زېلېنسکي له ټرمپ سره پر ناندريو خواشيني څرګنده کړې او وايي اوکرايين مذاکراتو ته چمتو دی

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره پر وروستۍ ناندريزې غونډې او لفظي شخړې خواشيني څرګنده کړې ده.

ښاغلي زېلېنسکي د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه خپاره کړي بيان کې ويلي چې د تېرې "جمعې په ورځ د واشنګټن په سپينه ماڼۍ کې زموږ ناسته بايد هغسې چې وشوه نه وای ترسره شوې."

نوموړي ويلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې دواړه خواوې د اړيکو د ښه کولو او تلپاتې سولې پر لور ګام پورته کړي.

په اعلاميه کې ښاغلي زېلېنسکي يو ځل بيا سولې ته د اوکرايين پر ژمنتيا ټینګار کړی او ويلي يې دي"له موږ هېڅوک نه ختمېدونکې جګړه نه غواړي".

نوموړي زياته کړې، "اوکرایین چمتو دی چې ژر تر ژره د خبرو میز ته راشي ترڅو تلپاتې سولې ته نژدې شو".

"هېڅوک د اوکرایینیانو پرتله سولې ته زیات لیواله نه دي. زه او زما ټیم د ولسمشر ټرمپ د قوي مشرتابه لاندې چمتو یو چې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو او موږ چمتو یوو چې جګړه ژر پایته ورسوو."

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې ټرمپ له اوکرايين سره دامریکا ټولې پوځي مرستې ودرولې.

امریکا له اوکرایین سره خپلې پوځي مرستې وځنډولې

د امریکا سپینې ماڼۍ یو چارواکی وايي، امریکا له اوکرایین سره خپلې پوځي مرستې او د وسلو ورکړه ځنډولې ده.

د سې شنبې په شپه، د امریکا د حکومت یوه چارواکي د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي سي ته ويلي، "ولسمشر دا روښانه کړې چې د هغه تمرکز په سوله دی. موږ اړتیا لرو چې زموږ متحدين هم ورته موخې ته ژمن شي. موږ په لنډمهالي ډول (اوکرایین ته) مرستې ځنډوو ترڅو معلومه کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې دا له حللارې سره مرسته کوي."

د امریکايي رسنۍ بلومبرګ د راپور له مخې، امریکا به تر هغه اوکرایین ته مرستې وځنډوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا معلومه کړي چې د اوکرایین مشران د سولې په اړه جدي دي.

لکه څنګه چې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، اوکرایین ته د امریکا د پوځي مرستو لنډمهالي ځنډول په دې معنی دي چې د اوس لپاره به هېڅ ډول وسلې او مهمات اوکرایین ته نه لیږل کېږي، حتی هغه وسلې او مهمات چې اوکرایین ته د لېږل کېدو په درشل کې وو او هغه چې په دې موخه پولنډ ته استول شوي وو.

وړاندې د امریکا ولسمشر ويلي وو چې پر اوکرایین د پوځي مرستو د بندولو په اړه بحث نه دی شوی.

خو، هغه ويلي وو، "موږ به وګورو چې څه کېږي."

د ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه یوازې دری ورځې وروسته له هغه شوې چې د نوموړي او د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زېلېنسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې غونډه په ناندريو واوښته.

په دې غونډه کې ښاغلي ټرمپ او د هغه مرستیال ولسمشر، جې ډي وېنس، د اوکرایین ولسمشر تورن کړ چې له روسیې سره د جګړې پایته رسولو لپاره هوډمن نه دی او همدارنګه له امریکا او ټرمپ د مرستو له کبله "مننه" نه کوي.

د دوی دواړو تر منځ لفظي شخړه د يو شمېر اروپايي مشرانو له چټک غبرګون سره مخ شوه او له هغې وروسته په لندن کې د ۱۸ اروپايي مشرانو او د کاناډا د لومړي وزیر په ګډون د اوکرایین په ملاتړ یوه سرمشریزه جوړه شوه.

د دې خبر له خبرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې وویل چې ښاغلی ټرمپ هڅه کوي ولادمیر پوتین د خبرو اترو میز ته راولي.

ښاغلي روبیو وویل، "ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې یوازینی اوسنی مشر دی چې د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو چانس لري، موږ هم غواړو چې روسيه د خبرو اترو مېز ته راوبولو. موږ غواړو پوه شو چې ایا سوله ممکنه ده."