د طالبانو نوې تګلاره، د دوحې تړون که سیاسي شخړه: خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه څنګه ډېر شول؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, عالیه نازکي، عزیزالله خان
- دنده, بيبيسي اردو ډاټ کام
په روانه میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز د وسله والو د برید یوه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، داسې صحنې وښودل شوې چې د پاکستان پوځ افسر عدنان اسلم هڅه کوي خپل ټپي ملګری وژغوري. وروسته هغه په ولسي او حکومتي کچه وستایل شو، خو په ورته وخت کې ګڼو کسانو په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو د زیاتېدونکو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو د وروستیو خبرونو په لیدلو داسې ښکاري چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان 'ټيټيپي' له لوري پرلپسې بریدونه کېږي، چې په دغو بریدونو کې د پوځ، پولیسو او د قانون د پلي کولو د نورو ادارو د سرتېرو ترڅنګ عام وګړي هم وژل کېږي.
د پاکستان فیلډ مارشال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف تېره شنبه بنو ته سفر وکړ، هلته لومړي وزیر په ښکاره ټکو د افغانستان طالب چارواکو ته مخاطب شو چې دوی باید د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان 'ټيټيپي' ترمنځ یو انتخاب وکړي. د یادولو ده چې پاکستان څو ځلې دعوه کړې چې په پاکستان کې په بریدونو کې ښکېل ناقانونه 'ټيټيپي' ته له افغانستانه ملاتړ ورکول کېږي، خو د افغانستان چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.
د ترهګرۍ ضد چارو متخصصین وایي، له هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په پاکستان کې د 'ټيټيپي' بریدونه او نفوذ خورا ډېر شوی دی، چې دا خبره په ښکاره ډول د حکومتي شمېرو له لارې هم څرګندېږي.
د دولتي شمېرو له مخې، په تېر کال ۲۰۲۴ کې په پاکستان کې د 'ټيټيپي' په بریدونو کې تر ۲۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو او په ۲۰۲۴ کال کې د بریدونو شمېر د ۲۰۲۳ پرتله ۶۶ سلنه زیات و.

نو، د 'ټيټيپي' د زیاتېدونکو فعالیتونو او نفوذ اصلي علتونه څه دي؟
څېړونکي وايي، ښکاره دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو حکومت د جوړېدو له امله نه یوازې د 'ټيټيپي' زغم لوړ شوی، بلکې دوی نویو سرچینو ته هم لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاتوي چې د 'ټيټيپي' د مشر مفتي نور ولي محسود په مشرۍ دغه ناقانونه ډله اوس د پخوا پرتله ډېر متحده او یو موټی ښکاري.
د خیبر پښتونخوا پخوانی څارنوال اختر علي شاه وايي، که هغه مذهبي افراطی ډلې وي یا ملتپالې ډلې، ټول په حکومتي نظام کې له موجود خلاوو ګټه پورته کوي، چې د اقتصادي، ټولنیزو او عدلي انصاف د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.
هغه وايي: "د بېلابېلو دلیلونو له مخې په ټولنه کې د داسې عناصرو لپاره تر یوې اندازې منل شته، د هغوی جذب لا هم روان دی، د هغوی مالي ملاتړ هم روان دی، هغوی د میډیا برخه لري او لوژستیک هم لري… تاسو کولای شئ ووایاست لکه څنګه چې د دولت نورې ادارې شته او خپل کار کوي، هغسې هم دوی خپل کار ته دوام ورکوي."
څېړونکي وايي، د 'ټيټيپي' مشر نور ولي محسود د خپلې نوې تګلارې په چوکاټ کې، هغه کوچنۍ سختدریځې ډلې چې په تېر کې له 'ټيټيپي' جلا شوې وې، بېرته له ځان سره یو ځای کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
همدارنګه، دوی د خپلې میډیا له لارې دا تبلیغ کوي چې 'ټيټيپي' د خلکو پر ضد نه ده، بلکې ټول عملیات یې یوازې د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد دي.
د اختر علي شاه په وینا: " 'ټيټيپي' د خپلې نوې تګلارې له مخې یوازې امنیتي ځواکونه هدف ګرځوي. که وروستي عملیات وګورو، ښکاري چې اوس دا ډله پر عامو خلکو بریدونه نه کوي. د دې یوازینۍ موخه دا ده چې د عامو خلکو همدردي وساتي."
