افغانستان او هند کې په بریدونو تورن د 'لشکر طیبه' ډلې مشر نیول شوی

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان ویلي د 'لشکر طیبه' ډلې یو مشر، چې د ۲۰۰۸ کال ممبۍ بریدونو اصلي طراح ګڼل کېږي، نیول شوی دی.
ذکي الرحمن لکهوي د "ترهګرۍ مالي ملاتړ" په تور نیول شوی او نیول کېدل یې پر کوم مشخص برید پورې تړاو نه لري.
دا مهال پاکستان د اورپکو د مالي ملاتړ د فعالیتونو له مبارزې سره لاس او ګرېوان دی.
ذکی الرحمن لکهوي ته وروسته له هغه پام ور واوښت چې پر ۲۰۰۸ کال د هند ممبۍ ښار کې تاج هوټل باندې ترهګریزو بریدونو کې ۱۶۶ کسان ووژل شول، او د امریکا متحده ایالتونو او هند ښاغلی لکهوي تورنوي چې د ممبۍ بریدونو طرحه یې جوړه کړې وه.
ذکی الرحمن لکهوي وروسته له شپږ کلن بنده چې منتظر و محاکمه شي، په ۲۰۱۴ کال کې په ضمانت تر لنډمهالې خوشې کېدنې وروسته د دوهم ځل لپاره د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو او وروسته بیا خوشې شو.
لومړی ځل د ممبۍ بریدونو د طراحۍ په تور د پنجاب ایالت اډياله جېل کې ساتل کېده چې وروسته د محکمې په حکم خوشی شو او دوهم ځل د اسلام اباد پوليسو ونيو شو چې په زوره له ځانه سره د یوه کس د بېولو تور پرې و، دا دی شپږ کاله وروسته دریم ځل له ترهګرۍ سره د مالي مرستې په تور نیول شوی.
د دوهم ځل تر نیول کېدو وروسته د ښاغلي لکهوي وکیل رضوان عباسي وویل چې د هندوستان حکومت د فشار له کبله پاکستان غواړي ذکي الرحمن بندي کړي، ځکه نو د "درواغو مقدمې" وړاندې کوي.
لومړی ځل ذکی الرحمن لکوي له اوو نورو سره د ممبۍ بریدونو په تور بندي و، چې ډېری یې د یوازیني ژوندي پاتې شوي وسله وال بریدګر محمد اجمل امیر قصاب پر اعترافاتو ولاړ و. هند هغه په ۲۰۱۲ کال کې اعدام کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېره نومبر میاشت کې پاکستان کې یوې محکمې د لشکر طیبه یو بل بنسټګر حافظ محمد سعید په ۱۰ کلونو بند محکوم کړ. پر هغه هم "د ترهګرو مالي تامینولو" تور و.
ذکي الرحمن لکهوي داسې مهال نیول شوی چې د ملګرو ملتونو یوې څېړنیزې کمېټې پر هغه تور لګولی چې افغانستان، عراق او چیچنیا په ګډون د ځینو هېوادونو په بریدونو کې یې لاس درلود.










