هند ته له ۳۰ کیلوګرامو ډېر سره زر چا قاچاق کړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
هند کې هغه مهال نوی سیاسي جنجال را پورته شو چې دغه هېواد ته په ډیپلوماټیک بکس کې قاچاق شوي له دېرش کیلو ګرامو ډېر سره زر وموندل شول.
د هند سوېلي ایالت کیرالا په نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک چارواکو د تشناب وسایلو کې دا سره موندلي.
پر بکس په تیرووننتا پورم ښار کې د متحده عربي اماراتو د کونسلګرۍ پته لیکل شوې وه.
خو متحده عربي اماراتو په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې، مګر ویلي یې دي چې یو پخوانی ځایي کارمن یې نیول شوی دی.
ځايي رسنۍ وايي، په دې تړاو یو بل کس هم نیول شوی دی.
په هند کې د متحده عربي اماراتو سفارت په ټوېټري بیان کې وايي، د دې سرو زرو له موندلو وروسته پلټنې پیل شوې دي:
"اماراتي چارواکي ټینګار کوي چې دغو جنایتکارو یوازې جنایت نه دی کړی بلکې په هند کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت باور له منځه وړل هم غواړي او وبه نه بښل شي".
دا سفارت زیاتوي چې د دې جرم د جرړو موندلو لپاره له هندي چارواکو سره همکارۍ ته ژمن دي.
د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د متحده عربي اماراتو سفیر ګلپ نیوز ورځپاڼې ته ویلي، د کونسلګرۍ یو پخوانی کارګر "د خپلې دندې د نه کولو" له امله څو میاشتې مخکې له کار ګوښه کړل شو.
د چارواکو د استعفا غوښتنه

اپوزیسیون د دې دوسیې له امله د کیرالا پر سر وزیر(وزیر اعلی) پینارای وجین غږ کړی چې له دندې ګوښه شي.
که څه هم هغه په دې دوسیه کې له ښکېلتیا انکار کړی، مګر بیا هم د دغه ایالت یو لوړپوړی چارواکی له دندې لرې کړل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د کورونا وبا له امله د نړیوالو الوتنو نشتوالی سبب شوی چې هند ته د سرو قاچاق کم او د دې توکي بیه لوړه شي.
د نړۍ د سرو ټولنې د هندي چارو مشر سوماسوندارما پي ار دې اژانس ته ویلي:
"ښايي اوسنۍ دوسیه کې قاچاق هیله ډېر کمه وي، ځکه د ټولنبدیز له امله قاچاق ډېر اغېزمن شوی دی".
هغه په دې باور دی چې سږ کال به هند ته د قاچاق اندازه د تېر کال تر ۱۱۵-۱۲۰ ټنو کمه وي.










