د بایډن او نتنیاهو تلېفوني خبرې؛ اسرائیل وايي پر ایران ځوابي برید به یې "مرګونی، دقیق او ناڅاپي" وي

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلېفوني خبرو کې یو ځل بیا پر دغه هېواد د ایران لخوا د تېرې اوونۍ راکټي برید په کلکه غندلی او د اسرائیلو د امنیت ټنګښت ته یې د امریکا ټینګه ژمنتیا ښودلې ده.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې منځني‌ ختیځ کې د کړکېچ د پراختیا په لړ کې د ایران توغندويي برید او هغو ته د اسرائیل احتمالي ځواب د دغو نیم ساعته تلېفوني خبرو، چې د امریکا مرستیاله ولسمشره کمالا هرېس هم پکې حاضره وه، تر ټولو مهمه موضوع وه.‌

بلخوا د اسرائیل دفاع وزیر 'یواو ګالانت' تر دغو خبرو لږ وروسته اعلان وکړ چې پر ایران به د دوی ځوابي برید "مرګونی، دقیق او ناڅاپي" وي.

هغه وویل "دوی [ایران] به پوه هم نه شي چې څه وشول او څنګه وشول، دوی به پاېلې وګوري."

ښاغلي ګالانت دا څرګندونې د اسرائيلو د پوځ د یوه استخباراتي مرکز د لېدنې پر مهال کړې.

نوموړي د ایران د تېرې اوونۍ برید چې په ترڅ کې یې نږدې دوه سوه بالېستیک توغندي د اسرائیل پر لور توغول شوي وو، "یرغلیز خو غیردقیق" وباله.

هغه وویل د ایران برید کې "هوايي ځواک ته زیان وانه وښت، ټول مسیرونه مو کار کوي، هر څه دوام لري.‌ یوه الوتکه مو هم نه ده زیانمنه شوې، یو سرتېري ته هم زیان نه دی اوښتی او یو ملکي کس هم نه دی زیانمن شوی."

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یواو ګالانت - د اسرائيل دفاع وزیر

د یادونې ده چې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لا مخکې ګواښ کړی، چې ایران به د دغه برید "درنه بیه" پرې کړي.‌

امریکا د اسرائیل د ځوابي اقدام د حق دفاع کړې، خو داسې ښکاري چې دا هڅه هم کوي چې د اسرائیل غبرګون محدود پاتې شي.

د سپېنې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیري، د بایډن او نتنیاهو تلېفوني خبرې "مستقیمې او ډېر رغنده" بللې دي.

هغې خبریالانو ته وویل، د ایران د برید په اړه بحثونو دوام وکړ او زیاته یې کړه، تر هغه چې د بیروت لوی هوایي ډګر پرانیستی وي، نو متحد ایالتونه به په لبنان کې امریکایانو لپاره الوتنې ته دوام ورکړي.

له دې سره په منځني‌ ختیځ کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتو او همدا راز غزه کې د اسرائیل هوايي بریدونو هم دوام موندلی.

په دې لړ کې د لبنان سویلي ښار صیدا ته نږدې پر یوه کلي د اسرائیل په یوه هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي‌ دي.

د اسرائیلو اړخ ته بیا په یوه کوچني ښار "کیریات شمونه" کې د حزب‌الله لخوا د توغول شویو توغندیو لګېدو دوه کسان وژلي دي.

اسرائيل

دا د دواړو خواو ترمنځ په تېرو ۱۲ ورځو کې په ډراماتیکه توګه د نښتو له ډېرېدو راهیسې لومړی ځل دی، چې اسرائیل کې د حزب‌الله د توغندیو د برید له کبله ملکیان وژل کېږي.‌

د دغه هېواد حیفا ښار کې هم څو توغندي لګېدلي او لږترلږه ۵ کسان پکې ټپيان شوي‌ دي.

اسرائیل وايي، د سپتمبر ۳۰مه یې د لبنان سویل کې د ځمکني یرغل له پیل راهیسې دغه هېواد کې له ۱۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه هم کړي دي.‌

د اسرائیل هوايي‌ځواک چارشنبه ناوخته په یوه بیان کې وویل، د غزې د شمال په جبالیه کې یې هم د روانې جګړې په لړ کې ۳۰۰ اهداف په نښه کړي‌.‌

هممهاله د حماس تر کنټرول د مدني‌دفاع اژانس ویلي، چې د اسرائيل له برید وروسته یې د کډوالو جبالیا پنډغالي کې د ۱۵ کسانو مړي موندلي دي.