تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کسان چې غواړي ډېر ماشومان ولري او باورمن دي چې سپینه ماڼۍ هم د دوی پر خوا ده
سیمون کولینز پنسلوانیا کې په خپلې د اتلسمې پیړۍ جونګړه کې ناسته ده، توربخنه جامې یې اغوستی او له خپلو څلورو ماشومانو څخه یې یو په غېږ کې نیولی او خوروي یې. ساعت لا د سهار ۸:۳۰ بجې دي خو هغه یو څه ستړې ښکاري - نوموړې څو ځایه کاروبار او یو بنسټ لري او دمګړۍ پر خپل پنځم ماشوم مېندواره هم ده. خو دا او مېړه یې مالکم لا د نورو ماشومانو پلان هم لري.
دا وایي "لږترلږه اووه... له فیزیکي پلوه چې څومره راوړی شم. که دولس شي لا به غوره وي."
دا امریکایۍ جوړه چې ۳۷ او ۳۸ کاله عمر لري، کلکه باورمنه ده چې نړۍ د ډېرو ماشومانو درلودو ته اړتیا لري کنه د تمدن د زوال له خطر سره مخ ده.
دوی د ډېرو ماشومانو د زېږون غوښتنې د ملاتړي 'پروناتالیزم' غورځنګ یوه بېلګه ګرځېدلي دي. دا غورځنګ باور لري چې د زېږون د کچې ټیټېدل ټولنې لپاره لویه ستونزه ده او دا چې لویې کورنۍ یې حل لاره ده.
دوی ادعا کوي چې د مصنوعي القاع (IVF) د پروسې په جریان کې یې د خپلو نطفو د ځیرکتیا په څېر د ځانګړتیاو معاینې لپاره ځانګړې ټېکنالوژي کارولې ده.
دوی په ۲۰۲۳ کې یوه پټ خبریال ته وویل: "دا مطالعات مو پر دې پوهوي چې د هوښ ضریب (ای کیو) لپاره زموږ جینیتیکي تمایل څه دی. موږ هېڅکله داسې ماشوم نه زېږوو چې د ایکیو برخه کې له موږ هر یوه کم امتیاز ولري [د هوښ ضریب یې له موږ کم وي]."
له هغې راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د روان کال پیل کې دویم ځل لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، دوی خپل تبلیغات یوې نوې کچې ته رسولي دي. کولینز کورنۍ اوس په سپینه ماڼۍ کې ځینو خلکو ته د خپلو احتمالي متحدانو په سترګه ګوري او بشپړ هوډ لري چې له دې ګټه پورته کړي.
ایلان مسک تر دې دمه د زېږون کمښت له ټولو لوی خطر بللی چې "تمدن ورسره مخامخ شوی دی".
د هغه په اړه ویل کېږي چې تر اوسه یې ۱۴ ماشومانو زېږولي دي.
مسک په ټکزاس کې د وګړو هوساینې نوښت ته چې د زېږون، مور او پلار کېدو او د نفوس د ودې راتلونکې په اړه څېړنې کوي، ۱۰ میلیون ډالر بسپنه ورکړې ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وېنس هم په زغرده د زېږون په اړه خپلو نظر او لیدلوری شریک کړی دی. هغه جنورۍ کې د جنین سقطولو پر ضد لاریون کې اعلان وکړ: "زه په متحدو ایالتونو کې نور ماشومان غواړم. "
د زېږون کمېدو حقایق روښانه دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې د روانې پېړۍ تر پایه به د ډېرو هېوادونو نفوس کم شي. دا به زموږ پر ټولنو او اقتصاد ژوره اغېزه ولري.
ځینې خلک پر دې باور دي چې د وخت له تېرېدو سره کولی شو چې له دغه نوي واقعیت سره ځان برابر کړو. خو د زېږون غوښتنې ملاتړي یا پروناتالیستان دې ته دومره هیله من نه دي.
که دا واقعا یو کړکېچ وي، نو بیا داسې شی دی چې د ټولو سیاسي ډلو ټپلو خلک ورته باید اندېښمن واوسي.
خو لږترلږه په امریکا کې زېږون غوښتونکي (پروناتالیستان) تقریبآ ټول له ښي اړخي سیاسي لوري دي.
