یونېسف: افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري؛ نړیوال بانک وايي د 'توکو بیې ښې شوې'

کابل

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.‌

یونېسف چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره مرستې کوي،‌ په یوه تازه ټویټ کې ویلي "په افغانستان کې روان کال څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري او د ژوند ژغورلو مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو ادراو بیا بیا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې خلک په کمساري‌ ډول له بشري‌ ناورین سره مخ دي‌ او باید نړیوال خپلې مرستې کمې نه کړي.

یوه وېره اوس دا ده چې په افغانستان د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو ترمنځ‌ له وروستۍ مخامختیا وروسته ښايي‌ پر دغه هېواد بشري مرستې نورې هم کمې شي چې بیه به یې له لویه سره هغه خلک پرې کوي چې پر بهرنیو مرستو پایي‌.‌

د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو کاربندیز له امله، دغه سازمان په افغانستان کې پر خپلو عملیاتو چارو له سره کتنه پیل کړې او ټاکل شوې د می په لومړیو کې پر همدې اړه د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې پرېکړې وشي.

د روانې اوونۍ پیل کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق دا هم ویلي و، په افغانستان کې لسګونه زره ماشومانو ته هېڅ ډول واکسین نه دی شوی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اپریل وروستۍ اوونۍ د دې لپاره لمانځل کېږي، چې د ناروغیو پر وړاندې د هر عمر خلکو خوندیتوب لپاره د واکسین لګول ترویج او په دې لړ کې ټوليز ګامونه وهڅول شي.

د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپل ټوټیر لیکلي و، "په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال اداري معلومات ښيي چې دغلته لږ تر لږه ۱۱۷ زره ماشومانو ته هېڅ واکسین نه دی شوی."

د نړیوال بانک تازه رپوټ‌

نړیوال بانک په خپل یوه تازه رپوټ‌ کې ویلي،‌ د افغانیو ارزښت د ډالرو او نورو مهمو اسعارو پر وړاندې ښه شوی دی او د لومړنیو توکو بیې هم د ۲۰۲۲ کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله ښې شوې دي.

په دغه رپوټ‌ کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې راهیسې د خوراکي توکو بیې په تدریجي ډول راښکته شوې دي. د نړیوال بانک د رپوټ‌ له مخې، د روان میلادي کال په فیبرورۍ او مارچ کې د تېر کال د همدې میاشتو پرتله د خوراکي توکو بیې نژدې ۴ سلنه ټیټې شوې دي.‌

خو نړیوال بانک دا هم وايي‌ سره له دې چې نرخونه ښه شوي،‌ خو په ټوله کې د خوراکي توکو بیې بیا هم د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې مودې"پرتله ډېرې لوړې دي."

په ۲۰۲۱ کې چې کله بیا طالبان پر افغانستان واکمن شول،‌ په دغه هېواد کې په کمساري ډول خلکو دندې له لاسه ورکړې او بهرنۍ مرستې کمې او یا هم په ځینو برخو کې وچې شوې.‌

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د کار نړیوال سازمان هم دا وروستیو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې څه باندې یو میلیون خلکو دندې له لاسه ورکړې دې.

نړیوال بانک هم وايي‌ چې د همدغو پېښو له امله ګڼ خلک د دې وس نه لري چې ډېر خوراکي توکي وپيري.‌

د نړیوال بانک په رپوټ کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانیو ارزښت هم د تېر کال د همدې مودې پرتله یو څه ښه شوی دی.‌

د بېلګې په ډول، په دغه موده کې د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت نژدې پنځه نیم سلنه، د یورو پر وړاندې څه باندې ۴ سلنه او د پاکستانیو روپيو پر وړاندې نژدې ۱۱ سلنه ښه شوی دی‌.

د نړیوال بانک په رپوټ کې ویل شوي، ملګرو ملتونو د افغانستان مارکیټونو ته "په مستقیم او غیر مستقیم" ډول څه باندې ۵۶۰ میلیونه نغد ډالر رسولي دي چې د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې مرسته کړې.‌

نړیوال بانک د ځینو رپوټونو له مخې ویلي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکي هم هڅه کوي چې د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه ونیسي.