د امریکا د ترهګرۍ ضد رپوټ: پاکستان ۲۰۱۹ کال کې ترهګرو ډلو ته خوندي ځای ورکړی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال لپاره کلني رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د افغان طالبانو، حقاني شبکې او لشکر طیبه په ګډون هغو ترهګرو ډلو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ور کړې چې پر سیمه تمرکز لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې رپوټ کې ټېنګار شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان ځینو مدرسو کې لا هم توندلاري تدریس کېدله. رپوټ د ۲۰۱۹ په تړاو وایي:

"پاکستان افغان طالبانو او ور پورې تړلې حقاني شبکې چې افغانستان په نښه کوي او همدارنګه د لښکر طیبه او ور پورې تړلو ډلو ته چې هند په نښه کوې اجازه ور کړې چې له خپلې خاورې یې عملیات وکړي".

رپوټ کې ځینو هغو ګامونو ته هم اشاره شوې چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د ځینو ډلو د مالي سرچینو د له منځه وړلو برخه کې اخستې دي.

رپوټ زیاتوي چې د وړم کال فبرورۍ کې په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو پر کاروان له برید وروسته پاکستان د ځینو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو بندولو او مهارولو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړل.

خو امریکا دا ګامونه کافي نه بولي او له پاکستانه غوښتنه شوې چې د هغو وسلوالو پرضد پرېکنده ګامونه پورته کړي چې افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې شویو بریدونو ته اشاره کړې او زیاتوي چې تېر کال دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان ډلو ترهګریز بریدونه کړي، خو دا بریدونه تر ۲۰۱۸ کال کم بلل شوي دي.

رپوټ د افغانستان په هکله څه وايي؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې په ځانګړې توګه د کابل او جلا اباد ښارونو بریدونو ته اشاره شوې او ویل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې طالبانو او حقاني شبکې بریدونه ډېر کړي او داعش خراسان ډلې هم پر ولسي وګړو، په ځانګړې توګه پر مذهبي لږکیو بریدونه روان ساتلي دي.

رپوټ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سېمې د داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیو په توګه یادې شوې دي.

امریکا د داعش ډلې ضد نړیوال ایتلاف غړو په ډله کې افغانستان د داسې یوازیني هېواد په توګه یاد کړی چې په سویلي او منځنۍ اسیا کې یې دا ډله ماته کړې ده.

د افغان دولت غبرګون

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر‎

د عکس سرچینه، ننګرهار ولايت رسنيو دفتر‎

د عکس تشریح، د امریکا رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان کې داعش ماته خوړلې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دې رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، افغان حکومت د دې رپوټ تود هر کلی کوي.

هغه پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د ۲۰۱۹ کال لپاره د امریکا د ترهګرۍ اړوند رپوټ کې دا منل شوې چې د داعش ډلې ضد نړیوال ایتلاف کې افغانستان یوازینی غړی هېواد دی چې په سویلي او منځنۍ آسیا کې یې دې ډلې ته ماته ورکړې ده.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن ( پنجشنبه جون ۲۵) یوه خبرې غونډه کې دې رپوټ ته په غبرګون کې وویل کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وروستي سفر پرمهال له هغه سره پر دې مسله مثبتې خبرې شوې دي.

ښاغلي هېواد وویل، پاکستاني لوري افغانستان کې سولې لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ټېنګار یې وکړ چې "نه غواړي پخواني سیاست ته دوام ورکړي او د یوې ډلې ملاتړ وکړي".

دا لومړځل نه دی چې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنیږي. پاکستان که څه هم له طالبانو سره د اړیکو خبره نه ده رد کړې خو د ترهګرۍ د ملاتړ رپوټونه یې رد کړي دي.