تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د مجردانو وکیل': تر اوسه مو لس زره جوړو ته ډلهيیز ودونه کړي
- Author, ببرک احساس او ندیم اشرف
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې ډېر کله د کوژدې موده تر کلونو غځېږي. داسې کسان شته چې پر کوژده یې له یوې لسیزې هم ډېر وخت تېر شوی وي.
په دې اوږده انتظار کې زوم او کورنۍ یې هڅه کوي چې د واده لپاره پیسې وسپموي، خو کله - کله په دې هڅه کې ناکامېږي. په افغانستان کې کورنۍ تمه لري چې د واده مراسم شانداره وي او خسرګنۍ ډېر وخت د لوړ ولور او بېلا بېلو لګښتونو غوښتنه کوي، خو دا د هر چا د وس خبره نه ده. اوس یو سړی هڅه کوي چې دا اوږد انتظار پای ته ورسوي.
نعمت الله سادات د کوژدې پر وخت ۱۹ کلن و. هغه مهال یې خسر د ډالیو، مراسمو او ځینو نورو لګښتونو په ګډون یو ځينې داسې شرایط ورته کېښودل چې د نعمت الله د واده لګښتونه یې لوړ کړل. هغه وخت نعمت الله دا ټول ورسره ومنل او بیا یې د دې ټولو لګښتونو لپاره حساب وکړ. ټول شاوخوا ۸ سوه زره افغانۍ کېدلې چې له شاوخوا ۱۱ زره ډالرو سره برابېږي.
که څه هم نعمت الله وروسته د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه، خو د واده لپاره د دومره پیسو سمپول ناشونی کار پاتې شو. ټول لګښتونه د هغه د ۱۱ کلونو له معاش سره مساوي کېدل، هغه هم په داسې حال کې د خپل عاید ټوله برخه یې خوندي کړې وای.
نعمت الله وايي، "زما خسر د سرو زرو او په واده پورې اړوند نورو لګښتونو غوښتنه کوله. ما به له هغه غوښتل چې یو څه ګوزاره راسره وکړي او کم یې کړي، خو خسر مې نه منله."
په ورته وخت کې یوه بله کوژده شوې ښځه صابره رجایي چې کابل پوهنتون کې د محصلۍ دوره کې کوژده شوې وه او اوس یې پر کوژده کلونه تېر شوي، باوري ده چې که څوک مرسته ورسره ونه کړي، "۱۳ کاله نور هم واده نشي کولی."
په افغانستان کې د واده او ولور لوړ لګښتونه تر ډېره عادي مسله ده.
له همدې امله د پارلمان پخواني غړي سید احمد سیلاب پرېکړه وکړه چې په واده کې د لوړو لګښتونو خلاف مبارزه پیل کړي او له هغو سره مرسته وکړي چې د واده لګښتونه نشي پوره کولی.
ده تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو کې ۱۰زرو جوړو ته د ودونو زمینه برابره کړې. دا ۲۰زره ټول هغه بې وزله کسان دي چې خپله د واده کولو توان نه لري او پر کوژده یې له ۶ کلونو ډېر وخت تېر شوی. د ځینو د کوژدې او واده تر منځ آن ۲۰ کلونه هم تېر شوي دي. په دومره اوږده انتظار کې د ځینو جوړو وېښتان سپین شوي وي او مخ کې یې ګونځي پیدا شوې وي.
ډلهییز ودونه
ښاغلی سیلاب وايي، هره ورځ پر خواله رسنیو شاوخوا ۹۰۰ پیغامونه ترلاسه کوي او ځوابوي. دی زیاتوي چې له دې شمېرې ۹۸ سلنه یې د ودونو او یا ناوې او زوم اړوند پیغامونه دي او ۲ سلنه یې د خپلو نورو کارونو، کورنۍ او ملګرو سره دي.
دی د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د ډله ییز واده لپاره اعلان کوي او په دوو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ نوم لیکنه ورته کوي. خو دی یې له یې منځه ۱۰۰ جوړې ټاکي. شرایط یې دا دي چې زوم باید پر نشو روږدی نه وي، رواني ستونزې ونه لري، یو څه عاید ولري، پر کوژده یې له ۶ کلونو ډېر وخت وتلی وي او د دوی په منځګړیتوب نجلۍ یا یې پلار زوم ته ټول ولور او نور مصارف وبخښي.
هغه وايي "د ولور او واده لګښتونو پر سر شخړو د دوو خپلوانو کورنیو اړیکې له منځه تللې وي، حتی د هلک او د نجلۍ کورنۍ اړیکې دومره خرابې شوې وي چې د دوښمنۍ تر کچې رسېدلې وي."
"ډېر وخت د نجلۍ د پلار کور ته ورځم چې زوم ته ولور او نور لوړ مصارف وروبخښي. د شاوخوا سیمې نور مشران هم راسره وي او موږ ټول په ننواتي د نجلۍ پلار ته ورځو."
ځينې سوداګر د سیلاب په غوښتنه د واده جامې، بوټان، سینګار توکې او ان د نوې جوړې د نوي ژوند لپاره د کور او اشپز خانې توکي اخلي او د ډلهییز واده په ورځ یې نوې جوړې ته سپاري. د واده پر ورځ د خوړو لګښت خپله د سیلاب پر غاړه دی.
