ولې پاکستان او نوره نړۍ کې پر چینايي کاریګرو بریدونه کېږي؟

پآکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یکشنبې پر ورځ کراچۍ ښار کې بیا پر چینايي وګړو مرګونی برید وشو
    • Author, جېرېمي هاوېل
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سرویس

د تېرې یکشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۶مه) د پاکستان د کراچۍ ښار هوايي ډکر بهر په یوه مشکوک ځانمرګي برید کې دوه چیني وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر پاکستانیان ټپیان شول.

وژل شوي چینايان کراچۍ ښار ته نږدې په قاسم بندر کې د برېښناکوټونو د رغولو پروژه کې پر کار د بوختو کسانو له کاروان سره مله وو.

پر دوی د برید مسوولیت د بلوچستان ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په غاړه اخیستی. دې ډلې ویلي، چې په ځانمرګي برید کې یې د چیني انجنیرانو او پانګوالو د یوې لوړې کچې پلاوی په نښه کړی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه برید نوعیت نه دی تایید کړی.

دا په وروستیو کلونو پاکستان او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې پر چیني وګړو د بریدونو د لړۍ تازه پېښه ده.

دمګړۍ تر نیم میلیون ډېر چیني وګړي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې په پرمختیايي پروژو په کار بوخت دي.

له دوی ډېر له سیاسي امنیتي اړخه په کاواکه سیمو کې ګومارل شوي نو د وژنې او تښتونې ګڼ رپوټونه یې هم ترلاسه کېږي.

چین له پاکستان سره پر ګډ اقتصادي دهلیز "سي پک" له ۶۰ میلیارد ډالرو زیاته پانګونه روانه کړې او ګڼ شمېر انجنیران او نور کارکوونکي یې د سي‌پک پر اړوندو پروژو د کار لپاره پاکستان کې دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي له اوږدې مودې راهیسې بلوڅانو لپاره د یوه جلا خپلواک هېواد رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ وايي، بلوڅان په دغه ایالت کې له بهرنۍ پانګونې یا د بهرنیو کمپنیو لخوا دغلته د تېلو په څېر د طبیعي سرچینو له استخراجه عادلانه ونډه نه ترلاسه کوي.

څومره چیني کارکوونکي بهر کار کوي، او ولې؟

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې په پراختیايي پروژو کې اکثرآ خپل وګړي ګوماري

د چین سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۲ کال شمېرو له مخې نږدې ۵۶۸ زره چیني وګړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د چیني کمپنیو لخوا پر مخ وړل کېدونکو پروژو کې پر کار بوخت دي.

په دې کې ډېرې داسې پروژې دي چې د چین د 'کمربند او سړک نوښت' (بي‌ار‌ای) برخه دي.

د اټکل له مخې د دغه نوښت په اډانه کې تر دې دمه د سړکونو، اورګاډو لیکو، بندرونو او برېښناکوټونو پر رغولو یو ترېلیون ډالر لګول شوي دي.

موخه یې د چین د صادراتو ودې لپاره د نویو لارو جوړول او له هغو ټولو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا ده چې په دې برخه کې یې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي.

پاکستان د 'سړک او کمربند' نوښت کې تر ټولو د سترې پروژې یعنې 'چین-پاکستان اقتصادي کاریدور' کوربه دی.

په دې پروژه کې د چین له لوېدیزې پولې د پاکستان له لارې په عرب سمندر کې تر ګوادر بندره د څو سړکونو او اورګاډو لیکو غځول شامل دي.

د پاکستان په څېر، د کینیا، ایتیوپیا او سینیګال په ګډون ډېرو افریقايي هېوادونو هم له چین د ترانسپورت او انرژۍ د کارنده تاسیساتو جوړولو لپاره میلیاردونه ډالر پور اخیستی.

د دغو هېوادونو وګړي ډېر وخت شکایت کوي، چې د دغو پرمختیايي پروژو پلې کوونکې کمپنۍ دوی ته ډېر کمې دندې ورکوي او اکثرآ چینایان ګوماري.

په لندن کې د چین د سواز انسټیټیوټ استاد سټیو څانګ وايي، "په افریقايي هېوادونو کې ځايي خلک له دې ناراضه دي".

هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، "کمپنۍ ډېر چیني کارکوونکي راولي او داسې فکر موجود دی چې دوی افریقايي وګړو ته یوازې هغه دندې ورکوي چې ډېرې سختې وي".

بریتانیا کې د چاټهم په نوم د بهرنیو اړیکو د فکري بنسټ ډاکتر الېکس واینز بي‌بي‌سي ته ویلي، "چین وايي، بهر کې یې پانګونه دواړو لوریو ته ګټوره ده. خو دغه هېواد بهر کې هم چیني کاریګر ګوماري چې په چین کې د بې روزګارۍ ستونزه حل کړي."

چیني وګړو ته بهر کې کار څومره خطرناک دی؟

پاکسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې مخکې هم پر چینایانو خونړي بریدونه شوي

بهر کې د چین پانګونه د دې لامل شوې چې چیني کارکوونکي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې دندې ترسره کړي. په دوی کې ځینې داسې سیمې هم دي، چې جګړې پکې راونې دي.

