طالبان له متحدو عرب اماراتو سره د افغانستان ځینو هوايي ډګرونو چارو سمبالښت هوکړې ته نژدې شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
رپوټونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له متحدو عرب اماراتو سره د افغانستان پلازمېنې او یو شمېر نورو مهمو هوايي ډګرونو د چارو سمبالښت هوکړې ته نژدې شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د سرچینو له قوله ویل شوي، چې د پلازمېنې کابل او ځینې نورو هوايي ډګرونو چارو سمبالښت لړ کې به دا هوکړه په څو راتلونکو اونیو کې اعلان شي.
د رویټرز په رپوټ کې دغه راز راغلي، د متحده عرب اماراتو هوایي شرکتونو الوتکې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې افغانستان ته الوتنې ځنډولې وې، ښايي له دې هوکړې وروسته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او طالبانو حکومت تر منځ د افغان هوايي ډګرونو د مدیریت سمبالښت چارو لړ کې تر میاشتو پورې خبرې روانې وې، خو کومه پایله یې نه درلوده او اوس طالبان غواړي دا ټوله چاره متحده عرب اماراتو ته وسپاري.
اوس د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، طالبانو په هغو شرایطو کې چې په هکله یې خبرې کېدې، د ځینو بدلونونو غوښتنه کوله، چې د عوایدو راټولولو برخې هم پکې شاملې وې.
رپوټ د سرچینو له قوله وايي، د نوې هوکړې له مخې به د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د امنیت ساتنې په ګډون دندې خپله افغانان تر سره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټ له مخې د هوايي حریم مدیریت په هکله لا هم خبرې روانې دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي بي بي سي پښتو ته وویل، د ځمکنیو خدمتونو او هوايي چلن امنیت په اړه یې "دوه تړونونه لاسلیک کړي" خو وايي د هوايي حریم د کنټرول قرارداد چا سره نه دی لاسلیک شوی.
ښاغل احمدي زیاتوي، له څو معتبرو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي.
د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، متحدو عرب اماراتو چارواکو په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې، خو د طالبانو حکومت ټرانسپورټ وزارت مسوولینو د هوايي چلن امنیت برخه کې د هوکړې تایید تر څنګ رویټزر ته ویلي چې د هوايي ترافیک کنټرول هوکړه نه خو تر اوسه نهايي شوې او نه هم تایید شوې ده.
له دې مخکې تېره مې میاشت کې د طالبانو حکومت لومړی ځل د افغانستان د دریو نړیوالو هوايي ډګرونو د ځمکنيو خدمتونو هوکړه هم د متحدو عربي اماراتو له یوه شرکت سره وکړه.
د هغې هوکړې له مخې په متحده اماراتو کې د ګاک (GAAC) په نامه شرکت ته د کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو د تنظیم او کنترول مسولیت سپارل شوی.
د یادونې ده چې له همدې ګاک شرکت سره په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان مخکیني حکومت ورته هوکړه کړې وه، چې بیا د طالبانو حکومت وغځوله.