پر واده د زوم او ناوې هیڅ لګښت نه راځي او ډېر کله یې ودونه په داسې ځایونو او د ودونو تالارونو کې په شاندارو مراسمو کې کېږي، چې دوی یې خوب لیدلی وو.
نعمت الله سادات وايي "ما هیڅکله فکر نه کاوه چې زما واده به په دومره ښایسته هوټل کې کېږي. ځکه موږ په ساده ډول د واده وس نه درلود."
بي بي سي له نعمت الله، محمدي، صابره رجايي او ګڼو نورو جوړو سره د دوی له ډلهییز واده څو ورځې مخکې په کابل کې په هغه هوټل کې ولیدل چې د دوی واده پکې پلان شوی. ټول یې خورا خوښ معلومېدل چې د واده لپاره یې اوږد انتظای پای ته رسېدلی.
د دغه خیریه کار فکر ښاغلي سیلاب ته څو کاله دمخه هغه وخت پیدا شو چې کله په خپل پلرني ښار کندهار کې د ځينو نورو خیریه کارونو او ارزونې لپاره په دغه ولایت کې یوه زندان ته ورغی.
هغه وايي "ما په زندان کې له ډېرو ځوانانو سره ولیدل او ګڼ شمېرو یې د واده د لګښتونو د پوره کولو لپاره جرمونه کړي وو. اصلي لامل یې هم لوړ ولور، د واده او مراسمو لوږ لګښتونه او په ټوله کې ناسم دودونه دي."
د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د لور کچه توپیر لري. په ځینو سیمو کې د ناوې پلار په واده کې د لګښتونو او ولور شاوخوا ۱۸ زره ډالر غواړي. حتی د ناوې لپاره د ګاڼو او له کوژدې تر واده د بېلا بېلو مراسمو ټول لګښتونه تر ۳۰ زره ډالرو هم رسېدلی شي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سړي سر کلني عاید خورا ټيټ دي او لویه سلنه وګړي یې کار نه لري.
ځینې داسې کورنۍ هم شته چې ولور نه اخلي.
"افغانان باید پر خپلو لوڼو او زومانو رحم وکړي"
سیلاب خیریه بنسټ ځینو هغو ته هم د واده کولو یا د ژوند ملګري د ټاکلو برخه کې مرسته کوي چې له وړاندې له دوی سره ثبت وي. د دواړو اړخونو هغه شرایط سره ګوري چې له وړاندې یې ده ته ورکړي وي، بیا د واده زمینه ورته برابروي.
د دې تر څنګ کونډ سړي او کونډې ښځې هم نوملیکنه ورسره کوي او دی یې په جوجاړي کې مرسته کوي. له هغه وروسته رویباري ورته کوي او د واده زمینه ورته برابروي.
ښاغلی سېلاب وايي چې په دې ټولو ډولونو ودونو کې د هلک او نجلۍ رضایت په پام کې نیسي.
د ده د فعالیتونو له امله اوس له خلکو د سیلاب اصلي نوم تر ډېره هېر شوی او د "مجردانو وکیل، د مجردانو بابا او د مجردانو پر مشر" مشهور دی.
هغه په خندا راته وویل "دا لقبونه ځکه راته د ویاړ وړ دي چې د داسې قشر "مجردانو" خیرخواه یم چې ډېر ځورېدلي دي او هر ستونزه کې خدای ته مخ کوي چې د واده ستونزه یې ورته هواره کړي."
دی په خپلو کارونو کې کله کله له سختو احساساتي شېبو سره هم مخامخېږي. سیلاب په خپګان کې د یوې داسې جوړې یادونه راته وکړه چې ۱۳ کاله یې پر کوژده تېر شوي وو او د ناوې د پلار د غوښتنو له امله یې واده ونشو.
"زوم په ژړا راغی، راته ویې ویل د ناوې پلار له خپلې ژمنې په شا شوی، ولور نه راته بخښي. زه ایران ته کډوال کېږم او ناوې به ۱۳ کاله نوره هم د خپل پلار په کور ناسته وي."
هغه اوس په دې هڅه کې دی چې افغانستان کې د لوړ ولور او د ودونو بې ځایه لګښتونو دود ختم کړي. "افغانان دې پر خپلو لوڼو او زومانو رحم وکړي."
افغانستان کې د لوړ ولور او ودونو کې د مصارفو د کمولو لپاره بېلا بېل کمپاینونه شوي، ځینو یې څه ناڅه اغېز هم لرلی.
هغه وايي " اوس قومي مشران اړیکه راسره نیسي او راته وايي چې موږ هم غواړو دا بد رواجونه پای ته ورسېږي. زموږ مبارزې د تمې خلاف رنګ راوړی."
خو ښايي له یوه مخه افغانستان کې د دغه ناسم دود ختمېدل ناشونی وي یا ډېر وخت ونیسي.
د ښاغلي سېلاب کار ډېر فعالیت او او حوصله غواړي، "ځینې وخت دومره ستړی شم چې له ځان سره ووایم، نور دا کار پرېږدم، خو د هر ډله ییز واده له پای ته رسېدو سره ډېر د ارام احساس کوم او انرژي اخلم. نو بیا په کار پیل وکړم. نړۍ کې له دې بله ستره خوشحالي نشته."