د سرو زرو د پېر او پلور پر مهال باید په کومو شیانو پوه شو؟

سره زر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د سرو زرو بیې په وروستیو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي
    • Author, سنجانا چودري
    • دنده, د سوېلي اسیا سیمه‌ییز ژورنالېزم

سره زر تل د اقتصادي بې‌ ثباتۍ او د بازار د کړکېچ په وختونو کې د پانګوالو لپاره یو خوندي پنا ځای پاتې شوی دی.

په تېرو څو اونیوو کې، د مرکزي بانکونو او مالي بنسټونو تر څنګ، انفرادي پانګوالو هم د سرو زرو پېر ډېر کړی دی.

د دې ګډو پېرنو له امله د سرو زرو بیې بې‌ ساري لوړې شوې دي؛ یوازې د ۲۰۲۵ کال په موده کې یې بیې له ۶۰ سلنې ډېرې پورته تللې دي.

خو د یو فرد لپاره د زرو پېر او پلور له ګڼو خطرونو سره مل دی، له دې نیولې چې څه وخت واخيستل شي تر هغې چې د پلور پر مهال پټ لګښتونه وپېژني.

دلته ځینې مهم ټکي دي چې د زرو د پېر پر وخت باید په پام کې ونیول شي.

که د سرو زرو پانګونه کوئ نو ډیجیټل بڼه هم په پام کې ونیسئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که د سرو زرو پانګونه کوئ نو ډیجیټل بڼه هم په پام کې ونیسئ

فزیکي که ډیجیټل؟

که تاسې زر د پانګونې لپاره اخلئ، نو د ډیجیټل بڼو په اړه هم فکر وکړئ.

ډیجیټل زر، د زرو فنډونه او د زرو بانډونه (یا له زرو سرو سره تړلی مالي سند) د زرو ټولې ګټې لري، خو له اضافي لګښتونو لکه د جوړولو فیس یا د ساتنې له فیسه مو خوندي ساتي.

ډیجیټل زر همدارنګه د زړېدو یا خرابېدو له امله د ارزښت له ‌لاسه ورکولو خطر نه لري.

فزیکي زر، چې د ګاڼو، تختو یا سکو په بڼه وي، د هغو کسانو لپاره غوره انتخاب دی چې زر د مراسمو یا د نېکمرغیو د لاملونو لپاره اخلي.

د زر د بیرته اخیستلو یا تبادلې پالیسۍ په اړه پوښتنه وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زر د بېرته اخیستلو یا تبادلې پالیسۍ په اړه پوښتنه وکړئ

صفاوالی او تصدیق

ټول زر ۲۴ قیراطه نه وي، په ځانګړي ډول هغه چې د ګاڼو په بڼه وي. خالص ۲۴ قیراطه زر ډېر نرم وي او د ګاڼو جوړولو لپاره نه کارېږي، له همدې امله دا عموماً د پانګونې لپاره د زرو د تختو یا سکو په بڼه پلورل کېږي.

د ګاڼو جوړولو پر مهال زر د نورو فلزاتو له الیاژونو سره ګډېږي، نو ډېری ګاڼې عموماً له ۱۸ تر ۲۱ قیراطو پورې زر لري.

د زرو د پېر پر وخت له پلورونکي د رسمي مهر یا(Hallmark) یا تصدیق غوښتنه وکړئ، ځکه دا سند د زرو وزن، صفاوالی، د هر ګرام بیه، د جوړولو فیس او مالیات ښيي.

د دې اسنادو ساتل وروسته د پلور یا بدلون پر وخت مرسته کوي.

د ګاڼو ځینې کاروباریان (د جواهرو جوړوونكي) د بېرته اخیستو تضمین هم ورکوي؛ دا انتخاب په پام کې ونیسئ، ځکه دا اکثره وخت په دې معنا وي چې پلورونکی د خپلو زرو پر صفاوالي باور لري.

