د افغان ښځو کاري بوختياوې: د طالبانو له بنديزونو وروسته يې صنعتي کارونو ته مخه کړې

د ویډیو تشریح، د افغان ښځو کاري بوختياوې: د طالبانو له بنديزونو وروسته يې صنعتي کارونو ته مخه کړې

د افغانستان سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، ډېرې ښځې او نجونې یې چې هېواد کې له زده کړو او هم ګڼو برخو کې له کاره منعه شوې، د جامو ګنډلو، لاسي صنعتونو او همداسې نورو کارونو په څېر صنعتي برخو کې کار او بوختيا ته مخه کړې ده.

دغه خونه کره شمېرې نه لري خو وایي دغو چارو کې د ښځينه بوختيا کچه لوړه شوې ده. افغانستان یې پر واګو له ولکې راهيسې طالبانو ښځې له زده کړو او کاره منعه کړې دي.

نجما د ښځو بوختياوو په اړه دا راپور جوړ کړی دی.