتو کېدو خبر لومړی ځل تېره میاشت په دوبۍ کې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې افغان قونسلګرۍ ورکړی و.

دې قونسلګرۍ په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو‌ "د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیلول د لومړي نړیوال هوایي شرکت په توګه، چې له دوه کلونو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیلوي، یو خورا اړینه هڅه ګڼل کیږي."

کابل

د عکس سرچینه، FDPM_AFG

د افغان قونسلګرۍ د فرهنګي چارو دفتر ویلي و چې د فلای دوبۍ د الوتنو له پیل سره به د افغانستان او متحدو عربي اماراتو ترمنځ ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پياوړې، د ټکټونو بيې ارزانه او افغانانو لپاره خپل هېواد ته د تګ راتګ اسانه شي.‌

د یادونې ده چې فلای دوبۍ د جمهوریت پر مهال هم له متحدو عربي اماراتو افغانستان ته الوتنې درلودې، خو د ۲۰۲۱ کال اګست کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نورو ټولو بهرنیو هوايي شرکتونو په څېر افغانستان ته الوتنې ودرولې.

د جمهوریت پر مهال پر فلای دوبۍ سربېره د امارات، ترکش، عربیه، ایر انډیا، پي ای اې او د ایران د اسمان په په ګډون بېلابېلو بهرنیو هوايي‌ شرکتونو افغانستان ته الوتنې درلودې.