هغه زیاتوي: "د پولیسو او ادارو پر هدف بریدونه دوی ته فزیکي ساحه برابروي. هر ځای کې چې بریدونه ډېر وي او پولیس شا ته شي، دا ډله هلته د داخلېدو فرصت ترلاسه کوي. ټولنیزه ساحه دوی داسې ترلاسه کوي چې خلکو ته پرېکړې سپاري او بیا تبلیغ کوي چې وګورئ، هغه پرېکړې چې انګلیسي محکمې یې په کلونو کې نه شي کولای، موږ په څو ورځو کې وکړې."
هغه وايي، په تېر کې دوی تر یوې اندازې کنټرول شوي وو، خو د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون وروسته 'ټيټيپي' ته لارې نورې هم پرانیستل شوې. "په افغانستان کې د زندانونو دروازې خلاصې شوې، ډېر طالبان مشران بهر راووتل. پناه ځایونه او تنظیمي جوړښت مخکې موجود وو، چې دوی ته یې ګټه وکړه."
هغه زیاتوي: "پاکستان په دې خوشفهمۍ کې و چې د طالبانو د راتګ سره به په پاکستان کې حالات بهتر شي، خو داسې ونه شول. په همدې موده کې دوی د وده کولو فرصت ترلاسه کړ، او دا د طالبانو د بیا تنظیمیدو او د دوی د زیاتېدونکي نفوذ اصلي علتونه دي."
د امنیتي څېړونکي عبدالسید په وینا: "پاکستاني طالبانو د تېرو کورنیو لانجو او نورو پالیسیو له امله د کمزورتیا له منځه وړلو لپاره له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپلې پالیسۍ بدلول پیل کړې، چې د ۲۰۲۰ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې له تړون وروسته یې عملي بڼه خپله کړه."
هغه وايي: "په دې بهیر کې وړاندې د طالبانو د مهمو ډلو په ګډون شاوخوا ۸۰ کوچنۍ او لویې سختدریځې ډلې له 'ټيټيپي' سره یوځای شوې، چې د دې ډلې په بریدونو کې یې زیاتوالی راوست. همدارنګه، 'ټيټيپي' د افغان طالبانو په سبک د یوې مرکزي ادارې لاندې د دولت پر ضد جګړه تنظیم کړه، چې د بریدونو شدت یې زیات کړ. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې 'ټيټيپي' خپل پټ جوړښت اعلان کړ او شاوخوا ۱۲۰۰ ژمن چارواکي یې معرفي کړل، چې د خیبر پښتونخوا په هره ضلع او ولسوالۍ کې د شبکې جوړول پکې شامل وو. په ورته ډول په بلوچستان، پنجاب او سند د ځینو ولسوالیو لپاره هم ورته پټه شبکه جوړه شوه."

د عکس سرچینه، Reuters
څېړونکو ویلي، د وخت په تېرېدو د دې ناقانونه ډلې نظریه یوازې د شریعت د پلي کولو لپاره "جهاد" پورې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې اوس یوه داسې تحریک ګرځېدلی چې د پښتنو او بلوڅو د حقونو د دفاع خبرې هم کوي، چې خپل محبوب او مثبت انځور وړاندې کړي.
د ترهګرۍ ضد چارو متخصص او په پاکستان کې د سختدریځو ډلو د فعالیتونو کارپوه خرم اقبال وايي: "که له افغانستانه د امریکا او نړيوالو ځواکونو وتل په ډېر مسؤلانه ډول شوي وای، ښايي نن په پاکستان کې د ترهګرۍ د بیا زیاتېدونکو پېښو شاهد نه وای. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل ډېر غیر مسؤلانه وو، ډېرې وسلې تور بازار ته ورسېدې او د همدې تور بازار له لارې دا عصري وسلې د تحریک طالبان پاکستان 'ټيټيپي' په څېر ډلو لاس ته ورسېدې، چې د هغوی د عملیاتو شدت یې زیات کړ".
هغه زیاته کړه: "په پاکستان کې د طالبانو د زیاتېدونکي نفوذ بله لویه وجه زموږ له قبایلي سیمو سره تړاو لري. کله چې په تېر کې پاکستاني ځواکونو هلته عملیات کول، له ۲۰۱۴ کال وروسته په پوځي کچه کې ډېرې بریاوې ترلاسه شوې، خو له دغو بریاوو وروسته د بیا رغونې په پروسه کې موږ جدي والی نه و لیدلی. د پخواني (فاټا) لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ ژمنه شوې وه، خو د دې سیمې په پرمختګ کې موږ د دې ډېر لږ اغېز ولید."
خرم اقبال وايي، دا رویه او د جديت نشتوالی د پوځي عملیاتو له لارې ترلاسه شوې بریاوې په ډېر حد کې اغېزمنې کړې دي.