د ساري په ډول د نړیوال بانک د ډلبندۍ له مخې پاکستان له سیاسي اړخه د نړۍ د ډېرو بې ثباته هېوادونو په کتار کې دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اکتوبر د شپږمې دا برید "کرغېړن عمل" بللی او بهرنیو چارو وزارت یې ویلي، چې عاملان به یې خامخا سزا ګوري.

خو دا د بلوڅ ازادي غوښتونکو لخوا پاکستان کې پر چیني وګړو لومړی برید نه دی.

کراچۍ کې د بي‌بي‌سي خبریال ریاض سهیل وايي، دغه هېواد کې تر اوسه د چین پر پراختیايي پروژو ۱۶ بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږترلږه ۲۰ چیني وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپي شوي دي.

په دې کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې برید هم شامل دی چې د خیبرپښتوخوا بیشام سیمه کې د داسو برېښنا بند پنځه چیني انجنیران پکې ووژل شول.

د ۲۰۱۸ کال نومبر کې هم وسله والو کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید وکړ او لږترلږه څلور کسان یې ووژل.

د دغو بریدونو مسوولیت هېچا ونه مانه.

خو په کراچۍ کې د دغه وروستي برید په ګډون د ځینو نورو بریدونه مسوولیت بیا بلوڅ بېلتونپالو منلی دی.

د بېلګې په ډول د روان ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې د بلوچستان ګوادر بندر ته نږدې د پاکستان سمندري ځواکونو پر هوايي اډه د برید مسوولیت دوی منلی و.

په دې اډه کې چیني کمپنۍ په پراختیايي چارو بوختې دي.

تر هغې ورمخکې د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د کراچۍ په پوهنتون کې کنفوشیوس انسټیټیوټ ته نږدې چې د چین لخوا په مخ وړل کېږي، په یوه ځانمرګي برید کې د درېیو چیني استادانو او د هغوی د موټر چلوونکي د وژلو مسوولیت هم بي‌اېل‌اې منلی و.

افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۰۷ کال افغانستان کې د طالبانو لخوا دوه تښتول شوي چینایان

بلخوا افریقا کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د شمال د یوې ناامنه سیمې د سرو زرو کانونو کې پر کار بوختو چیني کاریګرو هم څو بریدونه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د ۲۰۲۴ کال جولای میاشت د کانګو شمال ختیځ کې د سرو زرو په یوه کان کې چې یوه چیني کمپنۍ پکې شریکه ده، شپږ چینايي وګړي او دوه کانګويي سرتېري په ډزو وژل شوي وو.

د بریدګرو په اړه یې ویل شوي چې د "کانګو پرمختګ لپاره د همکارو" په نوم د یوې ځايي ملېشې غړي وو. دا له هغو څو وسله والو ډلو او ملېشو یوه ده چې په دې سیمه کې د ځمکې او طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره وسله وال مبارزه کوي.

د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې وسله والو د نایجیریا په نائیجر ایالت کې د اوبو د یوه بند د رغونیزو چارو له ځایه درې چیني کاریګر وتښتول.

پر دغه بند د چین "سینو هایدرو" دولتي کمپنۍ کار کوي.

امریکا کې نړیوال اقتصاد لپاره د پیټرسن انسټیټیوټ د یوه رپوټ په وینا، افریقا او سویل ختیزې اسیا کې وسله والې ډلې د چیني وګړو تښتول ګټور بولي، ځکه دوی فکر کوي له هغو کمپنو یې د سر بدل کې ډېرې پیسې ترلاسه کولی شي، چې دغه کسان ورته کار کوي.

په افغانستان کې طالبانو هم له واکه د ایسته کېدو او بېرته نیولو تر منځ دوو لسیزو کې بیا بیا چینایي کارکوونکي تښتولي دي. دوی دا کار اکثرا د پیسو ترلاسه کولو لپاره کاوه.

چین بهر کې خپل کارکوونکي څنګه ساتي؟

پاکسي

د عکس سرچینه، Reuters

نړیوال اقتصاد لپاره د پیټرسن انسټیټیوټ په وینا، د چین حکومت او چیني کمپنۍ تر اوسه د تښتول شویو کاریګرو بدل کې د پیسو په ورکولو، د امنیت ښه ټینګښت لپاره پر کوربه هېوادونو د فشار راوړلو، او د توندلارو پېژندلو او مخنیوي کې مرستې لپاره د څارونکې ټېکنالوژۍ په صادرولو سره هڅه کړې ده.

چین په کوربه هېوادونو کې وسله وال ځواکونه هم روزي چې امنیت ښه تامین کړای شي. همدا راز چیني کمپنۍ د خپل کار سیمو کې خصوصي امنیتي کمپنۍ ګوماري، چې د ځانمرګو بریدګرو، وسله والو او تښتوونکو مخه پرې ونیسي.

خو نړیوال اقتصاد لپاره د پیټرسن انسټیټیوټ وايي، له کوربه هېوادونو د چین تمې په معقول ډول تر یوه ځایه محدودې دي، ځکه دغه هېواد مستقیمي بهرنۍ پانګونې لپاره تر ډېره داسې هېوادونه غوره کوي، چې د قانون حاکمیت پکې کمزوری وي.

پاکستان کې د چین سفارت له دغه تازه برید وروسته، هلته خپلو اتباعو او چینايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې محتاط وي او "د خوندیتوب احتیاطي تدابیرو پیاوړتیا لپاره بشپړه هڅه وکړي"