د طالبانو حکومت امر بالمعروف چارواکو په جلال اباد کې ښځې له پارکونو منع کړې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
د افغانستان ختيځ ننګرهار کې ځايي خلک وايي چې د 'امر بالمعروف' چارواکو په جلال اباد کې د ښځو پر مخ ځینې پارکونه او سیمې تړلې دي.
دوی وايي، د جلال اباد عیدګاه جومات سیمه کې به هر سهار وختي ګڼو ښځو د خپلې روغتیا ساتنې په موخه قدم واهه خو اوس نه ورپرېښودل کېږي.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي چې دلته یې په مستعار نوم 'کریم' یادوو، بيبيسي پښتو پاڼې ته وویل "زه هر سهار هلته ورزش ته ځم. خو نن چې عیدګاه جومات ته ننوتلم نو د امر بالمعروف کسان ناست وو، ټولې دروازې یې تړلې وې، صرف د باچاخان بابا مقبرې مخې ته دروازه یې خلاصه کړې وه، سړي یې پرېښودل خو ښځې یې نه پرېښودلې."
کریم وايي، تېره یکشنبې هلته ښځو ته دا خبرداری ورکړل شوی و چې باید نورې د عیدګاه جومات سیمې ته ور نه شي او "پرون دوشنبې چې زه ورغلم نو د امر باالمعروف کسانو ښځو ته ویل چې نورې دلته باید قدم وهلو او ورزش ته را نه شئ. هر څه چې کوئ خپل کور کې یې کوئ، بهر مه راوځئ."
"دوی کې ناروغانې شته چې ډاکټرانو د پلې ګرځېدا سپارښتنه ورته کړې"

د عکس سرچینه، Social media
له پارکونو، سیلځیو او ورزشي ځایونو د ښځو د منع کولو پرېکړه کومه نوې خبره نه ده. په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د مخه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېرمنو ته ورته "امر" کړی دی.
خو دغه کورنۍ وايي، "ورزش د صحت زامن دی" او په دوی کې ګڼې داسې ښځې شته چې ځينې ناروغۍ لري او ډاکټرانو د پلې ګرځېدا سپارښتنه ورته کړې چې په وینا یې، په کور کې د بهر غوندې هغسې څه ممکن نه دي.
کریم وايي، "دوی اکثره د پاخه عمر ښځې دي، څوک د شکر مرض لري، څوک د وینې غوړ. ډاکټرانو ورته ویلي دي چې ډېرې ګرځئ. زموږ د کور او چم ګاونډ ښځې به ټولې په ګډه تلې خو اوس ډېرې خپه دي. وايي ولې سړیو ته د ورزش اجازه شته او دوی ته نه. موږ سړي هم د امارت په دې کار خواشيني یو."
ننګرهار کې طالب چارواکي څه وايي؟
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د 'امربالمعروف و نهي عن المنکر ریاست' چارواکو منلې چې ښځې یې دغو سیمو ته له ورتګه منع کړې دي.
د دې ادارې د نشرانو او عامه اړیکو رییس مولوي عبدالغفار سباوون فاروق بيبيسي پښتو ته وویل، "د عیدګاه جومات پارک په ګډون نورو پارکونو ته د زنانهو د نه ورتلو او هلته د ورزش مخنیوي په اړه باید ووایو چې دا کومه نوې خبره نه ده. پارکونو ته د ورتګ مخه هغه مهال ونیول شوه چې اسلامي اصول، افغاني دود او فرهنګ یې په پام کې نه نیوه او د ټولو طرز العملونو او بار بار سپارښتنو خلاف کړنې یې ترسره کولې."

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم ښاغلي فاروق دا واضح نه کړه چې "د سپارښتنو او طرز العملونو خلاف کړنې" څه وې خو کریم وايي چې "د جمهوریت له مهاله تر اوسه ښځې دغو پارکونو ته د قدم وهلو لپاره په برقه یا چادري کې ورځي او حجاب مراعتوي."
خو ننګرهار کې د امربالمعروف د نشرانو او عامه اړیکو دغه رییس مولوي عبدالغفار سباوون فاروق د کریم دا خبره ردوي چې ګواکې هلته تلونکو ښځو کې "ناروغانې او سپينسرې وې" او زیاتوي، "په دغو زنانهو کې چې د عیدګاه جومات پارک ته راتلې مریضانې او سپينسرې پکې نه وې. او بله خبره دا چې دوی په خپل کور کې هم ورزش کولای شي"
له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، په کور دننه او له بهره پرې دا نیوکې کېږي چې پر ښځو یې د زدکړو، کار او عام ژوند په برخه کې "ځپونکي" بندیزونه لګولي دي. هغه څه چې په رسمیت د دوی د حکومت د پېژندلو پر وړاندې هم یو خنډ بلل کېږي. خو د طالبانو حکومت چارواکي له لومړي سره همدا خبره کوي چې "اسلامي احکامو" ته په کتو یې ښځو ته ټول "شرعي حقونه" ورکړي او په کومو برخو کې یې چې محدودیتونه او بندیزونه لګولي، هغه "لنډمهاله" دي او په دې تکل دي چې "شرایط او چاپېریال" ورته برابر کړل شي.