هغه زیاتوي، درېیمه وجه د وفاق او خیبر پښتونخوا ترمنځ په تېرو څو کلونو کې روانه سیاسي شخړه ده، چې د ترهګرۍ پر ضد ملي هڅې زیانمنوي.
که په تېرو څلورو کلونو تمرکز وکړو، نو په دې موده کې د 'ټيټيپي' وړتیاوې په ډېره کچه زیاتې شوې دي. اوس دغه ډله د پخوانیو هغو پرتله عصري وسلې کاروي، د دوی بریدونه له مخکې ډېر منظم ښکاري او دا ټول د دوی د زیاتېدونکو وړتیاوو څرګندونه کوي.
نو ایا ویلای شو چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتیژي ناکامه ده؟ خرم اقبال وايي: "که شمېرو ته وګورو، هېڅ شک نشته، ځکه پاکستان د نړۍ په کچه له بورکینا فاسو وروسته دویم تر ټولو زیات له سختدریځۍ اغېزمن شوی هېواد دی".
د امنیتي څېړونکي عبدالسید په وینا، په ښکاره توګه د ۲۰۲۲ کال د واک بدلون او په هېواد کې د داخلي سیاسي وېش له امله، سیاسي او پوځي مشرتابه په متفقه توګه د پاکستاني طالبانو په اړه مؤثرې پرېکړې کولو کې پاتې راغلې ده. "په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د هېواد دننه سیاسي کشش له امله حکومت د پاکستاني طالبانو پر ضد مؤثر اقدامات نه شوای کولای، بلکې د خپل واک ساتنې او د ثبات له ستونزو سره مخامخ و، چې له امله یې پاکستاني طالبانو د خپل سیاسي او پوځي ځواک د زیاتولو لپاره مهم کارونه وکړل."
نو 'ټيټيپي' مالي سرچینې له کومه ترلاسه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي وايي د 'ټيټيپي' اقتصادي جوړښت منظم او د ډلبندۍ پر بندي سیسټم ولاړ دی. یوه مرکزي مالي کمېټه شته چې د سیمهییزو یا فرعي کمیټو څارنه کوي. سیمه ییزې کمېټې هره ورځ مالي راپورونه تیاروي او د دغو راپورونو پر اساس میاشتنۍ مالي څېړنه یا کتنه جوړېږي چې بیا له مرکزي کمېټې سره شریکېږي. په ساده ټکو، دا یو ډول پېچلي مالي عملیات دي.
د سختدریځو ډلو په اړه راپور ورکوونکی خبریال افتخار فردوس وايي په ۲۰۱۸ کال کې 'ټيټيپي' په یوه راپور کې ویلي وو چې دوی ورته "لایحه عمل" نوم ورکړی و.
هغه وايي: "په دې سند کې د 'ټيټيپي' اقتصادي چارو یو جامع ماډل وړاندې شوی او د همدې ماډل له مخې 'ټيټيپي' تر نن ورځې کار کوي. هغه اعمال چې د دولت له نظره غلا، لوټ او باج اخیستل دي، 'ټيټيپي' یوه بله بڼه ورکوي او ځان ته یې مشروع ګڼي. په دې ماډل کې کلیدي برخه "مالیه ورکول" دي، یعنې هغه سیمې چې د دوی تر نفوذ لاندې دي او د سرحدونو ترمنځ سوداګر چې دوی په منظم ډول باج ترې اخلي (او دوی ورته په خپلو ټکو کې "ټیکس" وايي)".
هغه زیاته کړه چې هغه چینلونه چې 'ټيټيپي' د خپل تبلیغ لپاره کاروي، د ډیجیټل کرنسیو حساب نمبرونه لري، د دې هدف دا دی که څوک وغواړي دوی ته فنډ ورکړي، د ډیجیټل کرنسیو له لارې یې هم ورکولی شي.
د یادولو ده چې 'ټيټيپي' له ډېره وخت راهیسې په کریپټو کرنسۍ کې چندې راټولوي او د روان ۲۰۲۵ کال مارچ میاشت کې دې ناقانونه سازمان په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي وو چې ملاتړي یې د "باینانس حساب" له لارې هم مالي مرسته کولی شي.
