لانجمن 'کوه‌نور' الماس به د تاج پر سرونې مراسمو کې ونه کارول شي

ROYAL COLLECTION TRUST

د عکس سرچینه، ROYAL COLLECTION TRUST

د عکس تشریح، هند څو ځلې ادعاوې کړې وې چې ګنې ددې الماس قانوني مالک دی

د بریتانیا بکېنګهم ماڼۍ اعلان کړی چې لانجمن "کور نور" الماس به د ملکې کمېلا د تاج پر سرونې مراسمو کې ونه کارول شي.

دغه ماڼۍ وايي کمېلا ته به د ملکې ماري تاج ور پر سر کړل شي، چې له لندن برېج نه به د مې پر ۶مه مراسمو ته ولېږدول شي.

باور کېږي چې په "معاصر تاریخ" کې دا لومړی ځل دی چې د تاج پر سرونې مراسمو لپاره یو پخوانی تاج "بیا کارول" کېږي.

دغه تاج ته به د ملکې الیزابیت دویمې له ګاڼو څخه الماس وراضافه کړل شي.

کمېلا ته به د هغې د مېړه چارلز دریم په څنګ کې ویسټمنسټر کلیسا کې تاج ور پر سر کړل شي. کمېلا تېره اونۍ په کوویډ ناروغۍ د اخته کېدو له کبله له کورنۍ جلا ساتل شوې وه.

TIM GRAHAM

د عکس سرچینه، TIM GRAHAM

د عکس تشریح، دا الماس د بریتانیا د مړې شوې ملکې الیزابیت مور ملکې او د جورج شپږم پاچا مېرمنې ته هم ور پر سر شوی دی.

"کور نور" الماس په اړه - چې د نړۍ تر ټولو لوی الماس ګڼل کېږي لانجې شته، د کارېدو په صورت کې یې له هند سره د ډیلوماتیک اختلاف رامنځ ته کېدو وېره هم شته.

هند څو ځلې ادعاوې کړې وې چې ګنې ددې الماس قانوني مالک دی، دا الماس د بریتانیا د مړې شوې ملکې الیزابیت مور ملکې او د جورج شپږم پاچا مېرمنې ته هم ور پر سر شوی دی.

بکینګهم ماڼۍ وايي، ملکې الیزابیت دویمې ته د درناوي په پار به د هغې له شخصي ګاڼو څخه د هغې تاج ته نور قېمتي الماس هم ور زیات شي. د هغې شخصي ګاڼه په کولینن ۳، ۴ او ۵ نوموم مشهور دي.

دغه الماسونه د سینې په سینجاق نښتي او په سوېلي افریقا کې کشف شوي‌ وو.

کمیلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کمېلا تېره اونۍ په کوویډ ناروغۍ د اخته کېدو له کبله له کورنۍ جلا ساتل شوې وه.

بله خوا، پاچا چارلز دریم ته به د اډوارډ د ویاړ تاج ور پر سر شي چې دا هم د بریتانیا د پلاز له مرکزي جواهرو او ګاڼو ګڼل کېږي. دا تاج په لندن برېج کې خپل ځای ته رسول شوی.

د دویم پاچا چارلز لپاره دا تاج په ۱۶۶۱ کې د یوه بل هغه تاج د ځایناستي په توګه جوړ شوی چې د انګلیس کورنۍ جګړو پرمهال له منځه تللی و.

وفات شوې ملکې الیزابیت دویمې د تاج پر سرونې مراسمو کې د اډوارډ دا تاج همه کارولی، خو د تاریخ په اوږدو کې، نورو پاچاهانو نسبتا کوچني او د اړتیا پر بنسټ جوړ شوي نور تاجونه کارولي دي.

REUTERS/HIS MAJESTY KING CHARLES III

د عکس سرچینه، REUTERS/HIS MAJESTY KING CHARLES III

د عکس تشریح، "کور نور" الماس په اړه - چې د نړۍ تر ټولو لوی الماس ګڼل کېږي لانجې شته، د کارېدو په صورت کې یې له هند سره د ډیلوماتیک اختلاف رامنځ ته کېدو وېره هم شته.

د تاج پر سرولو رخصتي:

شنبه، مې ۶مه: په ویسټمنسټر کلیسا کې د تاج پر سرولو مراسم، د تاج پر سرولو کاروان، له بکینګهم ماڼۍ د سلامۍ مراسم.

یکشنبه، مې ۷مه: په ونډسور ماڼۍ کې د موسیقۍ او رڼاګانو ننداره، پر واټونو د تاج پر سرونې د غرمې پراخ مراسم او مېله.

دوشنبه، مې ۸مه: اضافي اونیزه رخصتي، Big Help Out بنسټ به خلک په سیمه ییزه کچه رضاکارانه کار کولو کې ګډون ته وهڅوي.