شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ "اووه پوځیان وژل شوي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د شمالي وزیرستان په په خدي سړک د پاکستاني ځواکونو په یوه مرکز درنه چاودنه شوې او له چاودنې وروسته د ډزو رپوټونه هم ورکول شوي دي.
ځایي رسنیو دا ځانمرګی برید بللی او ویل کېږي چاودیدونکي مواد په یوه ټرک موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
ویل کېږي له چاودنې وروسته ځینې وسله وال د پاکستاني ځواکونو مرکز ته ننوتلي او تر څو ساعتونو مخامخ ډزې اوریدل کېدې.
وروسته د مرستې په موخه سیمې ته چورلکې هم رسېدلې دي، او ویل کېږي چې ټپیان یې نږدې پوځي روغتون ته لېږدولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې دغې چاودنې څو ودانۍ ړنګې کړي او نږدې دوکانونو ته یې هم زیان رسولی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دا چاودنه په سیمه کې دخدي په نوم سوداګریز مارکېټ او بازار ته نږدې شوې.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ویلي د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د دوی په یوه پوسته وسله وال برید کې اووه پوځیان او شپږ "ترهګر" وژل شوي دي.
د پوځ لخوا په خپاره شوې بیان کې دا برید "د شپږو ترهګرو ډله ییزه حمله" بلل شوې.
په بیان کې دا هم راغلي چې پوځیان لومړی حمله ناکامه کړې وه خو "وروسته برید کونکو په چاودیدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او زیان یې واړوه."
د چاودنې له کبله د پوځي کمپ یوې برخې ته سخت زیان هم رسیدلی دی.
ای اېس پي ار دا هم ویلي چې په لومړۍ چاودنه کې یې پنځه سرتیري وژل شوي خو وروسته دوه نورو په تصفیوي عملیاتو کې ژوند بایللی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پوځ ویلي "له تصفیوي عملیاتو وروسته یې ټول شپږ وسله وال بریدکونکي له منځه وړي دي."
سیمه کلا بنده شوې او لا هم د عملیاتو ویل کېږي.
د چاودنې مسولیت لا په رسمي ډول کومې ډلې نه دی اخیستی خو د پاکستاني طالبانو اړوند ځینو ټولنیزو پاڼو د دې برید په اړه جزیات خپاره کړي او دا یې "استشهادي حمله" بللې.
دوی ویلي "د بنو ولایت په میرعلي ولسوالۍ کې د خدي په مقام کې له دغې چاودنې وروسته یې له پاکستاني ځواکونو سره مخامخ جګړه هم شوې."
د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې بالعموم د داسې پېښو په اړه جزیات په ځنډ خپروي او رسنیو ته هم یوازې د خپلې خوښې معلومات ورکوي ځکه نو بي بي سي په خپلواکه بڼه د چاودنې نوعیت او اوښتي زیانونه نشي تایدولی.











