یونیسف: افغانستان کې ۱۵ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

ماشوم

د عکس سرچینه، UNICEF

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۵٫۸ میلیونه او ۸۰۰ زره ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ددغه راپور پربنسټ، د افغانستان له ټول ټال وګړو ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره یې په روان کال کې بشري مرستو ته هم اړتیا لري.

په راپور کې همدارانګه راغلي، د روان زیږدیز کال له پیله د اوړي تر نیمايي ۸۷ زره له پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومان سختو ساري ناروغیو نیولي دي.

یونیسف وايي، په دغو ماشومانو کې ګڼ یې په شدید نس ناستي اخته شوي دي.

دغه اداره وايي، د ګرځنده او ثابتو امکاناتو له لارې یې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې وړتیا ۶۰ زرو ته لوړه کړې ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، UNICEF

دغه بنسټ پخپل راپور کې همدا راز ویلي، د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې یې د کلیوالي ښوونځیو له لارې ۶۸۲ زره ماشومانو ته د لیک لوست اسانتیا برابره کړې چې په ډله کې یې ۶۰ سلنه نجونې دي.

یونیسف ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق ویلي په روان زیږدیز کال کې ویجاړ اقتصاد او وچکالي په افغانستان کې د لوږې عمده لاملونه دي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې تر ډېره د بهرنیو هېوادونو پر بشري مرستو پورې تړلی و چې په ۲۰۲۱ کال کې پر دغه هېواد د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ سره ډېرو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې بشري مرستې کمې یا بندې کړې دي.

د روان کال اپرېل وروستیو کې یونیسف ویلي وو، افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري‌ مرستو ته او د ژوند ژغورلو مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان

د عکس سرچینه، UNICEF

دغې ادارې پر نړیوالو مرستندویانو غږ کړی و چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې کمې نه کړي.

وړاندې د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپل ټوټیر لیکلي وو، "په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال اداري معلومات ښيي چې دغلته لږ تر لږه ۱۱۷ زره ماشومانو ته هېڅ واکسین نه دی شوی."

تر هغې وړاندې د روان کال فبرورۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي وو چې سږ کال څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴٫۳ میلیونه و او د تېر پرتله ۱۶ سلنه لوړوالی پکې راغلی دی.

دغه رپوټ کې افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار شوی و او ویل شوي وو، چې له ۱۷،۶ میلیونه ډېر خلک روغتیا برخه کې مرستو ته اړ دي چې له نیمايي‌ زیات یې ماشومان دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنه راپورته کړې او دا اندېښنې پر ښځو د ځپونکو بندیزونو وروسته څو برابره زیاتې شوې.