تېره اونۍ ټکزاس کې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو یوه ډله د زېږون د ملاتړ په دویم کنفرانس کې راټوله شوې وه.
دې غونډې د پروناتالیزم دوه غاړې چې په امریکا کې د ښي اړخ په دوو چورلټ جلا څانګو پورې اړوندې دي، سره یو ځای کړې. محافظه کار عیسویان او د ' ټېک ښي' غړي.
'ټېک ښی' یا د ټېکنالوژۍ ښی اړخ یوه مخ پر ودې څانګه ده چې د سیلیکان درې له ازادۍ غوښتونکي، سټارټ اپ کلتور څخه سرچینه اخلي.
مالکوم وايي: "موږ د داسې خلکو ټلواله یو چې فلسفې، دیني عقیدې او د کورنۍ جوړښتونه مو له نورو خورا توپیر لري. خو یو شی چې موږ پرې موافق یو هغه دا دی چې زموږ اصلي دښمن ښاري مونوکلچر دی؛ د کیڼ اړخو د یووالي کلتور. "
په هره توګه، دې ټلواله کې سر له اوسه ځینې درزونه جوت دي.
ډېری دودیز مذهبي ښي اړخي د مصنوعي القاع (IVF) کارولو په اړه شک لري او د جنین له معاینې سره موافق نه دي، په داسې حال کې چې ځینې یې د همجنسبازانو د واده او موروپلار والي مخالفت هم کوي.
اقتصادپوهه کاترین پاکالوک چې د اتو ماشومانو مور او د شپږو نورو میره ده، وايي: "دا د داسې خلکو یو عجیب اتحاد دی چې ښکاري یوازې پر دغه یوه ټکي سره موافق دي: چې د زېږون کچه ډېره ټیټه ده. خو د حل لپاره یې د څه کولو په تړاو خورا ډېرې او مختلف نسخې او نظرونه موجود دي."
پروناتالیزم کې یوه له خورا اختلافي مسلو پر جینیتیک باندې د ټېکنالوژۍ ښي اړخو منځ کې د ځینو ډېر تمرکز دی. تېر کال د زېږون د ملاتړ (ناتال) کنفرانس ډېر ویناوال داسې خلک وو چې له هغو شرکتونو سره اړیکې لري چې د ونې او ذکاوت په څېر ځانګړتیاو لپاره د نطفې یا جنین د جینیتیکي معایناتو وړاندیز کوي.
دا داسې موضوع ده چې د سیاسي قشر په ټولو خواوو کې خلک ناراحته کوي.
امریکا کې ښي اړخ ته د مایل اخلاقو او عامه پالیسۍ مرکز یو همکار پټریک ټي براون چې د کورنیو د ملاتړ پر پالیسۍ کار کوي وايي: "پر مصرفي محصولاتو د ماشومان بدلول داسې څه دي چې زه یې په اړه واقعا اندېښمن یم. دا خبره له ستونزو ډک ځای ته وړي. "
ځینې کسان چې په دې وروستي کنفرانس کې یې برخه اخیستې، ځانونه د "نژاد رښتینوال یا ریالیستان" معروفي کوي. یوه یې داسې تېريګر نظرونه هم خپاره کړي چې ادعا کوي د نژاد او ذکاوت ترمنځ اړیکه موجوده ده؛ څه چې د ډېرو ساینسپوهانو په وینا چورلټ غلط دي.
جینیتیکپوه ادم روترفورډ وايي، کارول شوې ډېټا له درغلۍ او نژادپالنې ډکه او له داسې ناڅیزه بېلګو اخیستل شوې چې د نوموړي په وینا هغه چا لپاره باور وړ ساینسي شواهد نه شي ګرځېدای، چې له کوم غرض پرته حقیقت سره لیوالتیا لري.
دی زیاتوي: "دا څرګندونې د ساینسي نژادپالنې د تاریخي نظرونو لنډیزونه دي. "
له هغو دلایلو یو چې ځینې خلک نه غواړي ځانونو ته پروناتالیستان ووايي، په دغه غورځنګ کې له توند دریځه نظرونو سره غاړه وړل دي. کاترین پاکالوک د همدوی له ډلې ده.
