سراج الدین حقاني عربي اماراتو ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، TALIBAN
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی.
نوموړی داسې مهال دغه هېواد ته په سفر تللی، چې لا هم د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (اېف بي ای) په هغه لېست کې دی چې د نیولو لپاره یې پر سر نغدي جایزه ټاکل شوې ده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نوموړي د سفر په اړه ویلي، هغه د "یوه پلاوي په مشرۍ چې د طالبانو حکومت د استخباراتو لوی رئیس مولوي عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوي، دغه هیواد ته" په سفر تللی دی.
په خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې انس حقاني هم په دې سفر کې له سراج الدین حقاني سره شته.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټوېټر/اېکس لیکلي، چې له افغانستانه دغه تللي پلاوي "د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره د یاد هېواد په پلازمینه کې وکتل."
ښاغلي مجاهد همدا راز زیاته کړې، چې د یاد هېواد ولسمشر سره دا لیده کاته پرون مازدیګر د جون پر درېیمه په ابوظبۍ کې شوي دي.
طالبانو متحده عربي اماراتو ته د نوموړي د سفر د موخو په هکله څه نه دي ویلي، خو د متحده عربي اماراتودولتي خبري اژانس په دې هکله خپل رپوټ کې لیکلي، چې د اماراتو مشر او ښاغلي حقاني د الشاطئ ماڼې په دې کتنه کې د افغانستان او د اماراتو تر منځ د همکاریو، دوه اړخیزو ګټو تامین او د سیمې د ټیکاو په تړاو سره غږېدلي دي.
د 'وام' په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د سیمې ټیکاو، د دواړو هېوادونو تر منځ د داسې همکاریو پرمختیا لپاره چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې خوندي وي او په ځانګړې توګه په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د افغانستان د بیا رغونې او پرمختیا ملاتړ برخه کې مرسته وکړي، خبرې شوې دي.''

د عکس سرچینه، TALIBAN
په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر دا په ظاهره لومړنی بهرنی سفر داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکو تېر کال هم د ښاغلي حقاني په تړاو څرګندونو کې ویلي و، د طالبانو کورنیو چارو وزیر لا هم د دوی په تور لېست کې دی او په بدل کې یې لس میلیونه ډالره جایزه اعلان شوې.
سراج الدین حقاني ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې اوس یې د "نیولو" خطر نشته او ښایي "سفر یې اوږد وي."
سراج الدین حقاني چې د اېف بي آی په تور لېست کې له شاملېدو راهیسې له رسنیو پټ و، خو د ۲۰۲۲ کال مارچ کې په لومړي ځل په رسنیو کې راڅرګند شو.
نوموړي له هغې وروسته په ګڼو ډیپلوماتیکو ناستو کې ګډون کړی او ولایتي سفرونه یې کړي.
تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړي څرنګه له دغه بندیز سره سره متحده عربي اماراتو ته سفر کړی. دا هم روښانه نه ده چې ښاغلی حقاني به په دغه سفر کې نور له چا سره لیده کاته ولري.
په دغه هېواد کې افغان سفارت هم د طالبانو حکومت ديپلوماتانو ته سپارل شوی دی.











