تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سویس کډوالو اداره وايي په افغانستان کې امنیت ښه شوی، افغان پناه غوښتونکي ايستی شو
د سویس د کډوالو اده وايي، "په افغانستان کې یې حالات ژور ارزولي دي او نوي راپورونه ښيي چې په ټولیز ډول امنیتي وضعیت د ټول هېواد په کچه د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو د راستنېدو مهال پرتله پام وړ ښه شوی دی."
د دې ادارې پر وینا، د افغانستان ټولنیز-اقتصادي وضعیت هم څه ناڅه ښه شوی دی.
دې ادارې بي بي سي ته ویلي چې د پناه غوښتنې دوسیې هره یوه په جلا توګه څېړل کېږي او د "افغانستان عمومي وضعیت" د پناه ورکولو لپاره اساس نه ګرځوي.
د دې ادارې ویبپاڼه کې لیکل شوي، د پناه اخیستنې او افغان کډوالو د ایستلو بهیر "تعدیل" شوی او که د ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له نیمايي څخه د یوه مجرد افغان د پناه غوښتنې قضیه رد شوې وي، "مشخصو شرایطو ته په پام سره" افغانستان ته لېږل کېږي.
هغه کسان ایستل کېږي چې په افغانستان کې "د زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخ نه وي، له کورنیو پرته مجرد نارینه وي، قانوني عمر یې پوره کړی وي، روغ رمټ وي او په خپل هېواد کې باثباته ټولنیزې اړیکې ولري چې د کار او ژوند کولو د زمینې په برابرېدو کې ورسره مرسته وکړي."
خو مېرمنې، کورنۍ، کم عمره، ناروغان او هغه کسان چې د ډوبلین قانون له مخې وي او پناه یې نه وي اخیستې، د لنډ مهال لپاره په سویس کې پاتې کېدای شي.
د قوم پر اساس د کډوالو د ایستلو وړاندیز او د پناه ورکولو پالیسۍ کې بدلونونه
وړاندې د سویس المانۍ ژبې ورځپاڼې «نویه زورشر زایتونګ» راپور خپور کړی و چې د کډوالو ادارې داسې اسناد یې لیدلي چې له سویس د افغان کډوالو د ایستلو په پالیسۍ کې د بدلونونو وړاندیز پکې شوی.
د دغو اسنادو پر اساس په جرمني کې له ځینو بریدونو وروسته، د دې ادارې د کډوالو د ایستلو برخې مشر دا وړاندیز کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر کې "قومي معیار [د بېلګې په توګه د پښتنو ایستل]" په پام کې ونیول شي. دې موضوع پر خواله رسنیو خورا ډېر غبرګونونه راوپارول.
خو د دې ادارې ویاندې ماګدالنا راست بي بي سي ته ویلي چې "عملآ هېڅ وخت داسې بدلون د اجنډا برخه نه وه."
اغلې راست زیاته کړه چې د پناه غوښتنې او افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره په وروستي ځل د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د دغه هېواد حالاتو ته په کتو تازه شوې او د اړتیا په صورت کې بدلونه پکې راولي."
د دې ادارې په وېبپاڼه کې راغلي چې پخوا افغانستان کې د امنیتي وضعت له امله دغه هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ درېدلې وه، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې پنځه افغانان چې جرمونه یې کړي وو، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
د جینوا د کانتون شورا په خټه افغان غړي جاوید سنګدل بي بي سي ته وویل، د دغې ادارې ارزونه د ټولو هغو مجردو افغانانو په تړاو ده چې په سویس کې لا نه دي منل شوي او یا یې دوسیې نه دي وروستۍ شوې.
د هغه پر وینا، دا ډول افغان حق لري چې وکیل ونیسي او لا نور اسناد وړاندې کړي.
ښاغلي سنګدل ټینګار کوي چې "د قومي مسایلو خبره هېڅ ځای کې نه ده شوې." د هغه په خبره، د سویس د کډوالو ادارې ارزونه "لا د شننې او ارزونې په برید کې ده."
د کډوالو ادارې بي بي سي ته لیکلي، "د هغو افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې څېړل کېږي او ښايي افغانستان ته ستانه کړل شي، چې په سویس کې په جرمونو کې ښکېل شوي."