ناپېژانده وسله والو بلوچستان کې د سکرو کانونو ۲۰ مزدوران وژلي؛‌ چارواکي‌ وايي‌ ۴ پکې افغانان دي

پولیس

د عکس سرچینه، Abdul Hakeem Nasar

ناپېژانده وسله والو تېره شپه د بلوچستان په دوکي ولسوالۍ کې په یوه برید کې د سکرو د کانونو لږترلږه ۲۰ کاریګر وژلي او ۷ نور ټپي کړي‌ دي.‌

ځايي‌ چارواکو ویلي،‌ برید د دوکي ضلعې ښار ته په یوې نږدې سیمه کې شوی.‌

دوکي‌ کې د پولیسو یوه ځايي مشر 'همایون خان ناصر' ویلي، ناپېژانده وسله وال دې سیمې ته ورغلي او پر کاریګرو یې ډزې کړې دي.‌

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې څلور افغانان او پاتې د بلوچستان د کلاسیف‌الله،‌ ژوب،‌ پښین،‌ موسی‌خېل او کچلاک اوسېدونکي دي.‌

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

خو مخکې په بلوچستان کې د دا راز ګڼو بریدونو پړه د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ 'بي‌اېل‌اې' په غاړه اخیستې ده.‌

یو ځايي‌ خبریال عبدالحکیم ناصر وايي، د دې پېښې خلاف نن د دوکي‌ په مرکزي‌ څلورلاره کې د احتجاج پرېکړه شوې.‌

هغه زیاته کړې چې په ښار کې نن هټۍ او کاروباري مرکزونه هم تړلي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو مخکیني سرپرست وزیر جان اڅکزي هم د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې په دغه برید کې د ۲۰ کاریګرو د وژل کېدو خبره کړې.

د یادونې ده چې روان کال د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو او نورو طبیعې زېرمو پر مزدورانو ګڼ‌ خونړي‌ بریدونه شوي‌،‌ چې تر ډېره پکې پنجابي‌ کاریګر هدف ګرځېدلي دي.‌

برید د دوکي‌ ښار د سویل شاخوا اته کیلومترۍ کې په پرتې خیرمحمد ناصر لیز سیمه کې شوی.‌

د دوکي‌ د پولیسو اېس‌اېچ‌او همایون خان ناصر وايي،‌ ګڼ شمېر "ناپېژانده وسله والو" برید کې برخه اخیستې.‌

د نوموړي‌ په وینا وسله والو د کاریګرو پر وژلو سربېره د سکرو بېلابېلو کانونو کې د کیندنې وسایل او ماشینونه هم سېځلي‌ دي.‌

هغه زیاته کړې چې د وژل شویو کاریګرو مړي عدلي طب او ټپيان درمنلې لپاره د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.‌

ښاغلی ناصر وايي، د دې پېښې د بېلابېلو اړخونو په تړاو څېړنې پیل شوې.‌

دوکي‌ ولسوالۍ چېرته ده؟

بلوچستان

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

دوکي د بلوچستان د مرکز ګوټې ښار د شمال ختیځ‌ په شاوخوا ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.‌ دا ولسوالۍ ان تر کوهلو سیمې غځېدلې چې د بلوچستان په ډېرو ناامنه سیمو کې حسابېږي.‌

د دوکي اکثریت اوسېدونکي د بېلابېلو پښتنو قبیلو خلک دي.‌ په دې ولسوالۍ کې د سکرو ډېر کانونه دي‌ چې ګڼ شمېر مزدوران پکې په کار بوخت وي.

دوکي او شاوخوا سیمو کې پخوا هم د کانونو پر کارکوونکو، د سکرو پر لېږدونکو موټرونو او همدا راز د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي.

د روان کال می میاشت کې دغلته د یوه ماین چاودنې دوه مزدوران وژلي‌ او ۱۷ نور ټپي‌ کړي وو.‌