طالبان د روسیې-تاجکستان د پوځي تمریناتو غبرګون کې: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي

 روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به "د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي".

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: "د پولو ساتنه او پر پولو پوځي تمرینونه د اړوندو هېوادونو مسؤولیت دی، خو موږ د افغانستان په استازیتوب د سیمې ټولو ګاونډیانو او هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي".

د ښاغلي فطرت د خبرو ویډیو په کابل کې "آریانانیوز" خصوصي تلویزیون خپره کړې ده. ظاهراً دغه څرګندونې پرون د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان د ګډو پوځي تمریناتو په غبرګون کې وشوې.

د اپرېل په ۱۵مه د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه څلور ورځني پوځي تمرینات پیل کړل.

دغه تمرین د تاجکستان په ختلان سیمه کې ترسره شو.

د روسيې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د دغه هېواد پوځي ځواکونه د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د "ترهګرو ډلو" له منځه وړلو لپاره له پوځي واحدونو څخه د استفاده پیل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ټینګار شوی چې د دې ګډو تمریناتو موخه په غرنیو سیمو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د پوځي واحدونو چمتو کول او د هغو "ناقانونه وسله‌والو ډلو" له منځه وړل دي چې له پولو را اوښتی دي.

تاجکستانیان

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د تورنو په ډله کې یو کس هم ۲۵ کلن شمس الدین چې څېره یې ظاهرا بده پړسېدلې او د یاد برید لپاره د دوو نورو کسانو په استخدامولو هم تورن دی چې د تېرې دوشنبې په ورځ نیول شوي دي.

د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه څو اونۍ وروسته له هغه ترسره کېږي چې د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت په یوه ځای کې خونړی برید وشو چې له امله یې تر ۱۳۰ زیات کسان ووژل شول.

"اسلامي دولت" نومې (داعش) د دغه برید مسؤولیت منلی دی.

روسیې د تاجکستان څلور اتباع نیولي او ادعا کوي چې دوی د دې برید عاملین وو.

دا لومړی ځل نه دی چې روسي ځواکونه او د دوی متحدین د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په اکتوبر میاشت کې د "ټول ګډوني امنیتي تړون" د شپږو غړو هېوادونو وسله‌والو ځواکونو د تاجکستان په سرحدي سیمو کې پوځي تمرینات وکړل.