د کډوالۍ نړیوال سازمان: پاکستان څه باندې شپږ سوه زره بې اسنادو کډوال ایستلي دي

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي پاکستان تر اوسه ۶۳۹ زره بې اسنادو افغان کډوال ایستلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ای او ایم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا یو این اېچ سي ار ترڅنګ په منظم ډول افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنیېدو او له افغانستان څخه د تلونکو خلکو شمیرې ثبتوي.

دغه نړیوال سازمان د روانې جون میاشتې په تازه رپوټ کې ویلي، پاکستان د سپټامبر له ۱۵ مې راهیسې چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ یې پیل کړه تر ۶۳۹۰۰۰ زرو نه ډېر افغانان ایستلي دي.

د تېر کال اکتوبر په دریمه، د پاکستان ملي اپیکس کمېټې د یو میلیون څخه د زیاتو بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو پلان تصویب کړ چې لویه برخه یې افغانان دي.

د ای او ایم د معلوماتو له مخې، ډېری ایستل شوي خلک په ننګرهار، کابل، کندهار، کندوز، لغمان او نورو ولایتونو کې مېشت شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په وینا د مارچ له پیله د کډوالو لړۍ چټکه شوه چې په مې او اپریل میاشتو کې تر ټولو ډېر خلک چې شاوخوا ۴۰ زره ته رسېږي بېرته راغلي دي.

بل خوا د طالبانو حکومت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت هم وخت ناوخت شمېرې خپرې کړې او د باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې یوازې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د تورخم له لارې ۷۹، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۴۹، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۷ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

یوازې پاکستان نه دی چې افغانان ستنوي، بلکې بل ګاونډي ایران هم ورته چاره جاري ساتلي او د دې هېواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بحث توده موضوع هم افغان کډوال دي.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو ویلي چې که بریالي شي، کډوال به وباسي او د نورو د راتګ د مخنیوي لپاره پر پوله دیوال جوړوي.

پاکستان هم په خپله پرېکړه ولاړ دی او په وروستیو کې یې په ملګرو ملتونو کې استازي منیر اکرم ویلي و، چې پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د مېشتو ټولو بهرنیو وګړو په اړه خپل قانون پلي کوي او ټول هغه کډوال له پاکستانه باسي چې قانوني اسناد و نه لري.

د کډوالو نړیوال سازمان یا ای او ایم او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا یو این اېچ سي ار وايي ډېری راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې د کار او سرپناه د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي او د ژوند له کړاوونو سره مخ دي.