د طالبانو حکومت له یوه عربي شرکت سره د افغانستان هوايي‌ ډګرونو او هوايي چلند د تنظیم هوکړه لاسلیک کړه

طالبان

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره هوکړه لاسلیک کړې چې پر بنسټ یې د دغه هېواد د هوايي ډګرونو او هوايي چلند چارې تنظیم او په دې برخه کې مسلکي کسان وروزي.

دا تړون نن د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې او د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند چارسمبالي وزیر مولوي حمیدالله اخوندزاده وايي، "د دې پروژې له پلي کېدو سره هغو الوتکو ته، چې دا فغانستان له فضا تېرېږي او یا د هېواد په ډګرونو کې ناسته کوي د هوايي لارښوونو چوپړتیاوې له نړیوالو معیارونو سره سمې وړاندې کېږي."

د ښاغلي اخوندزاده په خبره، له دې سره به د افغانستان له فضا تېرېدونکې الوتنې خوندي او له کبله یې ترلاسه کېدونکي عواید ډېر شي.

د دې لس کلنې هوکړې له مخې به متحده عربي امارات افغانان له تخنیکي پلوه هم په اړوند برخو کې روزي.

د دې ادارې چارواکي وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د هوايي ډګرونو بېلا بېل وسایل ویجاړ شوي او له کاره ایستل شوي وو او ګڼو مسلکي کسانو افغانستان پریښی و چې په خبره یې دوې یې له بېلا بېلو ننګونو سره مخ کړي وو. خو اوس وايي، له دې هوکړې سره به دا ستونزې هم هوارې شي.

د دغه وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وايي، "د الوتکو د څارنې تجهیزات تخریب شوي وو.‌ ځکه نړیوالو شرکتونو تر ډېره زړه نه ښه کاوه چې د افغانستان له فضا تېرې شي او یا دغه هېواد ته الوتنې ولري. خو له دې سره دا ستونزې حلېږي او د ګاک او د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې دواړو ګټې پکې خوندي دي."

"افغان کارکوونکي به پر نړیوالو معیارونو وروزو"

ابراهیم معارفي

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، متحده عربي اماراتو کې د ګاک شرکت سيمه ییز مشر ابراهیم معارفي

د ښاغلي وفا په خبره، تر دې مخکې هم ګاک شرکت سره دوه نور قراردادونه شوي وو چې موخ یې د هوايي ډګرونو د خدمتونو معیاري کول او د امنیت ساتنه وه.

د ګاک شرکت سيمه ییز مشر ابراهیم معارفي هم وايي چې په افغانستان کې پر هوايي چلند برخې پراخه پانګونه کوي چې په پایله کې به یې د دغه هېواد اقتصاد ته ګټه ورسېږي، د کارکوونکو ظرفیت به لوړ شي او د کارګو الوتنو شمېر به ډېر شي.

ښاغلی معارفي وايي، "موږ به افغانان پر نړیوالو معیارونو برابر وروزو او هر څومره ژر چې کېدلی شي د ټولو خدمتونو عملیاتي او مدیتري چارې به د افغانانو تر مسلکي روزنې وروسته دوی ته په واک کې ورکړو."

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت د مالوماتو له مخې له عبوري الوتنو تر لاسه کېدونکي عواید به د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې او د ګاک ګډ بانکي حساب ته ځي. ګاک به دغه پیسې افغانستان کې د مصرف کړیو پیسو‌ په پور کې ګرځوي خو کله چې عواید ډېر شول نو د دواړو لوریو تر منځ به د پیسو د فیصدۍ کچه هم ورسره بدلېږي.

خو په خبره یې، کله چې ګاک شرکت خپلې لګول شوې پیسې بېرته پورې کړې نو بیا به د هوايي چلند ادارې ته ډېره ګټه ور رسېږي.

دا اداره وايي، اوسمهال پر عبوري الوتنو سر بېره له ځينو نورو لارو هم عاید ترلاسه کوي، لکه دا چې د ناستې او یا الوت لپاره د افغانستان هوايي‌ ډګرونو کارول او د دې ادارې د هوايي لارښوونو تر لاسه کولو په بدل کې بېلا بېل هوايي شرکتونه دې ادارې ته ټاکلې اندازه پیسې ورکوي.