ټرمپ: امریکا پر هند اېف۳۵ جنګي الوتکې او پوځي تجهیزات پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واشنګټن کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر لیدنې وروسته ویلي چې نويډیلي ته اېف ۳۵ جنګي الوتکې ورکوي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې پر هند به د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات هم وپلوري.
نوموړي له مودي سره تر کتنې وروسته یوه ګډ خبري کنفرانس ته د دواړو خواو ترمنځ د انرژۍ برخه کې د کېدونکې تړون په اړه هم مالومات ورکړل.
هغه وویل، چې هند به له امریکا لا ډېر تېل او ګاز واردوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کسر کم شي.
ټرمپ وویل 'دوی له موږ څخه ډېره اندازه تېل او ګاز پېرې. دوی ورته اړتیا لري او موږ سره شته دی.'
د هند لومړي وزیر هم دلته وویل چې هېواد یې د انرژۍ سکتور پیاوړي کولو لپاره د تېلو او ګازو په سوداګرۍ تمرکز زیاتوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه همدا راز د اټومي انرژۍ پر برخې هم د پانګونې ډېرولو هوډ څرګند کړ.
نرېندرا مودي داسې مهال د واشنګټن پر دوره بوخت دی چې ډونلډ ټرمپ پر وارداتو د تعرفې زیاتولو فرمان صادر کړی.
د یادونې ده چې د ټرمپ او مودي ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو له اختلافاتو سره سره په وروستیو کلونو کې شخصي اړیکې ډېرې ښې دي.
پخپله د امریکا ولسمشر هم پنجشنبه د هند لومړي وزیر ته واشنګټن کې د تود هرکلي پر مهال همدا خبره کړې وه.
ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي، د ۲۰۰۸ کال د ممبی د بریدونو طراح 'طهور رانا' به نويډيلي ته وسپاري.
هغه چې په خټه پاکستانی دی، دمګړی لشکر طیبه سره د همکارۍ په جرم امریکا کې د بند شپې سبا کوي.
هند پخوا په وار وار له امریکا غوښتي چې نوموړی ور وسپاري چې د مبمی د خونړیو بریدونو په تړاو ترې څېړنې وکړي.
په هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، ANI
د هند لومړي وزیر تر ډونلډ ټرمپ مخکې د هغه له سلاکار ایلون مسک سره هم کتلي وو.
ښاغلي مودي ویلي وو چې له هغه سره یې د فضايي څېړنو، ټېکنالوژۍ او پنځونو په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې"زه باوري یم چې موږ به له ټرمپ سره د هغه د تېرې دورې پرتله دوه برابره چټک کار کوو."
تمه ده چې مودي به د دغه دوه ورځني سفر پر مهال امریکايي چارواکو سره د کډوالۍ پر موضوع هم بحث وکړي.
ډونلډ ټرمپ چې دریځ یې د ناقانونه کډوالو د ورتګ په تړاو سخت دی، ښايي له مودي وغواړي چې د زرګونو غیر قانوني هندي کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي.
د رپوټونو له مخې امریکا همدا څو ورځې مخکې هم یو شمېر غیر قانوني کډوال بېرته هند ته ستانه کړي دي.