د همدې کال مارچ کې، د بي بي سي لپاره د ایټالیا مېشته څېړونکي ریکارډو ویله بي بي سي ته ویلي وو: "په عمومي توګه لیدل کېږي چې ترهګریز سازمانونه د کریپټو کرنسیو کارونه د څو لویو چندو د راټولولو لپاره کوي او دلیل یې دا دی چې کریپټو کرنسۍ د سختدریځو لپاره په چټکۍ چندې راټولې کړي او په دې دوران کې د امنیتي ځواکونو له نظره پټ پاتې شي، تر هغه پورې چې کوم څوک دغه کریپټو والټ نښه (فلګ) نه کړي."
موثر میډیا عملیات

د عکس سرچینه، Umar Media
څېړونکي وايي د ناقانونه 'ټيټيپي' د میډیا څانګې نوم "عمر میډیا" دی، چې په وروستیو کلونو کې یې فعالیتونه پراخ شوي دي. د دې موخه د سختدریځو د عملیاتو ستاینه او د دولت ضد احساساتو ته وده ورکول دي. د ۲۰۲۵ جنورۍ کې 'ټيټيپي' عمر میډیا په نوي بڼه وړاندې کړه او د یوه تفصیلي تنظیمي جوړښت اعلان یې وکړ، چې له مخې یې شاوخوا لسګونه کسان له عمر میډیا سره تړلي دي.
عمر میډیا یو پراخ پورټفولیو یا د کار او مسؤلیت ساحه لري چې پکې ویډیو او اډیو (غږ) لړۍ، معمولې اعلامیې او په اردو او پښتو ژبو خپرېدونکې مجلې شاملې دي. د دې لپاره پنځه بېلابېل څانګې شته چې اډیو، ویډیو، مجلې، ایف ایم راډیو او ټولنیزو رسنیو ته رسېدنه اسانوي او همدارنګه یوه مرکزي میډیا کمېشن هم موجود دی. سربېره پر دې، 'ټيټيپي' خپل مواد د ټیلیګرام او وټس اپ په څېر پلیټفارمونو له لارې شریکوي.
افتخار فردوس وايي چې اوس 'ټيټيپي' تبلیغاتي مواد یوازې په هغو دودیزو پلټفارمونو یا CD ګانو کې نه دي چې څو کاله مخکې یې ځانګړتیا وه.
هغه وايي: "اوس دوی تقریبا په هر ټولنیز میډیا پلټفارم کې شته. که د دوی مواد وکتل شي، دوی په امنیتي ځواکونو د تبلیغاتو تمرکز کوي، هدف یې د پاکستان ځوانان دي. د دوی د وېبپاڼو سرورونه په بېلابېلو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي، یعنې که یو ځای ستونزه رامنځته شي، دوی له بل ځایه عملیات ترسره کولای شي."
هغه زیاتوي: "خو دا ښکاره ده چې د 'ټيټيپي' عملیات د دوی د تبلیغاتو پرتله خورا کم دي. د وخت په تېرېدو دوی د تبلیغاتو په هنر کې مهارت ترلاسه کړی دی."
د تېر پرتله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده

بی بي سي د خیبر پښتونخوا د پولیسو له عمومي انسپکټر ذوالفقار حمید سره په دې اړه خبرې کړي دي. هغه وايي که څه هم د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي، خو د تېر وخت پرتله په دې موده کې د مرګ ژوبلې کچه شاوخوا ۲۰٪ کمه شوې، ځکه اوس پولیس ډېر هوښیار شوي او د وسله والو پر ضد په پوره ځواک عملیات کوي.
هغه وايي، د صوبې په ډېرو سیمو کې حالات ښه شوي دي، خو په ځینو ولسوالیو کې لا هم ننګونې شته. هغه هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به په دغو سیمو کې هم حالات ښه شي.
هغه ادعا وکړه چې په تېرو اته میاشتو کې وضعیت د پام وړ ښه شوی دی. "اوس هېڅ ستونزه نشته، لویې لارې خوندي دي او د کال په لومړیو ورځو کې د پولیسو پر ضد ډېر بریدونه شوي وو چې پر ضد یې عملیات وشول او اوس حالات ډېر ښه شوي دي."
هغه زیاته کړه هر ځای چې اندېښمنوونکی وضعیت رامنځته شي، هلته بشپړ عملیات ترسره کېږي او د سختدریځو بریدونو په اغېزناکه توګه مخه نیول کېږي او د همدې له امله د مرګ ژوبلې کچه ۲۰٪ کمه شوې ده.
هغه زیاته کړه، هر ځای چې د دوی حضور ښکاري، هلته ځواکونه زیاتوي او عملیات ترسره کېږي او همدغې امله په لکي مروت او ځینو نورو سیمو کې د دوی مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.