دا وايي: "فکر کوم چې ښايي ځینې داسې خلک پکې دي چې سوچ یوجینیسیستان [د انساني نژاد سمون غوښتونکي] یا د سپین پوستو برلاسي غوښتونکي دي. زه دا کرکجن او د ترټنې وړ [عمل] ګڼم او هېڅکله له داسې خلکو سره د یو ځای کېدو لیوالتیا نه لرم."
نو، ایا دا څنډې ته ډله واقعا کولی شي د امریکا په حکومت کې د ځینو ځواکمنو خلکو پام ور واړوي؟
داسې نښې نښانې شته چې د ټرمپ اداره کورنۍ ته لومړیتوب ورکوي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۸مه مصنوعي القاع (IVF) ته د لاسرسي د ښه کېدو یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې "د کورنۍ د تشکیل پر اهمیت" او دې ټینګار کوي چې "زموږ د ولس عامه پالیسي باید لیوالو او ارمانجنو میندو پلرونو لپاره د ماشومانو درلودل اسانه کړي".
پروناتالیستان پر دې خوښ دي او ډېر یې هیله لري چې دا د راتلونکو اقداماتو پیلامه ده.
مالکم وايي: "[که له ما وپوښتئ چې] ایا موږ دمګړۍ سپینه ماڼۍ کې داسې پروناتالیستان لرو چې پالیسۍ پر مخ وړي؛ دې ته به زما ځواب دا وي، 'مطلب هو، لکه ایلان او جي ډي وینس'."
مالکوم او سیمون ډاډمن نه دي چې د دوی فعالیت دې لا تر اوسه کومه مشخصه لاسته راوړنه لرلې وي - خو پر دې باورمن دي چې درک کوونکي مخاطبان لري.
سیمون وايي، "موږ د ټرمپ ادارې ته د اجرائیوي فرمانونو مسوده سپارلې ده. "
د دوی په وړاندیزونو کې دا هم شامل دي چې د ماشومانو پالوونکو لپاره دې ځینې مقررات لېرې او په موټر کې دې ماشومانو لپاره د ځانګړو څوکیو د کارولو انتخاب ازاد شي، چې په موټر کې لا ډېر ماشومان ځای کړای شي.
تر اوسه پورې د ولسمشر ټرمپ په اجرائیوي فرمانونو کې د مصنوعي القاع په اړه له حکم پرته داسې لږ څه لیدل کېږي، چې په مستقیم ډول دې د کورنۍ په ګټه وګڼل شي.
خو د امریکا د ترانسپورت وزیر 'شان ډفي' په جنورۍ کې داسې یو یادښت خپور کړ چې دغه وزارت ته یې د مرستو وېشلو پر مهال "هغو ټولنو ته د لومړیتوب ورکولو" لارښوونه کوله چې "د واده او زیږون کچه پکې د هېواد له منځنۍ کچې لوړه وي".
دا لا روښانه نه ده چې که د زېږون غوښتنې ملاتړې یا پروناتالیستې نظریې پر پالیسۍ بدلېږي، دا کار به څنګه کېږي.
په ووکس کې د پالیسۍ برخې خبریال ریچل کوهن وايي: "د ټرمپ سپینه ماڼۍ کې یقینا د پروناتالیستانو پیاوړی نفوذ موجود دی. زما په اند یوه مهمه پوښتنه دا ده چې دا ټول به څنګه د زیږون کنټرول او د میندوارۍ د مخنیوي محدودولو په هڅو کې سره یو ځای شي، او دا به د ماشومانو د پالنې تمویل په څېر د لګښتونو په تړاو پر بحثونو څه اغېزه وکړي."
خو پټریک براون بیا له دې سره موافق نه دی. دی وايي: "که تاسې د کانګرس ودانۍ ته لاړ شئ، او د کانګرس له غړو یا د امریکا لروبر له واليانو سره خبرې وکړئ، نو هغوی لزومآ ان دا ستونزه نه ګوري. "
د ده په وینا، "د انټرنېټ له لارې هڅونې" تل د بریاليو ډلهییز غورځنګو د راپورته کېدو لامل نه ګرځي. "او څه چې پام جلبوي، هغه پارونه، سرکښي او له کرښې اوښتل دي." څه چې ډېر کلیکونه ترلاسه کوي، ډېر تعقیبوونکي خپلوي.
"[خو] زما په باور دا داسې څه نه دي، چې تاسې به یې پایله کې سیاسي خوځند یا تحرک بدل کړای شئ."