حماس د غزې وړاندیز شوي اوربند پلان ته ځواب ویلی

غزه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

غزه کې د اسرائیلي چارواکو په وینا د دوی د روانو پوځي عملیاتو یوه موخه د حماس له ولکې د پاتې څه د پاسه سلو اسرائیلي یرغملو خوندي ژغورل دي.

هغه وګړي چې حماس د تېر اکتوبر پر اومه نېټه پر اسرائیلو د برید پرمهال برمته کړي. خو د اسرائیلي پوځ ویاند امیرالبحر دانیل حقاري ومنله چې د یو دېرشو برمته شویو کورنیو ته ویل شوي چې عزیزان یې نور ژوندي نه دي:

"موږ ۳۱ کورنیو ته خبر ورکړی چې برمته شوي عزیزان یې ژوندي نه دي او موږ یې د مړینې اعلان کړی. نورو پاتې کورنیو ته مو هم د هغوی د عزیزانو د برخلیک او حالاتو په تړاو مالومات ورکړي. موږ کورته د یرغملو د بېرته ستنولو او موخو ته رسېدو لپاره جګړې ته دوام ورکوو. دا یوه اخلاقي، ملي او نړیواله دنده ده."

د اسرائیلو د ویاند دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې حماس وویل د لنډمهالي اوربند او د فلسطیني بندیانو او اسرائیلي یرغملو د تبادلې په تړاو یوه وړاندیز ته یې ځواب ویلی.

بلېنکن قطر کې

د عکس سرچینه، Reuters

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي خپلو کورونو ته د بېرته ستنو شویو غزوالو د خوندیتوب په اړه یې د ځینو سمونونو غوښتنه کړې ده.

قطر غزې کې د نوی اوربند لپاره وړاندیز شوي چوکاټ ته د حماس غبرګون مثبت بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم سیمه کې دی او د وروستیو پرمختیاوو په تړاو له اسرائیلي چارواکو سره خبرې کوي.

ښاغلي بلېنکېن وايي "اوس هم ډېر کار مخې ته پروت دی. زما په باور یوې هوکړې ته رسېدل شوني دي او موږ به دې موخې ته رسېدو لپاره بې دریغه کار کوو."

غزه کې لوږه

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي د غزې د وګړو څلورمه برخه له لوږې سره مخ ده نو د اوربند هوکړې ته رسېدل تراډې ته د حیاتي مرستو رسېدو لپاره خورا مهم دي.

امریکا او عرب ټلوال یې یوه اوږدمهال اوربند ته رسېدو لپاره هیلمن دي او نښې نښانې هم داسې څرګندېږي چې د یوه اوربند پر لور یو څه ګامونه اخیستل شوي دي.