چينايي شرکتونو په خيبرپښتونخوا کې د برېښنا پر دوو بندونو د کار درولو اعلان کړی

پاکستان کې چينايي شرکتونه

د عکس سرچینه، VIDEO SCREENSHOT

پاکستاني چارواکي وايي، د چین شرکتونو په خیبر پښتونخوا کې پر دوو برېښنا بندونو داسو او ديامر باشا د کار د درولو اعلان کړی دی.

دغو شرکتونو پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې د کار له پیلولو مخکې دې د دوی د سلګونو کارکوونکو د امنیت د ډاډمنولو لپاره نوي ګامونه واخلي. دا خبر د یوه بند د چیني کارکوونکو پر موټر له هغه ځانمرګي بریده څو ورځې وروسته شوی، چې شپږ کسان پکې ووژل شول.

د چینايي کمپنیو له خوا د يادو بندونو د جوړولو کار له ځنډېدو سره هم مهاله د چین د پلټنې يوه ډله اسلام اباد ته رسېدلې. دا ډله غواړي له پاکستاني چارواکو سره د تېرې سې شنبې ورځې د برید په اړه خبرې او پلټنې وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي دې ډلې سره لیدنه کې د برید په اړه غږېدلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی و او د برید په اړه د شویو څېړنو معلومات یې ورسره شریک کړل.

د کورنیو چارو وزارت بیان کې دغه راز راغلي چې دې کتنه کې پاکستان کې د چینايي وګړو پر خوندیتوب او دې برخه کې د اخيستل شویو ګامونو په اړه هم خبرې شوې دي. بیان زیاتوي د کورنیو چارو وزیر چینايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې برید کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د جمعې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې د تېرې سې شنبې له برید وروسته پاکستان کې چینايي کمپنیو پر دوه لویو بندونو کار ځنډولی. دې کمپنیو غوښتنه کړې چې حکومت باید د دوی د خوندیتوب نوی پلان جوړ کړی. پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو شاوخوا ۱۲۵۰ چینایان کار کوي.

پاکستان کې پر چينايانو بريد

د عکس سرچینه، RESCUE WORKER

تېره سې شنبه د خیبر پښتونخوا د قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر موټر ځانمرګی برید وشو. په دې برید کې پنځه چینايي انجینران او پاکستانی چلوونکی ووژل شول. دې انجینرانو پر داسو بند کار کاوه.

داسو بند پاکستان کې له لویو پروژو یوه ده چې د څه باندې ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري او کارونه يې شاوخوا اووه کاله وړاندې ۲۰۱۷م کال کې پیل شوي دي.

دا بند د پاکستان او چین په ګډه همکارۍ او د نړیوال بانک په مرسته جوړېږي.

داسو ته نږدې سیمه کې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې هم په چینايي انجینرانو برید شوی و چې د نهو انجینرانو تر څنګ په کې ټول ۱۳ کسان وژل شوي وو.

له هغې پېښې وروسته چین د ځایي او پاکستاني عملې رخصتېدو پرېکړه کړې وه او د څه مودې لپاره کارونه په ټپه ولاړ و.

د دې پېښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلي خو له دې او په بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون پالو له برید وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ملامتۍ ګوته افغانستان ته ونیوله. نوموړي پر اېکس یوه بیان کې ویلي وو په پاکستان کې د اورپکۍ سرچینه په افغانستان کې ده. او د طالبانو حکومت هلته د وسله والو له "پټنځایونو خبر دی" خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تور رد کړی او ټينګار یې وکړ چې دا څرګندونې د ده په ټکو "بې بنسټه" او د پاکستان حکومت د پاتې راتلو د پټولو او له خپل مسؤولیته د تېښتې یوه هڅه ده. نوموړي دغه راز ټينګار کړی و چې د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه هېواد خپله ستونزه ده.