یوازې له جواز لرونکو او مشهورو زرګرانو یې واخلئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوازې له جواز لرونکو او مشهورو زرګرانو یې واخلئ

له باوري سرچینو یې وپېرئ

که فزیکي زر وي یا ډیجیټل، تل هڅه وکړئ چې له باوري او رسمي پلورونکو یې واخلئ.

له هغو نا تایید شویو انلاین پلټفارمونو ځان وساتئ، په ځانګړي ډول له هغو چې یوازې د لنډ وخت لپاره د ډېرې ګټې وړاندیز کوي.

د پېرېدونکو بیا کتنې وګورئ، د بیې له شفافیت ځان ډاډمن کړئ او د رسید او د بېرته ستنولو تګلارې تایید کړئ.

د زرو بیې هره ورځ بدلېږي، نو تل د باوري سرچینو رسمي نرخونه وګورئ.

لکه بانکونه، د زرو اتحادیې، یا د دولت رسمي وېبپاڼې، تر ټولو مهمه دا ده چې له پېرلو مخکې د ګاڼو د بېلابېلو کاروباریانو بیې سره پرتله کړئ.

د لګښتونو او نورو پټو فیسونو په جوړولو کې فکتور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لګښتونو او نورو پټو فیسونو په جوړولو کې فکتور

د جوړولو فیس په پام کې ونیسئ

د زرو د ګاڼو بیه کې د جوړولو فیس هم شامل وي، چې دا فیسونه د ټول لګښت له ۵٪ تر ۲۵٪ پورې کېدای شي.

کله چې تاسو زر وپلورئ، د جوړولو دغه فیسونه په قېمت کې نه شمېرل کېږي، نو د جوړولو لوړ فیس د بیا پلور ارزښت کمولی شي.

سربېره پر دې، تاسو یوازې په ګاڼو کې د زرو د وزن ارزښت ترلاسه کوئ؛ د ګاڼو پر انامیل یا نیمه‌ قیمتي ډبرو ارزښت د بیاپلور پر وخت نه شمېرل کېږي.

د پېر یا پلور پر مهال د تطبیقېدونکو مالیاتو محاسبه وکړئ؛ دا په فزیکي او ډیجیټل زر دواړو بیو اغېزه لري.

کله چې د زرو بیې بې‌ساري لوړې شي، د پلورلو هڅه ډېره وي. مخکې له دې چې زر وپلورئ، دلته ځینې ټکي په پام کې ونیسئ.

له باوري سرچینو د ورځې د سرو زرو بیه تایید کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له باوري سرچینو د ورځې د سرو زرو بیه تایید کړئ

د اوسني بازار نرخ وګورئ

د زرو د پلور پر مهال دا مهمه ده چې د زرو اوسني بازار نرخ او هغه څه چې پلورونکي یې ترې کموي، وپېژنئ.

د هغه څه پیدا کولو لپاره چې د بازار نرخ ته نژدې وړاندیز کوي، له یوشمېر پلورونکو څو نرخونه ترلاسه کړئ.

د ډیجیټل زرو په حالت کې، کېدای شي د پېر پر مهال پر تاسو مالیه ولګول شي چې دا پر پېرودلو لګول کېږي.

د وخت په تېرېدو، د سرو زرو ګاڼې ممکن د پوستکي، خولې، هوا، اوبو، یا کیمیاوي موادو سره د تماس له امله یو څه وزن کم کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وخت په تېرېدو، د سرو زرو ګاڼې ممکن د پوستکي، خولې، هوا، اوبو، یا کیمیاوي موادو سره د تماس له امله یو څه وزن کم کړي.

د کمښت سلنه وپېژنئ

پلورونکي یوه ټاکلې اندازه د عملیاتو لګښتونو، د بیې د بدلون او د ګټې لپاره منفي کوي.

د کمېسیون، د مدیریت، د تصفیې یا نورو فیسونو په اړه خبر اوسئ چې ممکن پلورونکي یې پرې ولګوي.

د بېلګې په توګه، ځینې پلورونکي د تصفیې یا خدمتونو فیس په توګه ۱-۳٪ منفي کوي.

