کرېکټ: بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د درېیو شل اووریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لوبډلمشر راشدخان د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې او بنګله‌دېش ته یې ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.

بنګله‌دېش په خپله پاڼۍ کې په ۱۸ اوور کې د شپږو لوبغاړو په زیان دا هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.

بنګله‌دېش ته تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې پرویز حسین وکړې.

راشد خان نن یو ځل بیا ډېره ښه توپ‌اچونه وکړه او د بنګله‌دېشۍ لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان پاڼۍ څنګه وه؟

د افغانستان له اړخه په توپوهنه کې رحمان الله ګوربز ۴۰، محمد نبي ۳۸ او عظمت‌الله عمرزي ۱۸ منډې وکړې.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ له دغو شل اووریزو لوبو وروسته درې ۵۰ اووره لوبې هم په پام کې نیول شوې دي.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې کېږي.

ټاکلې دویمه او درېیمه شل اوریزه لوبه به سبا د جمعې او راتلونکې یکشنبې په ورځ وشي.

همداشان، د اکتوبر اتمه، ۱۱مه او ۱۴مه دواړو لوبډلو د ۵۰ اوره لوبو لپاره ټاکلې دي.

کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره له لوبېدا وروسته زېمبابوې ته ځي او هلته به ټېسټ شل اوریزه لوبې کوي.

افغانستان او بنګله دېش ټولې ۱۲ لوبې سره کړې چې ۷ یې افغانستان او ۵ یې بنګله دېش ګټلې دي.

د افغانستان لوبډلمشر راشد خان او د بنګله‌دېش لوبډلمشر جاکر علي پرون (چارشنبه) ماسپښين د لړۍ له پیلېدو مخکې له رسنیو سره وغږېدل.

زېمبابوې کې دغه ټېسټ لوبې د اکتوبر پر ۲۰مه او او ۲۰ اوریزه لوبې د اکتوبر پر ۲۹مه پیلېږي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د سور بال ټیسټ کوربه توب کوي.

وړاندې افغانستان او زیمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه،‌ خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.

راتلونکی ۲۰۲۶ کال د هند او سري‌لنکا په کوربتوب د شل اوریز نړیوال جام لوبو لپاره زیمبابوې بورډ‌ غواړي ډېر تمرکز یې پر ۲۰ اوریزو لوبو وي.