د طالبانو حکومت د افغانستان ملي پارک بند امير ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګاوه

د طالبانو حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شيخ محمد خالد حنفي بامیان ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې له دې وروسته د دغه ولایت امیر بند ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګېد.
دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې وويل، "ښځې لاهم حجاب نه مراعتوي. تر هغې مو چې اصول نه وي ورته جوړ کړي بند امیر ته ښځې او زموږ خویندې نه شي تللی. "
نوموړي د دې لارښوونې په پلي کولو کې د محتسبین په نامه د دې ادارې له مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حنفي د خبرو په يوه برخه کې وويل، تېرو دوو کلونو کې یې ښځې بیا بیا ازمویلې خو هغوی د دوی لخوا ټاکل شویو اصولو او اوامرو ته د غاړه اېښودو ازموینې کې نه دي بریالۍ شوې.
بند امیر چې د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې موقعیت لري، له مشهورو سیل ځایونو او د افغانستان لومړنی ملي پارک دی چې له بامیانو سربېره له نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو ښځینه او نارینه سیلانیان ورځي.

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس سرچینه، REUTERS
د طالبانو دغه چارواکی چې تر واک لاندې اداره یې په پرلپسې توګه په ښځو ټولنیز بندیزونه لګوي، وايي، "سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب."
نوموړي د دې ولایت له دیني عالمانو او امنیتي ادارو غوښتي چې د بې حجابۍ پر وړاندې جدي اقدام وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې له امرونو سرغړونه وکړي.
ښاغلي حنفي په دې ناسته کې رسنیو ته هم خبرداری ورکړی چې خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي او له ناسمو او نا جایزو نشراتو څخه ډډه وکړي.
له وړاندې د طالبانو حکومت په کابل او نور ښارونو کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی او دارنګه یې ښځينه حمامونه ورزشي کلبونه او ان سینګارتونونه هم د هغوی پر مخ تړلي دي.
له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، تر بله امره یې په ښځو او نجونو لسګونه بندیزونه لګولي چې تر ټولو مهم هغه یې د کار او زدکړو موضوع چې له بیا بیا غوښتنو سره سره هم نه ده حل شوې.

د عکس سرچینه، GETTY