په یاد ولرئ چې د ګاڼو په حالت کې د جوړولو فیس او د پېر پر مهال ورکړل شوې هر ډول مالیه د پلور پر وخت په نظر کې نه نیول کېږي.

سربېره پر دې، دا هم په پام کې ونیسئ هغه ګاڼې چې پلورئ، ممکن لږ وزن ولري نسبت هغه وخت چې مو اخیستي وې.

ځکه چې د وخت په تېرېدو، د پوست، خولې، هوا، اوبو یا کیمیاوي موادو سره د تماس له امله د زرو ګاڼې لږ وزن له لاسه ورکولی شي.

د سرو زرو نرخونه تعقیب کړئ چې غوره عاید ترلاسه کړئ
د عکس تشریح، د سرو زرو نرخونه تعقیب کړئ چې غوره عاید ترلاسه کړئ

سم وخت وټاکئ

د زرو بیې د انفلاسیون، د اسعارو د ارزښت او نړیوالې غوښتنې سره بدلېږي.

کله چې بیې لوړې وي یا د لوړې تقاضا په وخت کې زر وپلورئ، ښه عاید ترلاسه کولی شئ.

کله چې نرخ راټیټ شي، په بیړه له پلورلو ډډه وکړئ، پرته له دې چې بیخي اړین وي.

د خپل اصلي پېر بېل، د پاکوالي سند او نور اړوند اسناد وساتئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خپل اصلي پېر بېل، د پاکوالي سند او نور اړوند اسناد وساتئ.

رسیدونه او اسناد وساتئ

ستاسو د پېر رسید او د صفاوالي تصدیق د بې‌ ځایه بیو کمښت مخنیوی کوي او پروسه اسانوي.

د هغو زرو نرخ عموما ښه وي چې مهر شوي یا نښه پرې وهل شوې وي، ځکه چې د دې صفاوالی مخکې تصدیق شوی وي، خو تاسو ته د دې ثبوت ته اړتیا ده.

کله چې زر وپلورئ، د پلورونکي نوم، نېټه او وروستۍ بیه ثبت کړئ، چې دا د مالیاتو یا د معلوماتو لپاره ګټور وي.

که خپل رسید مو له لاسه ورکړی وي، له پلورونکي د لیکلي بیان غوښتنه وکړئ چې د زرو صفاوالی، وزن او د بیې محاسبه پکې ښيي.

د خرڅلاو لپاره یو باوري او تصدیق شوی پلورونکی غوره کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خرڅلاو لپاره یو باوري او تصدیق شوی پلورونکی غوره کړئ.

یو باوري پلورونکی وټاکئ

ښه به وي چې یوازې له تصدیق شویو پلورونکو سره زر وپلورئ. هغه کسان چې یوازې لنډ مهاله فعالیت کوي ممکن لوړې ګټې ژمنه وکړي، خو په پای کې دوکه درسره وکړي.

همدارنګه، د هغه سرو زرو لپاره غوره پیرودونکي ومومئ چې تاسو یې غواړئ وپلورئ - له جواهراتو پلورنځیو پلورونکو ته، د زرو له بازارونو بانکونو ته او لرغونې سکې سکې پېژندونکو ته – ځکه چې نه یوازې په سرو زرو، بلکې د محصول پر ارزښت ښه پوهېږي.

هغه اندازه چې تاسو ترلاسه کوئ د زرو د صفاوالي پورې تړلې ده، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ازموینه ستاسو په حضور کې د باور وړ طریقو لکه XRF یا ډیجیټل ازموینې سره ترسره شي.

د توکو د تفصیلي محاسبې غوښتنه وکړئ (وزن، صفاوالی، فیسونه) او په خبرو کې شفاف اوسئ.

پلورونکی باید په واضح ډول وښيي چې د وړاندیز محاسبه یې د زرو د صفاوالي او وزن له مخې، د هر ډول کمښتونو په کموولو سره، څنګه کړې ده.