د ژغورنې نړيوالې کمېټې (ای ار سي) په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

بې کوره افغانان

د عکس سرچینه، IRC

د ژغورنې نړیوالې کمېتې په دې تړاو خپاره کړي بیان کې ویلي، دغه پرېکړه یې د طالبانو لخوا په غیردولتي موسسو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د کار بندیز په غبرګون کې کړې.

دغه نړیواله مرستندویه کمېټه چې مرکز یې په نیویارک کې دی له نژدې پنځه دېرشو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري.

د یادې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، د طالب واکمنو لخوا په غیردولتي او مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه د دې لامل شوې چې د ژمي په دې سختو ورځو کې دوی اړمنو خلکو ته چې له وړاندې جګړو او اقتصادي ستونزو ځپلي رسېدنه ونشي کړای.

ای ار سي وایې ۸۲ سلنه مېرمنې چې د کورنیو سرپرستې ور په غاړه ده د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

دوی وایې که ښځينه کارکوونکې ونه لري، نشي کولای د کړکېچ په دې منځ کې خپل بشري پروګرامونه پلي کړي او د دې کورنیو لاسنیوی وکړي.

ژمی

د عکس سرچینه، IRC

د ژغورنې نړیواله کمېټه وایې د اوس لپاره خپل پروګرامونه ځنډوي او هغه شپږ میلونه وګړي چې تېر کال یې ورسره مرستې کړې د دوی له مرستو بې برخې کېږي.

یاده مرستندویه کمېټه وایي ژمنه ده چې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي او مخکې له دې چې له ستونزو سره مخ خلک د ژوند بایللو تر پولې ورسېږې دوي هڅه کوي چې له طالب واکمنو د دې اجازه تر لاسه کړي چې بېرته یې خپلې ښځینه کارکوونکې کارونو ته ورستنې شي.

ای ار سي په دې برخه کې له ملګرو ملتونو هم د مرستې غوښتنه کړې.

د ژغورنې نړیوالې نړیوالې کمېټې په ۱۹۸۸ م کال کې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې خپل بشرپالي کارونه پیل کړل، چې له همغو لومړیو ورسره ښځې او نارینه دواړه په کار بوخت دي.

یاده کمېټه وایې په افغانستان کې ټول اته زره کارکوونکې لري.

افغان مېرمن

د عکس سرچینه، IRC

ای ار سي د جګړو او طبیعي پېښو ځپلو افغانانو سره په سیمه ییزه کچه د پراختیایي پروژو د پېژندنې، عملي کولو او مدیریت په برخه کې کار کوي.

دغه مرستندویه کمېټه په لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته د خوندیتابه زده کړې ورکوي، د بې کوره خلکو لاسنیوی کوي، پاکې اوبه او روغتیایې خدمتونه ورته برابروي او نورې لومړنۍ مرستې ورسره کوي چې خلک بېرته عادې او خوندي ژوند ته ور وګرځي.