د نړۍ کانونو کې څومره سره زر پاتې دي؟

انڈیا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جسټن باربر
    • دنده, کاروباري خبریال- بي بي سي

تېره میاشت نړیوال مارکېټ کې د یو اونس یا نږدې ۲۸ ګرامه سرو بیه هغه وخت تاریخ کې لوړ کچ ته ورسېده، چې مالیه یې له دوو زرو ډالرو نه هم ډېره شوه.

ویل کېږي د دې بیې لوړولو کې لاس د سرو د سوداګرو و او دې سره د سرو د رسد او برابرولو په هکله پوښتنې هم راپورته شوې، هم دا تپوس وشو چې دا ګرانبیه څیز به نړۍ کې کله ختمېږي.

سره د پانګې او د خپل مالي حیثت ښودلو په توګه او ځینې برېښنايي وسیلو کې کارېږي.

خو له دې سره دا توکی تر محدودې اندازې شته او داسې وخت راځي چې د ځمکې پر مخ به ختم شي.

د سرو نړیواله اداره یا ډبلیو جي سي وايي، تېر کال نړۍ کې د سرو تولید له ۳۵۰۰ ټنه ډېر و، خو تر ۲۰۱۸ کال یو سلنه کم دی.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د سرو کلنی تولید کم شوی دی.

د سرو نړیوالې ټولنې ویاند هانا برانډسټیټر وايي، راتلونکو کلونو کې د سرو رسد ځکه کمېږي چې د دې توکي کانونه ختمېږي او نوي کانونه نه موندل کېږي:

"‎خو له دې سره دا ویل هم ښايي سم نه وي چې د سرو تولید خپل عروج ته رسېدلی دی. "

کارپوهان هم وايي، که د سرو تولید عروج ته رسېدلی وي، بیا هم د څو کلونو لپاره د دې توکي تولید کې پام وړ کمی نه راځي، بلکې لسګونه کلونه وروسته ښايي دا کمی محسوس شي.

څومره سره پاتې دي؟

Worlds biggest gold mines

د امریکا د جیولاجیکل سروې له مخې تراوسه پنځوس زره ټنه سره په ځمکه کې شته.

که وکتل شي تراوسه یو لک نوي زره ټنه سره له کانونو اېستل شوي، که څه هم دې برخه کې به شمېر کم یا زیات وي، خو د یوې اندازې له مخې اوس له موږ سره ۲۰ سلنه سره پاتې دي.

خو دا شونې ده چې د نوې ټیکنالوجۍ په مرسته هغه سره هم و اېستل شي چې اوس یې له کانونو اېستل ګران دي.

ځینې کانونو کې د سرو اېستلو لپاره روباټ کارېږي او راتلونکي کې د دې وسیلې کارول زیاتېږي.

د سرو تر ټولو لوی کانونه

سونا

د عکس سرچینه، Reuters

د نړۍ د سرو تر ټولو لوی کان د سوېلي افریقا په وټ واټرسرانډبېسن کې دی.

ویل کېږي د نړۍ د اېستل شویو سرو ۳۰ سلنه سره له دې کان اېستل شوي دي.

د نړۍ نور لوی کانونه د چین اېم پوننګ، د اسټرالیا سپر پټ او نیو مونټ بوډنګټن، د اندونیزیا ګراسبرګ او د امریکا په نیواډا کې کانونه دي.

نړۍ کې تر ټولو ډېر سره چین کې اېستل کېږي او له ده وروسته کاناډا، روس او پیرو هم دې نوملړ کې دي.

کارپوهان وايي، نړۍ کې د سرو نوي کانونه موندل کېږي خو داسې کانونه کم دي چې ډېر سره ولري.

د سرو اېستلو ستونزې

هند
د عکس تشریح، د کورونا وبا پر مهال سره بې ساري لوړ شول.

د سرو اېستلو لپاره په لویه کچه کار اسانه خبره نه ده او ډېرو پیسو او وسیلو ته اړتیا لري، لکه ماشینونه او ماهران چې کار پکې وکړي.

اوس د نړۍ پر ۶۰ سلنه کانونو د ځمکې د پاسه کار کېږي، پاتې کانونو کې د ځمکې لاندې کار کېږي.

اوس داسې ډېر ځایونه نشته چې د سرو موندلو لپاره کانونه پکې ولټول شي، خو د لوېدیځې افریقا په څېر داسې سیمې شته چې د ځمکنیو حالاتو له امله پکې کان اېستل سخت دي.

د سرو ریکارډ بیه

سره بیا بیا کارېدو سره نه خرابېږي

د عکس سرچینه، GSO IMAGES

د عکس تشریح، سره بیا بیا کارېدو سره نه خرابېږي

تېر اګسټ د سرو بیه ریکاډ کچې ته ورسېده، خو د دې مطلب دا نه دی چې نړۍ کې د سرو کان اېستلو چاره هم زیاتېږي.

حقیقت دا دی چې د سرو پیداوار کې بدلون د دې توکي پر بیه اغېز کوي.

د سرو بیه د کورونا وبا پر مهال ډېره شوه، وجه هم د کان اېستلو چارو ټکني کېدل و، ان ځینې کانونو کې کار د څه مهال لپاره ودرول شو.

په دغه مهال د سرو بیه په دې هم زیاته شوه چې پانګوال پر اقتصادي حالت بې باوره شول او سره یې د خوندي پانګې په توګه وبلل.

سپوږمۍ کې سره

There is also gold on the moon.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپوږمۍ کې هم سره شته

سره پر ځمکه سربېره سپوږمۍ کې هم شته، خو هلته کان اېستل او بیا ځمکې ته دا توکي راوړل ډېر ګران تمامېږي.

تشیالپوه یا فضاپوه شنیډ او سیلیوان وايي، د دې سرو په لېږلو چې څومره لګښت کېږي تر هغه ډېر یې له کان په اېستلو مصرفېږي.

د نړۍ سمندرونو کې هم سره شته، خو د هغو اېستل هم ډېر ګران دي.

خو د سرو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې بیا بیا کارېدو سره له منځه نه ځي او پرلپسې کارېږي.

ځکه ویلی شو چې که نړۍ کې د سرو کانونه هم ختم شي، نو بیا به هم دوی وي.