ايران وايي د کرمان دوو خونړيو چاودنو کې "يو ځانمرګی بريدګر تاجکستانی و"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ايران په کرمان ښار کې د چارشنبې ورځې خونړيو چاودنو د قربانیانو له خښولو یو ساعت وروسته، د دغه هېواد د استخباراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې دې ځانمرګو بریدونو کې "تاجکستانی" وګړی ښکېل و.
د ایران د استخباراتو وزارت وايي، د دویم بریدګر پېژندګلوي لا هم نه ده شوې. د دغه هېواد د ملي امنيت د خبرپاڼې له مخې، د ایران په شپږو ولایتونو کې د بریدګرو په "ملاتړ" نهه تنه نيول شوي دي.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم د بريد په تړاو د ځينو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی و.
د کرمان د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو نژدې یو پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي.
چارواکو په دغو چاودنو کې د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر ۸۹ او د ژوبلېدلو هغو ۲۸۴ تنه ښودلی دی چې له ډلې یې ۱۲ تنه افغانان یاد کړي دي.
ایران؛ د کرمان په چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران په کرمان کې ځايي ادارې وايي چې د تېرې چارشنبې ورځې په خونړیو چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي.
دا خبر د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې تائيد کړی او د دغو وژل شوو کسانو نوملړ یې هم خپور کړی دی.
په ۱۲ وژل شویو افغانانو کې شپږ ښځې او شپږ نارينه ښودل شوي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه کسان د چاودنې په ورځ په هماغه سيمه کې وو چې د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مناسبت مراسم پکې روان وو.
د یادولو ده چې د وړمې ورځې د دغو غبرګو چاودونو مسولیت یوه ورځ په ځنډ پرون اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش' ومانه او ویې ویل چې دواړه ځانمرګي بریدونه وو.
"د برید په تړاو ځینې کسان نیول شوي"

د عکس سرچینه، FARS
قاسم سلیماني د 'سپاه پاسداران' له ایرانه د بهر پټو عملیاتو څانګې 'قدس ځواکونو' مشر و چې په عراق، لبنان او سوریه کې فعالیت کوي.
دغه ۶۳ کلن تورن جنرال د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه د یوې امریکايي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو. تېره چهارشنبه یې څلورم تلین و او ګڼ خلک یې نمانځنې ته ورټول وو چې دوه غبرګې چاودنې پکې وشوې.
ایران د افغانستان له هغو ګاونډیو دی چې زرګونه افغانان پکې مېشت دي.
دغه برید په ایران کې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوی دی.
د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي مرستیال محمد جمشيدي اسرائيل او امريکا په دې بريد کې په لاس لرلو تورن کړي خو امریکا وايي، داسې نښې نشته چې اسرائيل دې په دې چاودنو کې لاس ولري او د واشنګټن ښکېلتيا یې هم رد کړې.
په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې د دغه برید په تړاو یې ځينې کسان نیولي دي.











