ولې افغانستان کې زلزلې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کوي؟

کونړ کې یو سړی له زلزلې وروسته د یوه کور ویجاړیو ته ګوري.

د عکس سرچینه، Haroon Sabawoon/Anadolu via Getty Images

زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې سطحې د جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي‌ خوځښت راشي.‌ د فالت لاینز په نوم ماتېدنې هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې دغه پلېټونه پکې ټکر کوي.

افغانستان زلزلو ته ځکه ډېر مناسب دی چې پر بېلابېلو فالت لاینونه پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.

نقشه کې په افغانستان کې د زلزله پېښېدو کرښې ښکاري.

د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."

نوموړی زیاتوي افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړېږي، یا پکې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.

د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي اړوي چې ځمک‌ښویدنې پکې پېښېږي.

دغه ځمک‌ښوېدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري‌ بندوي چې پایله کې یې سیلابونه راځي.

له لرې پرتو او کلیوالي سیمو سره د اړیکو ستونزه د دې لامل کېږي،‌ چې دغه هېواد کې چارواکي کله ناکله د زلزو پایله کې له رامنځته شویو ویجاړیو څو ورځې وروسته خبر شي.

ځمک‌ښوېدنې د لارو ګودرو د بندېدو لامل هم ګرځي چې زیانمنو سیمو ته د مرستو او مرستندویانو رسېدل له ستونزو سره مخامخوي.

د وارې، باران او سړو په څېر نامناسبه هوا هم د طبیعې پېښو پر مهال دغه غرني هېواد کې د ژغورنې عملیاتو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.