امریکا کې د اسرائيلي يرغملو د خوشي کولو لپاره پر لاريون بريد شوی

د امریکا په کولوراډو کې د اسرائیلي يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو لپاره پر لاريون برید کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

پوليس وايي يوه کس د يکشنبې په ورځ په غزه کې د حماس له خوا د اسرائيلي يرغمل شويو د خلاصون لپاره پر يوه لاريون پټرول بم وغورځاوه.

پوليسو بريدګر ۴۵ کلن مصری چې محمد صابري سليمان نومېږي ياد کړی دی.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې دا يو "ترهګريز عمل" بللی. دوی وايي بریدګر په يوازې ځان دا کړنه ترسره کړی او له کومې لويې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

ويل کېږي قربانيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پوليس وايي، دا لا وختي چې په پوره ډاډ سره ووايو د بريدګر انګېزه څه وه خو ويډيوګانې ښيي چې يو کس په داسې حال کې نيول کېږي چې د "ازاد فلسطين" نارې وهي.

په دې پېښه کې سوځېدلي کسان له ۶۷ تر ۸۸ کلونو عمرونه لري. د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پر اسرائيلو د حماس بريد چې ۱۲۰۰ تنه په کې ووژل شول او ۲۵۱ يرغمل شول دې ته ورته مظاهرې او احتجاجونه ترسره کېږي.

په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې خلک يوه خوا او بله خوا منډې وهي او له ټپيانو سره مرسته کوي.

په يوه بله ويډيو کې پولیس خلک ته وايي چې له سيمې ووځي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير دا د "يهودانو ضد ترهګريز بريد" بللی دی.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې تېره مياشت په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي د یهودي موزیم بهر د هغه یوه وسله وال کس لخوا ووژل شول چې د نیول کېدو پر مهال یې "ازاد فلسطین" نارې وهلې.

له دې بريد وروسته د اسرائيلو لومړی وزیر وويل، په ټوله نړۍ کې د خپلو استازو او ډېپلوماتانو امنیتي خوندیتوب ډېروي.‌