تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ځمکې ورځ؛ د شمسي نظام د دې سیارې په اړه ۱۰ حیرانوونکي حقیقتونه
نن د اپریل ۲۲ ده. دا ورځ د ځمکې ورځ په نوم نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو ځمکې ته دا ورځ د ۱۹۷۰ کال د اپرېل د ۲۲ مې په یاد ځانګړې کړې ده.
پر هغه ورځ د امریکا په سترو ښارونو کې تر ۲۰ میلیونو ډېر کسان واټونو ته راووتل او د انسانانو د فعالیتونو له کبله یې چاپیریال ته د اوښتونکو زیانونو خلاف اعتراض وکړ.
ځمکه زموږ ستاسې ګډ کور دی. نو راځئ سږ کال د دې ورځې په ویاړ د دې سیارې په اړه څو حیرانوونکو واقعیتونو ته پام وکړو.
۱ ځمکه کامله کره نه ده
د ځمکې سیاره معمولا د یوې کاملې کرې په توګه کښل کېږي، خو رښتینې بڼه یې د کاملې کرې په څېر نه ده.
ځمکه په دواړو قطبونو کې یو څه هواره یا مسطح ده. د دې لامل د نورو سیارو په څېر د جاذبې قوه او د څرخېدو له کبله له مرکزه د تېښتې ځواک دی.
له همدې کبله په استوا ناحیه کې کره یو څه راوتلې هم ده.
د یادونې ده چې د ځمکې د استوايي مدار د قطر او د داړو قطبونو د قطر ترمنځ د ۴۳ کیلومترو توپیر موجود دی.
۲ د ځمکې تر ۷۰ سلنې ډېره برخه اوبو پوښلې
د ځمکې پر مخ اوبه په درېواړو بڼو 'جامد، مایع، او ګاز' موجودې دي.
د ځمکې له څلورو نږدې درې برخې ډنډونونو، سیندونو، سمندرونو او یخچالونو پوښلې دي.
خو دا هم د ویلو ده چې د ځمکې د سطحې شاوخوا ۹۷ سلنه اوبه تروې او مالګینې دي.
۳. فضا پورته د ځمکې له سل کیلومترۍ پیلېږي
د ځمکې د اتموسفیر او فضا ترمنځ پوله د کارمان کرښې په نوم یادېږي. دا کرښه د سمندر له سطحې ۱۰۰ کیلومتره لوړه پیلېږي.
د اتموسفیر شاوخوا ۷۵ سلنه طبقې د سیندو له سطحې د ۱۱ کیلومترۍ په لوړوالي موجودې دي.
۴. ځمکه اوسپنیزه هسته یا زړی لري
ځمکه د شمسي نظام پنځمه لویه او تر ټولو درنه سیاره ده.
د ځمکې مرکز یو لوی جامد توپ دی چې قطر یې ۱۲۰۰ کیلو مترو ته رسېږي.
د ځمکې مرکزي هسته له اوسنې جوړه ده.
نږدې ۸۵ سلنه اوسپنه او ۱۰ سلنه نکل د ځمکې د مرکزي هستې وزن جوړوي.
۵. ځمکه تر دې دمه یوازنۍ پېژندل شوې سیاره ده چې ژوند پرې کېږي
تر دې دمه په شمسي نظام او ټول کهکشان کې له ځمکې پرته بله داسې سیاره نه ده پېژندل شوې چې د ژوند نښې پکې وکتل شي.
د وروستیو موندنو پر بنسټ د ځمکې پر مخ د ژویو ۱ اعشاریه ۲ میلیون بڼې ژوند کوي.
خو دا د ژوندیو موجوداتو یوازې پېژندل شوې او ډلبندي شوې بڼې دي او اټکل دا دی چې د ټولو شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.
ساینسپوهانو په ۲۰۱۱ کال کې اټکل کړی و چې د ځمکې پر مخ به د ژوندیو موجوداتو ټولټال ۸ اعشاریه ۷ میلیون بڼې موجودې وي.
ځمکه شاوخوا ۴ نیم میلیارد کاله پخوا جوړه شوې. فیزیکي ځانګړنو او د څرخېدو څرنګوالي یې له میلیونونو کلونو راهیسې د ژوند د بقا امکان برابر کړی.
۶. د ځمکې ټولو برخو کې جاذبه په یوه اندازه نه ده
دا چې ځمکه کامله کره نه ده نو له همدې کبله یې بېلابېلو برخو کې د جاذبې قوې اندازه هم توپیر لري.
د ساري په ډول که د استوا له کرښې د ځمکې د قطبونو پر لور روان شو، د جاذبې میدان اندازه زیاتېږي. خو دغه توپیر په تش لاس او حواسو نه محسوسېږي.
۷. ځمکه له حیرانوونکو تضادونو ډکه ده
زموږ ستاسې سیاره له خورا ډېرو تضادونو ډکه ده. د ځمکې د بېلابېلو برخو جغرافیوي موقعیت او مختلفه اوبهوا په دې مانا دي، چې هره سیمه یې خپله ځانګړنه لري.
په دې لړ کې څو سیمې د نړۍ د ډېرو تودو برخو په توګه پېژندل شوې دي.
تر ټولو ډېره توده یې د امریکا متحدو ایالتونو کې د 'مرګ دره' ده، چې د ۱۹۱۳ کال د جولای په ۱۰مه پکې تودوخه د سانتيګراد په کچه ۵۶ اعشاریه ۷ درجو ته رسېدلې وه.
تر ټولو سړه سیمه بیا انتراکتیکا ده.
د ۱۹۸۳ کال د جون پر ۳۱مه د تودخې درجې ثبتونکو وسایلو دغلته د سانیتګراد منفي ۸۹ اعشاریه ۲ درجې وښودې.
۸. تر ټولو ستر مرجاني دېوال
د استرالیا ساحل کې یو ستر مرجاني دېوال موجود دی.
دا د ځمکې پر مخ تر ټولو ستر دېوال دی چې د ژوندیو موجوداتو له پاتې شونو جوړ شوی.
د دې مرجاني ډبرې اوږدوالی ۲۳۰۰ کیلومترو ته رسېږي او د سمندري ژویو زرګونه ډولونه پرې ژوند کوي.
دغه مرجاني دېوال په ۱۹۸۱ کال د یونسکو لخوا په نړیوالو میراثونو کې اضافه شو.
۹. ټېکټونیکي پلیټونه
ټېکټونیکي پلیټونه په دې مانا دي چې د ځمکې سطحه په دوامداره توګه د تغییر په حال کې ده.
ټېکټونیکي پلېټونه د ځمکې پر مخ د غرونو جوړېدو، زلزلو رامنځته کېدو او اورشیندو فعالېدو کې رول لري.
د دغو پلېټونو خوځښت او حرکت د سمندرونو تل کې د پرله پسې بدلونونو له لارې د تودوخې درجې په لوېدو او لوړېدو کې هم رول لري.
۱۰. ځمکه د خونديتابه ډال لري
د ځمکې مقناطیسي میدان د لمر له انرژۍ د ډکو ذرو د پرله پسې بمبار پر وړاندې د ساتندویه ډال په توګه رول لوبوي.
دغه مقناطیسي میدان د ځمکې له دننۍ هستې پیل او د لمرینو بادونو تر پولو رسېږي.
مقناطیسي میدان پر خپلو نورو ځانګړنو سربېره له ځینو ژویو سره دې کې هم مرسته کوي، چې خپل لوری مالوم او وټاکي.
موږ انسانان بیا دغه کار لپاره له لورښود (قطب نما) یا کمپاس ګټه اخلو.