د حماس په مشرتابه کې د "اختلاف" راپورونه؛ د غزې په سویلي برخه کې د اسرائیلو بریدونو زور اخیستی

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر او کتنو سره هممهاله، اسرائیل وايي، پر رفح ښار یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، چې له جګړې ځپلو کډوالو ډک دی.

انتوني بلېنکن سیمې ته د خپل سفر موخه د اوربند رامنځته کولو هڅه بللې. په همدې حال کې د جګړې پر وخت د اوربند وړاندیز په تړاو د حماس په مشرتابه کې د "اختلاف" راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند او په منځني ختیځ کې د کړکېچ کمولو لپاره د خپل وروستي فشار د یوې برخې په توګه قاهرې ته ځي.

وروسته تر هغه چې اسرائیلو وویل، د خپل ځمکني برید بل پړاو په دوام به د رفح په سوېل کې له کډوالو ډک ښار په نښه کوي، ښاغلي بلېنکن ویلي، تل ابیب ته هم ورځي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالانت د دوشنبې په ورځ ویلي، په رفح کې د پټ شويو حماس جنګیالیو سفر پای ته رسېدلی دی.

ملګري ملتونه وايي، کډوال لا هم له نورو سیمو څخه رفح ته روان دي.

ځايي چارواکي وايي، اوس د غزې تر نيمايي ډېر وګړي په دغه ښار کې ژوند کوي.

حماس تر اوسه د احتمالي اوربند خبرو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي. ویل کېږي، د اوربند په اړه د خبرو اترو د بهیر د اوږدولو په وړاندې یو له اصلي خنډونو، د غزې په راتلونکې کې د حماس او د دغې ډلې په رول پورې تړلي دي.

ایران له امریکا غوښتي له عراق او سوریې ووځي

بلنکېن

د عکس سرچینه، REUTERS

سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سفر په ترڅ کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په نیویارک کې د امنیت شورا غونډه کې له امریکا او بریتانیا وغوښتل، چې له عراق او سوریې ووځي.

امیر سعید ایرواني په خپله وینا کې د خپل هېواد په خلاف د "په سیمه کې د ملېشه ډلو د واک" یا په سوریې او عراق کې د "پوځي او سیاسي نفوذ" او همدارنګه په یمن کې د حوثي یاغیانو د ملاتړ تورونه رد کړل.

هغه په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو او خطرونو لامل او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو لامل د امریکا او د دوی د متحدینو پوځي حضور وباله او ویې ویل: "امریکا او ناټو باید د عراق د حکومت پرېکړې ته درناوی وکړي او هلته خپل پوځي شتون پای ته ورسوي.

په سیمه کې د مقاومت ټولې ډلې خپلواکې دي او د هغوی د پرېکړو او اقداماتو انګېزه د نړیوالو قوانینو له مخې د هغوی د مشروع حقونو پر بنسټ ولاړه ده، چې په خپله خاوره کې د امریکا د ناقانوني شتون او په غزه کې د نسل وژنې د بندولو په غبرګون کې دي."

انتوني بلېنکن د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په خپل پنځم سیمه ییز سفر، ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.

د دې سفر موخه له غزې سره د مرستې هڅه، د احتمالي اوربند رامنځته کول او د یرغمل شویو بندیانو تبادله بلل شوې ده.

ټاکل شوې ښاغلی بلېنکن مصر، قطر، اسرائیل او اشغال شوې لویدیځې غاړې ته هم سفر وکړي.

بلخوا د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتنياهو په خپله وروستۍ وينا کې ويلي، د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه د حماس غوښتنې د منلو وړ نه دي.