تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د لسګونو میلیونو ډالرو کبان لا هم له بهره واردوي
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بيبيسي
افغانستان په تېر ۲۰۲۴ کال کې د ۲۵ مېلیونو ډالرو په اندازه ۱۲نیم زره ټنه کبان له بهره وارد کړي او نږدې همدومره یا ۱۳ زره ټنه يې په کور دننه تولید کړي.
که څه هم اوس د واردېدونکو کبانو په اندازه په کور دننه فارمونو کې هم پالل کېږي خو ځینې پالونکي یې وایي دا امکان شته چې پر کور بسیا شو او په میلیونه ډالره چې بهر ته ځي، وسپمیږي.
په تېر ۲۰۲۴ کال کې ډېری کبان له پاکستان، ویتنام، ایران، چین، متحده عرب اماراتو او ترکیې وارد شوي.
د کبانو ډېرېدونکي فارمونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، اوس په دغه هېواد کې د کبانو د روزنې نږدې ۲۹۰۰ فارمونه فعال دي.
په افغانستان کې د کب روزلو یو شمېر فارم لرونکي وايي، په هېواد کې دننه د پېرودونکو لږوالي، له ایران او پاکستان څخه د کبانو په ټیټه بیه وارداتو او د روزنې په برخه کې يې د مسلکي کسانو لږوالي د دغه صنعت وده ټکنۍ کړې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي، اوسمهال په افغانستان کې د کبانو نږدې ۲۹۰۰ فارمونه فعال دي چې ډېری يې د خصوصي سکتور دي.
ښاغلی مستعین زیاتوي چې دغه وزارت هم په تېرو کلونو کې په کاپیسا، لوګر، خوست او لغمان ولایتونو کې د کبانو فارمونه جوړ کړي او په نورو ولایتونو کې يې هم د جوړولو پلان لري.
"پلان دی چې د کبانو ۳۵۰۰ فارمونه او د ګرمو او سړو اوبو د تولید او تکثیر له شلو ډېر مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ شي"
د ښاغلي مستعین په وینا، له دغو فارمونو او دغه راز له آزادو اوبو لکه سیندونو او جهیلونو د نیول کېدونکو کبانو په ګډون په افغانستان کې هر کال شاوخوا دیارلس زره ميټریک ټنه کبان توليدېږي.
له بهره واردات
په افغانستان کې د مصرفېدونکو کبانو نیمايي برخه له بهره واردېږي.
د ۲۰۲۴ کال شمېرې ښيي چې افغانستان ته په دې کال کې ۱۲۴۶۹ ټنه کبان له پاکستان، ویتنام، ایران، چین، متحده عرب اماراتو، ترکيې او نورو هېوادونو وارد شوي.
د دغو کبانو ارزښت په ډالر ۲۵۰۰۵۲۳۱ کېږي.
ډېرېدونکې کارېدنه
د افغانستان په بازارونو کې د کب د غوښو بيې له دوه سوه افغانیو پیلېږي خو د سړو اوبو کبان چې په افغانستان کې تولیديږي او ډېر لګښت پرې راځي د یوې کیلو بیه یې زرو افغانیو ته رسېږي.
د کبانو فارم لرونکي وايي، دا کبان تر ډېره په ښارونو او هوټلونو کې یا مېله ځایونو کې خوړل کېږي. په دغه هېواد کې په عامه توګه د کب د غوښې خوړل ډېر دود نه دي او د دې تر څنګ د کبانو د غوښې لوړې بيې هم د هغې د بازار د سړېدو لامل شوې.
په مني او ژمي، په تېره بیا د نوي لمریز کال او نوروز په ورځو کې په افغانستان کې کبان ډېر کارېږي. د افغانستان په ځینو سیمو کې دا دود هم شته چې تر واده مخکې د نجلۍ کورنۍ ته کبان په نوروزي تحفه کې وروړي.
د دغه صنعت د غوړېدو پر وړاندې ننګونې
په افغانستان کې د کب روزلو یو شمېر فارم لرونکي وايي، په هېواد کې دننه د پېرودونکو لږوالي، له ایران او پاکستان څخه د کبانو په ټیټه بیه وارداتو او د روزنې په برخه کې يې د مسلکي کسانو لږوالي د دغه صنعت وده ټکنۍ کړې.
د کبانو د فارمونو لرونکي د برېښنا نشتوالی او د پرمختللې ټېکنالوژۍ نه دودېدل هم د دې برخې د چټکې ودې پر وړاندې خنډونه ګڼي.
خو د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه صنعت د ودې پلان لري او هغو کسانو ته چې د فارمونو جوړول غواړي د مالي ملاتړ پلان هم لري.
د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی علي حیدر چې په سړو اوبو کې د روزل کېدونکو کبانو فارم لري وايي، که څه هم له شاوخوا دریو کلونو زیار وروسته يې فارم د تولید پړاو ته رسېدلی خو اوس وايي، د کبانو بازار سوړ دی.
"تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې بازار نه لرو. زموږ مشتریان له یوه ولایته بل ته تلونکي هغه کسان دي چې دوې یا دوې کیلو اخلي. داسې نه ده لکه د نورو هېوادونو لکه ایران چې سوداګر درته راشي ووايي چې ته څو ټنه کبان لرې او درنه وایي خلي. بله د برېښنا د نشتوالي ستونزه ده. موږ که څه هم د هلمند د سیند ښې اوبه لرو خو بیا هم د هوا د ورکړې هغه ماشینونه چې په برېښنا چلېږي لکه څرنګه چې ایران کې کارېږي وکاروو".
ښاغلی حیدر زیاتوي، چې له ایران او پاکستانه په ټيټه بیه راوړل شوو کبانو په افغانستان کې د کب روزونکو کاروبار زیانمن کړی.
هغه وویل چې د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي له بهره په واردېدونکو د ټیټ کیفیت پر کبانو مالیه لوړه کړي.
شکیل احمد مراد چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې يې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د کبانو فارم جوړ کړی و خو کابو یوه کال وروسته یې اړ شو چې دا کاروبار پرېږدي، له بهره واورېدېدونکي کبان د دې لامل ګڼي چې په تېرو کلونو کې په کامه کې د کبانو د فارمونو شمېر له څلورو سوو څخه یوازې پنځو ته راکم شوی.
ښاغلی مراد پر دې سربېره د مسلکي کسانو نشتون او د کبانو لپاره د خوارکي موادو لوړې بیې نورې ستونزې یادوي.
خو په میدان وردګو کې د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی ښاغلی علي حیدر وايي، چې په هرات او بلخ کې د کبانو د خوراکي موادو د فابریکو له جوړېدو سره يې ځینې ستونزې په هوارېدو دي.
ملاتړ ته یې د حکومت پلانونه
د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین هم بي بي سي ته وویل، د کبانو د فارمونو صنعت پراخوي او په کې د پرمخ تللې ټېکنالوژۍ کارولو ته خلک هڅوي. هغه دا هم وايي چې د هغو کسانو مالي لاسنيوی کوي چې د کبانو روزلو فارمونه جوړول غواړي.
"هغه خصوصي سکتور چې په دې برخه کې پانګونه کوي او کافي بودیجه ورته ونه لري نو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي صندوق لخوا په قرض، مرابحه او وکاله شکلونو ورکوي چې دغه سکتور ته وده پرې ورکړي".